داښار - هاغه غرونه ، د ځوان ژورنالیست او خوږ ژبي شاعر اجمل اند د شعرونو څلورمه ټولګه ده چي دانش خپرندویه ټولني په زر ټوکه کي چاپ کړې ده ، دا وړه ټولګه چي ۶۵ مخونه لري د ښاغلي اند نوي شعرونه پکښي را ټول شوي دي ، تر دې دمخه د اجمل اند د (( د زړه پر پاڼه مې انځور دی ګلاب )) او په (( څپو کې انځورونه )) ټولګي هم چاپ شوي دي