د تاریخ دا میړنی به څوک یا دوي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67158
معلم عبدالقیوم
دخبریدو نیټه : 2016-09-14


چي نه یې د جنګ د میدانه تیښته کړیده، نه چاته جاسوي، نه یې ښوونځی سولی او بنده کړیده، نه د ملت مال خوړلی او نه دملت پر اوږو سپور پاته سوی دئ، نه یې رشوت خوړلی.  یوازي یې د وطن په مینه ځان قرباني کړی دئ. په بخښنه سره چي د چا بابا ته مي بد نه وي ویلي.

" لا په دې هیواد کي تر لعلو مردار سنګ په ښه بیه خر څیږي"

تاریخو نو  په خپلو پاڼو کي د غازې صاحب خان "تره کی" لنډه پیژندنه  نویشته کړېده.  هیله لرم هغه دوستان چي په لیکنو کي  له "مأخذ" سره مینه لري ، دغه مأخذونه و لټوي. د ساري په توګه:

۱- د بلخ مجله یوولسمه او د ولسمه ګڼه د د لوی اوحوت مياشت ۱۳۶۰ هجرې کال هلته داسي نویشته سوېدی: "څرنګه چي زموږ په ګران هیواد افغانستان کي هر هر چیرې نوميالي زړور، وطنپال د توري او قلم خاوندان شته نو د غزنې د مقر د اوبند افغان غازې صاحب خان تره کي د زیږدني ټاټوبې د ئ. چي د یوې خوا وکټواز پکتیا او د بلي خوا د ولاړواوبو، اب استادې و مقرته پروت دئ،  چي لوی د ښتي اودنګ دنګ غرونه لري.

هلته د ميرباش کورنۍ چي د غازي صاحب خان تره کي نیکه اوهم پلار ميراحمد خان تره کی "میرباش" ډېر شهرت اوميړنۍ کار نامې د رلود لې چي د کام "قوم"مشري يې هم لرل اود دوی پر د ستر خوان به تل کونډو، خوا رو او غریبو ډوډۍ خوړل".

۲-د سراج التواریخ د دوهم ټوک په ۳۵۴صفحه کښی تردې عنوان لاندي "ذکر متحد ومتعهد شد ن سردارشیرعلیخان با انګلیس": کله چي انګریزي پوځونه کندهارته ننوتي وه او ترشاجوی پوري را ورسیدل، دهغه سیمي افغانان ور سره په جګړه سول، ډیرو د خپل تن ویني توی کړې .

په نتیجه کي صاحب خان تره کی د پنځوزروغښتلو افغانانو په ملګر تیا د خپلو تورو په زور دا نګریزانو د پوځونو په زړه ورننوتل، انګریزان بیر ته د کندهار پر خوا ولاړل او وه يې نسوای چي غزني ته ولاړسي".

۳-مير غلام محمد غبارهم د غازي صاحب خان تره کي ذکر په خپل اثر" افغانستان در مسیر تاریخ "په ۶۵۱ صفحه کي داسي لیکي "انګریزي قواو و له کندهار څخه د کابل پر خوا مارش وکړی، لاکین د لاري په اوږد وکي د یو شمیر غلجو له مقاومت سره مخامخ سول، څو په شاه جوی کي د پنځوزرو تره کو سره په جنګ اخته سول. په د غه مخامخ اولاس په لا س خونړې جګړه کي ؤ.

 چي د مجاهد ینو مشر صاحب خان تره کی د خپلو دوسوو(۲۰۰) مبارزو ملګرو سره ووژل سؤ(۱). پیر محمد یو له د غو مبارزینو څخه وو، چي (۱۳) ځایه زخمي ؤ او یولا س يې هم قطعه سوی ؤ. د غلجو د غه قربانی وې چي دا نګریزانو لښکرو ته يې ملا ماتونکې ماته ورکړل، مجبور يې کړل چي سر ټیټی بیرته د کندها ر پر لور ولاړل".

(۱) که د انګریزانو سره مقابله او جنګ جهاد وو، چي غبار صاحب هم په سر کي لیکي مګر دغي جملې  ته یې بیا و ګوری  دی لیکي" د مجاهدینو مشرصاحب خان تره کی " ووژل سوو"  که د انګریزانو سره په جنګ کي  وژل سوو ته د ((شهید)) کلمه لیکو نو بیا صاحب خان هم د دې وړ ؤ چي د ووژل سوو پر ځای یې لیکلي وایې (( شهید)) سو.

۴-ښاغلې محمد نادرا"یوبې کندهاری" په خپل ناچاپ ا ثر "پاچها نو څه کول"  کي د صاحب خان غازي اوپیر محمد غازي بیا ن په ډېر تفصیل سره راو ړی  دئ .  اوس خبر یم چي دغه اثر د ښاغلي صحاف صاحب په زیار چاپ سویدئ.

  ۵-مشهور لیکوال ښاغلي محمد ولي زلمي صاحب  داسي لیکي :

"صاحب خان تره کی پرافغانستان باند ې د انګريز د دوهم ېرغل په وخت کي د غزني، کلات په سيمو کې د لویو ملي مجاهد ینو څخه کڼل کیږي. صاحب خان د ميراحمد خان زوې د ميرباش خان بدين خیل تره کي لمسی و، چې د غزني د مقر په اب بند کي چې د غزني څخه څلور کروه ليري  دی زېږېد لی و.

صاحب خان د پلار او نیکه څخه آزادي دوست او د انګریزي استعمار د ښمن و.  دی د غزني په سیمه کې هر کله د حکومت دارا کینو د مطلق لعنانی مانع ګرزیدلو، چنانچي شاپسند د مقر حاکم چي دهغې سیمې د خلکو دازارولو او لڅولو ته ملا تړلې وه، په مخامخ مقابله کي د صاحب خان د لاسه ووژل سو او دهمدغه جرم له اثره دی دهیواد په لوېد یزو او شمالي سیمو کې کله په پټه او کله په ښکاره ګرځید لو او ځان ېې د حکومت په لاس نه ورکولو.

 حکومت د ده خپلوان او دوستان تر سختي څار لاندي وه نیول څو صاحب خان مجبور سو او ځان ېې حکومت ته تسلیم کړ امیر شیر عالي خان غوښته چې  دی په سزا ورسوي خو مشاورین ېې مانع ګرزېدل او د سیاسي نظر بند په حیث ېې په کابل کې وساتلو خو د دې سره سره کله به امیر شیرعلي خپل حضور ته ورغوښت د غزني او د غزني د مربوطاتو په اداري اوولسي چارو کې به ېې پوښته.

پر افغانستان باندي د انګرېز د دوهم ېرغل په وخت کې چې انګریزان د زیاتو لښکرو سره د جنرال ستیوارت په مشرۍ د کندهار څخه د کابل د نیولو په نیت رارهي شوې وو امیر شیرعلي خان صاحب خان تره کی خپل حضور ته ور وغوښت او ورته وه ېې وېل چې نن دي وار دی چې څرنګه د خپلو سیمو مدافعه وکړې. یو آس، یوه موزه او تفنګچه یې وروبخښل صاحب خان په دې صورت د غزني په خوا داس په سپرلۍ رارهي شو دی چې داب بند د فتح کلا ته را ورسید نو لیکونو او د ډولونو په واسطه ېې داغوجان، جانان کلا، ګنداو، او شلان بزی، چوړی شیر، برلی، ګاومیکی، قره باغ او نورو خوا وشا سیمو خلک یې د جهاد او وطن د د فاع په عزم خبرکړل.

د صاحبخان یو لیک چي دافغانستان په ملي ارشیف کې د تاریخي اسنادو په څیر ساتلی شوی  دئ داسې رانقل کیږی:

 " علیجاه دوستی عنوان هریک د وست محمد خان ومیرجان و دولت محمد خان ومحمد خان وقاضی صاحب وعرض بیګی ومحمد صادق خان وباقی همه خورد وکلان مردم سلیمانخیل به سلامت باشید بعدها مشهود باد! مایان همه یکجا شده ایم شمایان هم مهربانی کرده وهر چند سواران وپیاده که از رخ شمایان میشود به فوری خود بر خواسته کرد. که انګریز د ر قلات رسیده به تعجیل روانه نمایید که وقت غزا نیک رسیده است اګر ادعای غزوا مسلمانی دارید به تعجیل روانه شده که خود را برسانید دراین باب تاکید دانند که خو را ضروری برسانید " والسلام فقط مهر صاحب خان تره کی" صاحب خان تره کی د خپلي اسپي سره چي رابیا نومیده او قور سره چې نوم ې باندي مرصع شوی و او اوس د کابل په موزیم کي په دې نمره “00119”ساتله شوې ده صاحبخان بهاد ر.

 داندړو، هوتکو علیخیلو او نورو قومونو د ملي مبارزانو په مشرۍ په داسې حال کې چې دوه وروڼه ېې د شیرجان او بازمحمد او بل یو ننګیالی غازي پیرمحمد خان تره کی د مخی مرتضی خان لمسی هم ورسره وو د زابل شاجوی ته راورسیدل.

 په دې وخت کي صاحبخان او ملګروېې واوریدل چي امیر شیر علي خان سلطنت پرې ایښی  دئ او امیر محمد یعقوبخان دانګرېزانو په بند کې لوېد لی دئ. څرنګه چې ملي مبارزه او غزا د پاچا او اول لامر داجازې پرته روانه ده نو ملي مبارزینو سمدستي صاحب خان په خپل امارت وټاکی او دانګرېزانو سره په جګړه لګیا سو.

د غه جنګ چې وروسته په چړو، نیزو، سوکانو او غیږ په غیږ ورتلو ته ورسید صاحب خان چې یو غښتلی اوماهر تورزن و ډیرغلیمان یې ترتیغ و ايستل هغه وخت چې ېې غوښته یو د ښمن ته سخت ګوزار ورکړي هغه طیبه کلمه ورته وویله صاحب خان هغه پرېښود او د بل یوه سره په جګړه اخته شو، هغه د شا له خوا حمله پروکړه او په شهادت ېې ورساو.

د دغه جنګ ترګټلو وروسته غازېانو د صاحب خان جنازه په ډېر درناوي د اب بند د فتح کلاته ورسوله او هلته ېې په خپله پلرنی هدیره کي خاورو ته وسپاره.

  د صاحب خان تره کي د غزا او ملي شهامت په هکله له کندهار څخه تر ننګرهاره ډیر ملي او قومي روایات سته چې ځینې ېې زموږ د ملي او اد بي کار نامو جز کرزېد لي دي لکه:-

سرې جامې ېې رنک کړې، برابر غزاله ځي صاحب خان ***ګل  دی د رېدي صاحب خان یا

صاحب خان وېل شیره وروره پرنګی راغی

وشاه جوی ته رانژ دې شو شین لوګی راغی

په اخلاص توري وهه  دا مو  زیګی راغی

د عقبی ګټي هلی پردې  زمان راغلی. او داسي نوري زیاتي سندری د ده په یاد کي ویل سوېدي.

۶-فیض محمد کاتب د" سراج التواریخ " په دوهم جلد کي هلته په 254صفحه کي د صاحب خان تره کي په باب ذکر کړی دئ. دهغه مبارزه او قرباني یې ستا ئیلې ده.

۷-سید قاسم رشتیا په خپل اثر"افغانستان د ر قرن 19 "  په 258 صفحه کي. د صاحب خان تره کي سمه یا دونه کړیده.

۸-حضرت علامه عبدا لحق مجد دي او داکتر فضل الله مجد دی په خپل ا ثر" حقیقت ا لتوا ریخ " ا ز امير کبیر تا رهبر کبیرکي "هم د صاحب خان غازي د رهبرۍ، جهاد اود انګریانوسره د جنګ او غزا جریان په ۱۶۱صفحه کي په لږ اوډېر تفاوت سره لیکلی دئ.

۹-"په تاج التواریخ " کي داسي راغلې دي" د انګریزانو او افغانانو د دوهمې جګړې پر وخت په ۱۲۵۷  هجرې کال کي د تیرې کونکو پر ضد د پنځو زرو ( ۵۰۰۰ ) تره کو جنګیالیو مشري صاحب خان تره کي پر غاړه لرل، د اوسني زابل د ولایت د شاجوی د ولسوالۍ مربوط د اغوجان یا هولان رباط سره پر پرتي غونډې او پر شا وخوا د انګريزانو سره وجنګیدل او انګریزی لښکرو ته يې ماته ور کړل. مګر صاحب خان غازې په دې د قواؤ او سړو د شمیر د مخي نا برابره جګړه کي د خپلو د ووسوو(۲۰۰ ) ملګرو او خپلوانو سره شهید سو. هغه غونډې اوس هم د صاحب خان غازي په نوم یا د یږي. د کلیو پیغلې په خپلو اتڼو کښی په لنډیو د صاحب خان غا زي یا د داسي کوي:

غا زې په لوړه غونډ ې کښیږد ئ 

چي و سلام ته يې ورځي د مقرملا لي نجوني".

د غازي صاحب خان توره:

د غازی صاحب خان د لاس توره چي د سرو زرو په لشتو مطلا او جوهر يې له ورایه بریښي چي د توري شغلې یې پره پره کیږي. اولا ستی يې د سپینو قیمتي هډوکو څخه دئ. د تورې لا ستی ئې( ۱۸) په( ۱۸ ) سا نتي کي دئ او د سپینو زرو کړی هم لري. د تورې د تیغ اوږد والي( ۷۸ ) سا نتي متره، پیړوا لی او ضخامت ئې( ۱، ۵ ) یعني یو نیم سا نتي متره، د تیغ بر اوسور ئې(۸) سا نتي متره  دئ.چي دا په ټولو تورو کي اوږده، سوره وره او درنه توره ده. د لوی چړې په څیر په زرینو کرښو سره ښکلې کړل سوېده، او هم په زرین خط دا جمله پرې لیکلې ده:

((۱۲۰۱هجرې:پیرو دين محمد دوستدار چار یار**این به حسن بها درشد به لطف کرد ګا ر))