ښار ته تللى و له کلي پلار د شا ه محمد
ښار نو، کې يې ولیده د ښځو شدمد
وی لیده د کابل واده، ليلامي، او سينما
هریخوا ته رهي وې فیشنی جوني زیبا
سپين مړوندونه ګوټ ګوتي وېښتان
په هډو يې دروند كړ سارايي ځوان
د سترګو رېمل او رنجو يې كړ خمار
لبسرين او ميك اپ يې د زړه كړ بيمار
د ميرمنې په خوشا يو جامه يې وليدله
له خپله ژونده يې خورا خوابده سوله
د روپۍ سترګې چې پرېوتې په خپل يار
داسې يې ننګرله چې اچولى یې دى تار
ناست و سر ځوړند ګوتې يې كښېكښلې
په اسويلۍ يې سوي آه وي له خولې وتلې
د روپۍ چې وو پېنځلس متره ايزار
مخامخ يار ته ناسته چې راغلى و له بازار
هغه اې اې دا عجب ژوند سو يې ويل
لاسونه يې يو له بله په غوسه موښل
روپۍ پوه سوه ځكه لور وه د هوښيار
چې ولي داسې خپه دى دشاه محمد پلار
يار يې راغلى له بازاره و په سودا
زړه يې بايللى و په بازاري کومي ليلا
لكه چاچې كړي وي تاويزونه پرهغه بېنوا
هغه د غوږ شا ګروله روپۍ ته وو ګويا
ژوند مې سو تباه نوره نه لرم هغه وفا
د ښار جونې ټولې نخرې او مكيز كا
كرشمې، نخرې او رنګا رنګ كاعشوې
په سپين بوټ مړوندونه يې كا يار مزې
د غاړې تڼۍ يې تر اخيره وي خلاصي
تنګو وتروشو لنډو كالو يې كړم داسي
سوري سمبوري پتلونو يې كړم خراب
سپينو پوڼدويو يې كړم واى واى تراب
روپۍ سمدلاسه ددې كار وكړ تدبير
وروسته له چورته يې پيدا كړ اكسير
پيل يې كړ په عمل سره د هغه د لاسا
چې بيا يې زړه كې ونه ګرځي دا تمنا
كالي يې ويستله كوڅۍ يې كړې تار تار
د خونې له مورۍ په شا راووته لكه مار
لوڅه لغړه مور زاده په څلورو لكه غوا
را رهي وه د شاه محمد د پلار په خوا
په شا شا راوتله په انډي انډي كېدله
د الېكين تته رڼا ته ښه روښانه ځلېدله
ناببره د هغه سترګې پرهغې ولګېدې
د خولې يې ووتې سوي كرېغې او نارې
ژبه يې ګنګوړه سوه سر يې په څرخېدو
ول څه اشا يې ما درزومى يې، په شا څكېدو
ژر وايه جنس يې انس يې يا پېرۍ
منډه يې كړه چې ولاړ سي مخ په ټټۍ
غږ راووت له بلا،د شاه محمد مور یم نخري کوم
تا ته د بازاری فیشنی انجنو پیښې کوم
د شا محمد پلار ول لا حول ولا وقوة الا باالله
د لعین کافر شیطانه له تا غواړم فنا
***
خداى دې ساته د ناديده وو له نخرو
د هغوى دعشوو ناز، ادا او كرشمو
كله كله هم شورا، جبهه يا هم دولت
نخرې كوي لپاره د بيرولو د ملت