اسلام د عمل دین دي ، له عبرته ډکه کیسه :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68440
محمد انور ولید
دخبریدو نیټه : 2018-07-26

 

اسلام د عمل دین دی ، د قاهرې په لوی چوک کې هر ډول خلک د شپې شو ګیرې کوي ، کټ مټ لکه د جمعې په شپه د کابل قرغې بند ته چې خلک ورځي اوخپلې ساعت تېرۍ په کې کوي .هلته هم د جمعې په شپه نوموړي چوک ته یوې عیسوي کورنۍ له لویانو نیولې ، ترکوچینیانو او له نرو نیولې ـ بیا تر ښځو او ځوانانو پورې ټول تللي وو ، د شپې ترناوخته هلته په خپلو ساعت تېریو لګیا وو ،خوراکونه ، کبابونه ، عیش و نوش ، رقص او ډانسونه یې هم سره وکړل ، خو ډېرو شرابو خوړلو د هغې عیاشې کورنۍ هوښ او سد له سره ایستلی ؤ . څوک په سد اوهوښ وو اوڅوک لا هم بې هوښه د ستر چوک په میدان کې بیده پراته وو . آخرد کونۍ نور  ټول غړي سره را ټول ټول اوله چوکه تللي وو ، خود کورنۍ یو ه ځوانه او خورا حسینه پېغله بې هوښه او بیده په چوک کې ترې پاتې وه او دوی ټول په خپله مستۍ کې ترې تللي وو . خو د قاهرې په لوی علمي ، فرهنګي او متمدن ښارکې یو شمېرمسلمانو ځوانانو په خپل منځ کې د پېښو په وړاندې د مبارزې صندوق په نامه یوخیریه مرکزجوړکړی اوخپله نیک اخلاقه ځوانانو ( نرانو او ښځو ) په کې برخه لرله او د میاشتې به یې یوه یوه روپۍ هغې صندږوق ته وراچوله ، او ددې ترڅنګ به یې هره شپه ځوانان په همداسې د مېلو پرځایونوکې په نوبت سره ووېشل ، ترڅو که څوک له کومې ستونزې سره لیدلی پیدا کړي ، دوی به خپله ایماني ، وجداني ، انساني او اخلاقي مرسته ورسره کوي . په دې شپه په همدې چوک کې د ځوانانو د همدې ټولنې نوبت پریوه ځوان مجرد طبي ډاکټر باندې راغئ ، نوموړی ډاکټر د خپلې دندې ترسره کېدو له پاره نوموړي چوک ته راغۍ ، که ګوري چې یوه ځوانه نجلۍ یوازې په داسې حلت کې یوې او بلې خوانه ګوري ، چې تقریباً د وجود زیاته برخه یې بربنډه وه ، بل هېڅوک هلته نه وو . نوموړی ځوان ډاکټرد خپلې ایماني فریضې اداء کولو په خاطر په داسې حال کې ور نږدې شو چې نوموړې نجلۍ ته یې نه کتل او پوښتنه یې ترې وکړه چې خورکۍ څه درباندې شوي ؟ ولې یوازې پاتې یې ؟ هغې زړه نازړه ورته په ژړوغوني حالت کې وویل چې موږ دلته مېلې ته را غلي وو ، شراب مو ډېرو څښل ، ټول نشه وو . زه هم دومره نشه وم چې اوس په هوښ راغلم نو کورنۍ مې ترڅنګ نه شته او زه دلته یوازې پاتې یم . نه پوهېږم څه وکړم او چېرې ولاړه شم ؟ ځوان ډاکټر ورته وویل چې زه به یوه ټکسي ته لاس ور کړم ، ستا خپل کورته به دې ورسوم . نجلۍ خوشحاله شوه ، ټکسي راغۍ او ډاکټرلاس ورکړ، ټکسي ودرېد نجلۍ ته یې وویل چې ته شاته کښېنه او خپله ډاکټرمخکې له ټکسي چلوونکي سره کښېناست ، ډېره یې په واټونو او کوڅو کې تاو را تاو کړه ، خو له نجلۍ څخه د خپل کور آدرس او نښه ورکه وه ، آخر یې ورته وویل چې له ما سره ولاړه شه ، زه ځای لرم هلته به شپه تېره کړې او سهار به دې وختي په رڼاکې په خپل کور باندې وسپارم . نجلۍ زړه نازړه له ځوان مجرد ډاکټر سره د هغه اتاق ته ولاړه . اتاق د تعمیر په دوهم پوړکې ؤ ، کله چې د اتاق دروازې ته ورسېدل ، د کوټې دروازه یې خلاصه کړه ، هلته یو چپرکټ ؤ او بس ، نجلۍ ډېره ووېرېدله او له ځانه سره یې وویل : لکه چې خپله مې ځان په دام کې وغورځاوه ، خو مسلمان ډاکټر ورته وویل چې خورې ! دا چپر کټ ستا په خدمت کې دئ ، اوبه ، او یوه پیاله جای یې هم ورکړ، بیا خپله ډاکتر د باندې ترې راوؤت او نجلۍ ته یې وویل چې پر ماپسې د کوټې له خوا دروازه دربنده کړه ، نجلۍ همداسې وکړل ، خود نجلۍ له سترګو خوب والؤت او په دې سوچونو کې ډوبه وه چې چېرې نه چې نورخلک به هم راولي اودې ته به په بده سترګه وګوري ، شپه هم ډېره یخه وه . او ډاکټربه له یخنۍ څخه کله د کوټې په باندنۍ برنډه کې ګرځېده اوکله به یې نفلونه اود تهجد لمونځونه کول ، او کله هم د قرآنکریم تلاوت . خونجلۍ د کوتې له کړکۍ څخه د ډاکټر دا ټول حرکات او سکنات په خپلو سترګو لیدل ، چې سهار شو چای یې دم کړی ؤ او ټک ټک یې ورته وکړ ورو یې غږ ور باندې وکړ چې : خورې ! پاڅه سهاردي ، لاس او مخ پرېوله او دا چای درواخله ، نجلۍ هم دروازه ورته خلاصه کړه او چای یې ترې واخیست او ویې خوړ . وروسته یې ورته وویل چې اوس نو ورځ شوه ، راځه چې په خپل کوردې وسپارم . نجلي هک پک د ځوان ډاکټر تقوا او امانتدارۍ ته حیرانه او ګوته په غاښ شوه ، ځکه چې عیسوۍ نجلۍ خو په خپل دین او خپله کورنۍ کې داسې امانت کاره څوک نه دی لیدلی چې په توره شپه کې د ې یومجرد ، ښایسته او تعلیم یافته ځوان ته یوه په ځان باندې ښایسته نجلۍ په لاس ورشي او هغه دې سلا مته ترې پاتې شي . لنډه داچې نجلي په ټکسي کې له ځوان ډاکټر سره کښېناسته او خپل کور یې پیدا کړ ، دکور د دروازې په خوله کې یې ښکته کړه او خپله ډاکټر ترې روان شو .  خو د روانېدو پر مهال یې له با دیانته او امانت کاره ځوان ډاکټر څخه پوښتنه وکړه چې ته څوک یې او چېرته دنده لرې ؟ نوموړي ډاکټرورته وویل چې : زه ډاکټر یم ، په فلاني روعتون کې کارکوم ، زه پر تاباندې خپل احسان نه اچوم ، ما خپله ایماني او وجداني دنده ترسره کړې ده ، الله مو مل او ملګری شه . نجلۍ چې خپل کورته ورسېدله ، د کورنۍ ټولوغړیو ته یې د خپل حال کیسه ټکي په ټکي تېره کړه ، خو ددې ځوان تقوا او امانتدارۍ ته ددې کورنۍ ټول غړي حیران پاتې شول ، نو پلار یې خپلې لورته وویل چې را ځه دا ځوان باید پيداکړو . نجلۍ د خپل مور او پلار سره یو ځای د ځوان ډاکټر په لټه پسې را ووتل ، آخر یې په پوښتنو پوښتنو ځوان ډاکټر پیدا کړ ، مننه یې ترې وکړه ، اود ډېر مال دولت پېشکش یې ور ته وکړ ، خو ډاکټر ورسره ونه منله ، او ورته ویې ویل چې زموږ دین موږ ته اجازه نه راکوي چې خپل احسان پرچا باندې وپلورو . دا ټول موږ د الله (ج)« د رضاء له پاره کوو . همدا زموږ کاراو دنده ده . موږ ته دا مسوؤلیت د اسلام په دین کې خپل خدای (ج) او د خپل پیغمبر(ص) سپېڅلي سیرت را په برخه کړی دئ . موږ خپل دپوراداء کړی ، د عیسوي کورنۍ د غړیو نوره عقیده او باورهم د ځوان ډاکټرپرځوان کار او د اسلام پر سپېڅلي عملي دین باندې پوخ شو . او هوډ یې وکړ چې موږ به خا مخا همدغه نجلۍ همدې ډاکټر ته ورکوو ، خو لومړی دا کورني له واړه څخه تر زاړه پورې ټوله د اسلام په دین باندې مشرفه شوه او بیا یې همدغه نجلۍ همدې ډاکټر ته په شرغي نکاح سره وکړه او ټول په خپلو کې د اسلام او وینې د شراکت په دوو پیوندونو سره خپل شول .د یوې کورنۍ مسلمانېدل په حقیقت کې د ټولې نړیوالې کورني مسلمانېدل دي . زما له ټولو مسلمانو ځوانانو اوخویندو ته دا خواست دئ چې خپل ځانونه د همدغې مصري ځوان ډاکټر په څېراجتماعي ریښتینوعملي خدماتو ترسره کېدو ته وقف کړي ، اوتمه لرم چې د اسلام عملي دین په خپله افغاني ټولنه کې په عمل کې پلی کړي ، ترڅونورخلک اوګوندونه خپله پوه شي چې اسلام له موږ څخه په معاملاتو کې څه غواړي او په عباداتو کې څه ډول اود چا عبادت وکړو ؟

  وماعلینا الا البلاغ