دبنديانو د ازادولو په پروسه کې خڼډونه جوړول د جنګ او روان مصيبت دوامداره کول دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69038
د،ب،هيښ
دخبریدو نیټه : 2020-05-17

 


تېرکال طالبانو څو واره په جنګ کی د کابل د ادارې نيول شوي عسکر ازاد کړل او کورو ته د تللو کرايه او مصارف يې هم ور کړل . زه او ډېر افغانان د طالبانو په دې اقدام خوشحاله او دا عمل مو اسلامي ، افغاني او انساني وباله ، تائيد او تحسين موکړ .
په کار داوه چې مقابل لوري هم بالمثل اقدام کړئ وائ او د طالب په نامه بنديان يې ازاد کړي وائ . په دې طريقه به د د اعتماد فضا د جوړولو او د جنګ د ختمولو د پاره زمينه برابره شوې وائ ، خو متاءسفانه د کابل ادارې يا صلاحيت نه درلود او يا نيت ، چې ورته اقدام وکړي او طالب زندانيان ازاد کړي .
فزيکي بنديان او د جنګ او ترور په ماحول کې جسمي او روحي اسير افغان اولس دې ته منتظر شول چې د قطر مذاکراتو نتيجه را معلومه شي ، تر څو د ازادۍ د نعمت نه ټول بنديان مستفيد شي .بالاخره مذاکرات په برياليتوب سرته ورسيدل او توافقنامه امضا شوه .

د قطر توافقنامې ټولو افغان اولس ته دا امېد پيدا کړ ، چې ان شاء الله د جنګ کرغېړن څادر به ددې خاورې نه ټوليږي او افغانان به د سولې ، امنيت او ورورولي په فضا کې د يو بل د وژلو په ځای يو بل ته د لاس ورکولو او په ګډه د وطن ابادولو د پاره خپله فکري ، جسمي ، علمي او مهارتي انرژي په کار اچوي او دا ملک به د وخت او جهان د نورو ملکونو سره د سيال او رفاه هدف ته رسوي .
د دوحې موافقتامه د روان مصيبت نه دراوتلو او ديوه ازاد ، خپلواک ، سوله ايز ، امن نه ډک او په عدالت ولاړ افغانستان د جوړولو د پاره يو هيله ناک او په عقل برابر پلاتفورم ترتيب کړ او د افغان کشالې ټولې ښکېلو خواوو ته ئې د يو همه جانبه او افغانستان شموله مذاکرو ، شننو ، وړانديزونو او ديوه جامع تفاهم او توافق دحاصلولو د پاره تاريخي فرصت مهيا کړ ، چې افغانان بايد د خپل ديني ، ملي او انساني مسؤليت په اساس ددې چانس نه ګټه پورته کړي او زموږ د اولس روانې تراژيدي ته خاتمه ورکړي .
ددې توافق د برياليتوب د پاره د خارجي بعد چې د اشغالګرو قواوو د وتلو مهالوېش دئ تر څنګ په داخلي بعد کی اول قدم د بنديانو خلاصون دئ ، چې بايد اخستل شوئ وائ او د دوهم قدم دپاره چې بين الافغاني مذاکرات دي لاره هواره شوې وائ . مګر متاءسفانه د کابل د ادارې دځينو کړيو له لوري چې خپلې ناولی ګټې او ژوند د روان مصيبت او جنګ په دوام کې ويني او هنوز يې زړونه ددې اولس په ځورولو ، وژلو او ويني تويولو نه دي يخ شوي ،د خپل ذاتي او شيطاني عادت او طبيعت نه په پيروی ئې د غير مؤجه دلايلو او بانو له لارې ظاهراا خڼډونه جوړوي او د بنديانو د خلاصون پروسه غواړي ځنډمنه کړي ، تر څو خپل شوم هدف چې د قطر د توافق سبوتاژول ، د سولې پروسه ناکامول اود تپل شوی جنګ دوامداره کول دي تعقيب کړي . خپل منفور او نامشروع پوشالي قدرت د افغانانو د وينې تويولو په قیمت وساتي او په دې روش که وکولائ شي دحتمي مرګ د څپېړې نه خپل مخ وژغوري .

لاکن اوس اوبه تر ورخ تېرې شوې دي ، حالات بدل شوي او نور د دسيسو ، توطئو او غولوونو مرحلې تېرې شوي دي ، هم افغان اولس ، هم اشغالګران او هم د منطقې او جهان قدرتونه په افغانستان کې د جنګ او دهغی د بدمرغه نتايجو نه پوزې ته راغلي، حوصلې او امکانات يې ختم او ټول په دې خبره همنظره دي چې دې تپل شوي جنګ چې بې له څو بې ضميره جنګي جنايتکارانو او د انسانيت دښمنانو بل هيڅ چا ته ئې ګټه نه ده رسولې ، بايد نور خاتمه پيدا کړي .

د قطر توافقات چې د امريکا او طالبانو تر منځ ئې صورت ونيولو او د ملګرو ملتونو ، اروپايي ټولنې ، لويو قدرتونو لکه چين ،روسيه او د منطقې هېوادونو د تائيد او هر کلي سره مخامخ شو بايد په عمل کې پياده شي او دعملي کولو مسؤليت ئې هم دهمدې دواړو لوريو په غاړه دئ .
اوس ټول افغان اولس او جهانیان د امريکايانو او طالبانو نه د تړون د محتوياتو دعملي کولو انتظار لري او دا پوښتنه ترې کوي چې ايا په هغه څه چې توافق شوئ دواړه لوري يې ورته صادق او د اجرا کولو واک او قدرت ئې لري او که نه ؟
که لري يې بيا ولې نه‌عملي کيږي ؟

د طالبانو له لوري تړون ته وفاداري اوعملي ګامونه چې د بنديانو خلاصون دئ او د راتلونکو قدمونو اخستلو ته تياري دي محسوس دئ ، هم ئي د بنديانو د خلاصون د پاره او د راتلونکو بين الافغاني خبرو د پاره امادګي او صداقت ښودلئ دئ ، خو د امريکايانو له لوري اقدامات سست او څرک يې نه ښکاري ، چې دوه احتماله وجود لري :
۱- يا به امريکايان د عملي کولو توان او صلاحيت نه لري
۲-او يا به امريکايان دتړون عملي کیدو ته صداقت ،علاقه او عجله نه لري

که تيرو حوادثو ( د امريکا نظامي وحشيانه تجاوز ، اشغال او د يوې اجنتې ادارې نصبول ) ته وګورو د اول احتمال امکان ډېر کم او په نشت حساب دئ ، ځکه د اشغال په موده کې په ارګ او شاوخوا کې د افرادو او ډلو نصبول او عزل کول د کرزي نه نيولي تر غني پورې د امريکا په مستقيم دستور صورت نيولئ دئ او د راشن نه نيولې تر کفنه يې د خپلو اجيرانو مالي او خدماتي مصارف په غاړه اخستي دي او هیڅ داسې شخص او ډله چې د امريکا د امر ،منافعو او طبيعت سره په ټکر کې وي د پوشالي قدرت په چوکاټ کې د شرکت نه محروم او مداخلې ته ئې نه ده پرې ايښی ، يوازې خپل وفاداره عناصر او باڼډونه ئی تر خپل وزر لاندې ساتلي دي .
داسې شخص ،ډله ، سازمان او ګوند نشته چې د کابل د ادارې د پوزيسيون او اپوزيسيون په دايره‌کې د امريکا د فيصلې خلاف غږ پورته کړي او عملي اقدام وکوي . په دې اساس امريکايان د خپلې فيصلې او تړون د عملي کولو پوره واک او اختيار لري او په ارګ کې ناست چپړاسيان که څه هم د زړه د اخلاصه د بنديانو د خوشي کولو او افغان تراژيدي د ختمولو نيت او قصد نه لري ، خو د بادار امريکا د امر نه يوه ذره هم سرغړونه نه شي کولائ ،ځکه هېڅ غلام خپل استقلال د عمل نه لري او يوازې د خپل ولي نعمت دستورونه بايد پياده کړي .
نو که امريکا وغواړي د بنديانو د خلاصون پروسه به ډېر ژر د‌عمل جامه واغوندي او د بين الافغاني مذاکراتو د پاره به لاره هواره شي له دې کبله دا احتمال نفی او د کابل اجنته اداره دې ځانونه ووقي ووقي نه کوي ، چې په داسې مانورونو خپل ځان مستقل او د امريکا د فيصلې خلاف ودريږي .

د دوهم احتمال په هکله چې د امريکا د علاقې ، صداقت او عجلې نشتوالی دي بايد وويل شي چې د امريکايانوعلاقه او صداقت په بين المللی مسايلو کې فقط د خپلو منافعو په نظر کې نيولو په اساس دي او ددې منافعو د لاسته راوستلو له پاره هېڅ قيد او اصولو ته پابندي نه لري .
که د افغانستان شل کلنې غميزې او د امريکايانو اشغال ته اجمالي نظر واچوو ، امريکايانو دا تړون د خپلې خوښې او علاقې مطابق امضا نه کړ ، بلکې دا ئې مجبوريت و ، ځکه نور يې په افغانستان کې پاته کېدل او د اشغال دوام په ګټه نه دئ او نه ئې نور د تاوانونو ، ځاني او مالي خساراتو د درانه بار د وړلو وس لري . هر څومره چې دلته پاتې کيږي اقتصادي ملا ئې نوره هم ماتيږي ، اولادونه ئې قتليږي او بين المللی حيثيت ئې نور هم خيرنيږي .

امريکايانو دوه واره ( دشوروي اتحاد د يرغل او اشغال او د ۱۱سپتنبر د حادثی په راتلو )د افغانستان سره علاقه د خپلو غرضونو دپوره کولو دپاره چې د وارسا بلاک او سوسياليستي لاګر ماتول او پاشل وو او د ۱۱ سپتمبر نه د ورته جوړ شوي شرم پټولو او بايللي حيثيت د اعادې په منظور په افغانستان د نطامي تجاوز او اشغال وحشيانه عمل په تر سره کولو وښودله ، نور يې زموږ په ټول تاريخ کې د قوي روابطو ، پانګونې او د افغانستان د پرمختګ د پاره کومه توجه نه ده کړې او نه ورته مهم و ، ځکه دلته ئې هيڅ سياسي ، اقتصادي ، کلتوري او امنيتي مفادات نه ليدل .

امريکايان د جهاني امپرياليزم د سردار په حيث هغه ملکونه او مناطقو سره علايق ساتي ( که په زور وي ، يا په چل او دسيسو ) چې د انرژي او طبيعي موادو پرېمانه زېرمې او يا د خپلو رقيبانو سره د سيالۍ په ډګر کی ستراتيژيکي اهميت ولري . نو فقير ، په وچه کې ايسار او په غرونو پوښلي افغانستان به د دوی کوم درد ته دارو شي ؟ هنوز به يې د اوږو بار وي .
همدا وجهه وه چی د شوروي اتحاد دوتلو نه وروسته د سياسي -اقتصادي -امنيتي -اداري او ثقافتي نظره ړنګ او کنډواله بدل افغانستان په رغولو او د تنظيمي بانډونو چې د امريکا د پيسو او وسلو په زور په ځنکليانو بدل شوي وو په مهارولو او د هغوی د وحشت نه د افغان اولس د مصؤنیت او حفاظت په برخه کې ئې همکاري ونه کړه او افغان اولس ئې يوازې تنطيمي کفتارانو ته پرېښود ، ځکه خپل هدف ئې چې د شوروي اتحاد ړنګېدل وو په لاس راووړ ، نور ئې په افغانستان کې هېڅ ګټه نه وه .

اوس هم دوی خپل هدف چې د سپتمبر د ۱۱ د حادثی د جبران د پاره د يو فرضي دښمن پيدا کول او د خپل اولس او جهان نظر د خپلې بې کفایتۍ او کمظرفۍ نه بل لورته اړول وو زموږ په خوار او مظلوم اولس د وحشيانه نظامي تجاوز او اشغال په وسيله په لاس راووړ .
مګر امريکايانو د خپل دې هدف د لاسته راوستلو د پاره دا محاسبه نه وه کړې چې دا خوار ، فقير ، جنګ څپلی ، وږۍ او محتاج اولس به د دوی د پرمختللي جنګي ماشين ، پریمانه پيسو او تبليغاتي هیولا په مقابل کې دمقاومت او مبارزې توان او لياقت ولري او فکر يې کاوه چې د څو مياشتو او يا کال په موده کې به لکه په نورو هېوادونو کې خپل مزدوران حاکم او پوشالي اداره به نصب کړي ، د سپتمبر د ۱۱ د حادثی شوک به هېر شي . دوی به بېرته ستانه او خپل مزدوران به د واشنګتن نه اداره کوي. خو خبره اوږده شوه او په داسې بلا واوښتل چې پرتوګونه ئې په اوږو ور واچول .

په هر حال په کابل واک د امريکايانو سره دئ او دارګ والا کله ناکله هسې د مېډيا د خوشند د پاره دستوري وغږوي ، که نه د دکابل د ادارې سره نه واک شته او نه جرائت ، فقط د بنده بندګي ئې ده .
د بنديانو د خلاصون ځڼډېدل هم د امريکايانو پاليسي ده چې غواړي جنګ داخلي کړي او د بين الافغاني مذاکراتو د پروسې په معطل کولو سره خپلو مزدورانو ته ددوی د سياسي ژوند د اوږدېدو کاذبه روحيه ور کړي او خپلو نورو غلامانو ته په دنيا کې ظاهراا د خپلو اجنتانو سره د وفادارۍ اطمينان ورکړي . که نه په دی ټول پوهيږي چې ابۍ مړه کيږي او تبه يې شکيږي او د امريکا د وتلو سره به د تپل شوې ادارې جنازه هم خښيږي .

امريکا په افغانستان کې ډېر سخت تاريخي شکست وخوړ او د جهان او امريکا په تاريخ کې ئې يوه اوږده ، پر مصرفه او بې ګټې جګړه و بايلله نو ددې لوی شرم د پټولو اوتلافي د پاره :
۱- د طالب بنديانو د خلاصون د پاره عجله نه کوي ، ځکه د دوحې دتړون مطابق امريکايان د حملو او ځاني تلفاتو نه خلاص شول. ارامه په خپلو بارکونو او قشلو کې ناست دي او د افغان اولس د وژلو نه خوند اخلي ، ځکه د کامل وتلو د پاره کافي وخت لري ‌

۲- امريکا د خپلې د دواړو خواوو (طالبان او هم يې جنګي اجيران ) نه د خپلې ماتې انتقام اخلي .
الف - د طالبانو نه ددې وجهې چې د امريکا حيثيت او پرستيژ ئې په صفر کې ضرب کړ او د امريکا د جهاني بادارۍ ارمان يې خاورې کړ .
داچې طالبان د يوه ديني -ملي تشکل او خپلواکۍ غوښتنې د مبارزينو په مقام لرلو په جهان او منطقه کې مشهور او د اولسونو له لوري په رسميت وپېژندل شول .نو امريکايان د طالبانو دا بری نه شي هضم کولئ اوغواړي د داخلي جنګ په تشدید او دوام ئې خدشه دار او خيرن کړي .
همدا شان د اشغال تر پايه دطالبانو له لوري د جنګ مشروعيت او حقوقي اړخ يې د تپل شوې ادارې او د هغوی دشر او فساد په مقابل کې تر سوال لاندې راولي .
ب - په کابل کې ناستو خپلو مزدورانو او غلامانونه په دې خاطر انتقام اخلي چې د امريکا په ناکامۍ او ديوه ضد انساني څېرې په شکل په جهان کې رسوا کېدلو او په تاريخ کې ثبتېدلو کې دوی ( دکابل اداره ) دخپلو جنايتونو ، خيانتونو ، غلطو راپورونو ، اخلاقي او مالي فساد په کولو پوره وڼده واخستله . جګړه يې اوږده او مصارف يې زيات شول .

۳- د افغان وژنې په تداووم سره چې امريکايان به مستقيما برخه نه په کې لري خپل اولس او جهان ته دا ښودل غواړي چې افغانان د جنګ او وژلو معتاد دي او هغه بشري جنايتونه چې امريکايانو د اشغال په موده کې وکړل ، امريکايانو نه بلکې خپله افغانانو کړي دي تر څو ځان ته په دې طريقه د خپلو جنګي جنايتونو برائت حاصل کړي.

په دې حالت کې طالبان بايد د تړون د يوه لوري په حيث د امريکايانو نه وضاحت وغواړي چې د دوحې د موافقې چې دبندياتو ازادول ئې يوه ماده ده دعملي اجرا کولو صلاحيت لري او که نه ؟
که ئی لري نو بيا ولې ځڼډ په کې راولي او که نه يې لري بيا بې صلاحيته موافقه څه مانا لري ؟
همدا شان د کابل اداره هم که مستقله وي لکه چې لاپې يې وهي د امريکا نه پوښتنه وکړي ، چې بې د دوی د اجازې ، مشورې او خوښی ئې ولی په دې موضوع موافقه کړې ده ؟
او که مستقله نه وي بيا بې ځايه بانې او خڼډونه څه مفهوم لری بې له دينه چې د سولې مخالفت او د دوی جنګطلبانه ماهيت په ګوته کړي.

يوه خبره ښه واضح او يقين ده چې امريکايان او مؤتلفين يې نور تښتي او دا وطن او برخليک يې افغانانو ته پاته دئ ، چې د عقل په بنياد او د ملت دغوښتنو سره چې د يوه قوي اسلامي ، عادلانه ،مرکرزي او په اولسي بنياد ولاړ نظام برقرارول دي برابر عمل کوي او که د پخوا په شان د پرديو په اشاره د شخصي ، ګوندي او سازماني ګټو برتريت په ملي ارزښتونو او ګټو باندې د تاکيد کولو په دريځ د شر ،فساد ،وينې تويولو او جنګ له لاري روان مصيبت ته دوام ورکوي .
طالبانو د بنديانو د ازادولو ، دبين الافغاني خبرو د شروع کولو او ددې خبرو په ترڅ کی دعمومي اوربند د قائمولو او د يوه ملي تفاهم او توافق د لارې د افغانستان د برخليک ټاکلو د پاره خپله تياري ښودلې ده او عملي ګام يې هم اخستئ دئ ، چې په دې څو ورځو کې د ۶۰ نفرو بنديانو ازادول ئې ثبوت دئ . اوس مقابل لوري ته په کار دي چې د لجاجت او په پوشالي قدرت کی د پاته کيدلو د خيالونو نه صرفنظر وکړي او دزور له لارې يې د نسکورېدو فاجعه چې د ډيرو افغانانو د ژوند په قېمت به تمامه شي خودداري وکړي .
د بېچاره بنديانو په سر د چنو وهلو او بانو جوړولو له لارې د خپل غير مشروع نمايشي واک د ساتلو د پاره نور ددې مظلوم ملت په حق کې د جفا نه لاس واخلي .

هر څومره چې د دوحې د توافق مواد ژر عملي شي ، په همغه اندازه د افغانانو تلفات کميږي . که په لسو ورځو کې د توافق په اساس بنديان خلاص شوي وائ او همزمان بين الافغاني مذاکرات شروع شوي وائ ، دهغه سوونو افغانانو ژوند به چې د دواړو لوريو له لوري په دې موده کې تلف شول ژغورل شوئ و او په سلهاوو کورنۍ به د خپلو عزيزانو په غم نه وو اخته شوي .

اخري خبره داده چې بنديان به ازاديږي ، بين الافغاني مذاکرات به کيږي او د افغانستان د راتلونکي برخليک په هکله به فيصله کيږي او سوله به راځي ، بله هیڅ لاره نشته ، خو هغه اشخاص ،کړۍ او ډلې چې ددې جريان په مخ کی خنډونه جوړوي او دجنګ د اوږدېدو هڅی کوي ، جنګي جنايتکاران او ملي خايينان دي مخونه به يې تور او د ملت له لوري به که ژوندي وي که مړه محاکمه او مجازات کيږي .
والسلام