د ترکیی کنفرانس

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69249
فاروق أعظم
دخبریدو نیټه : 2021-03-19

 

امریکا د ملګرو ملتونو مؤسسې څخه غوښتي چی د سیمی د شپږو هیوادونو په مرسته تلاښ وکړي چی د افغانستان د قضیی لپاره عاجل یو سیاسی حل پیدا کړي او په دغه باره کی راتلونکی غونډه ژر په ترکیه کی وسي. شپږ هیوادونه، هند او پاکستان، ایران او ترکیه، روسیه او چین دي چی د امریکا په شمول به د افغانانو (دولت او طالبان) سره خبري کوي او په ګډه به یو حل راباسي. دلته څو خبري د غور دي:

په دوحة کی امریکایان د طالبانو سره یونیم کال په خبرو لګیا وه چی بالآخره یوې نتیجی ته ورسیدل او په ۲۹ فبروري ۲۰۲۰م کی دواړو د سولی تړون لاسلیک کړ. دغه تړون ته پراخ نړیوال حیثیت ورکول سو، تر دې چی د لاسلیک په وختکی د نړۍ د ډیرو هیوادونو خارجه وزیران او نمایندګاه ناست وه. نوموړی تړون د ملګرو ملتونو د مؤسسی د امنیت شوری لخوا هم تائید سو چی نړیوال حیثیت او ضمانت یی پیدا کړ. د افغانستان حکومت هم دغه تړون ومانه. 

د دوحة تړون د ټولو کمزوریو سره څو ګټي درلودې:

(۱)   تړون داسی جوړ سو چی درې سره اړخونو (امریکا، طالبان، افغان حکومت) د تاوان په نسبت ګټه ډیره پګښی کړیده. 

(۲)   د امریکا او طالبانو د خبرو په جریان کی زموږ ګاونډیانو حضور نه درلود. دا یو غنیمت فرصت وو چی دواړو خواؤ آزاد خپل د زړه خبري یو او بل ته د غمازانو له حضور پرته کولای سو. له دغسی مهمو خبرو د ګاونډیانو منع کول یوازی د امریکا په وس وو. 

(۳)   په دوحة کی د طالبانو او حکومت ترمنځ خبري د امریکا په ملاتړ او منځګړیتوب کیدې. دلته بیا ګاونډیانو حضور نه درلود چی د امریکا او افغانانو لپاره یو ښه فرصت وو. خو له دې فرصته سمه ګټه وانخیسته سوه. د افغانانو په دواړو خواؤ کی دا تومنه نه وه چی له فرصته پوره ګټه واخلي. یو کال په مختلفو بهانو وخت ضائع سو او پړه یی امریکا پر دواړو افغانی اړخونو واچول. دلته امریکا هم چی هرڅه یی په کنترول کی وه، هغه کردار اداء نکړ کوم چی ورته په کار وو او لوی علت یی دا وو چی په امریکا کی اداره بدله سوه. ډونالډ ترمپ غوښته چی په افغانستان کی د امریکا اوږد او بایلونکی جنګ ختم کړي او په امریکا کی دننه یی د هر هغه چا په زغرده مخالفت وکړ چی ددغه جنګ دوام یی غوښت. خو په امریکا کی جنګ غوښتونکی او د بایډن حکومت په افغانستان کی په ټیټه سطحه د جنګ دوام غواړي. دوی دلته د جنګی ماشین په شکل خپل استخباراتی حضور او له افغانستان څخه مرکزي ایشیا ته سرخوږی ضرورت لري. دغه سبب دی چی د بایډن حکومت د دوحة لار چی مکمل د امریکا په کنترول کی وه پریښوده او بیرته یی د ۲۰۰۱م د بون د کنفرانس په شان موضوع د افغانستان ګاونډیانو ته محول کړه چی هغوی امریکا ته ووایی چی ژر مه وزه او دا هغه څه دي چی امریکا او افغان حکومت یی غواړي. امریکا اوس زموږ ګاونډیانو ته وایی چی افغانستان ته په ۲۰۰۱م کی ستاسي په همکارۍ راغلم او چی وزم هم ستاسی په مشوره وزم. په دې ډول امریکا زموږ سرنوشت بیا زموږ ګاونډیانو ته په لاس ورکوي چی په اعتماد کی یی واخلي او خپل نوی پلان مخته بوزي. 

پخوا به افغان دولت او ځینو سیاسیونو ویل چی د امریکا حضور ددی لپاره غواړو چی د ګاونډیانو له مداخلی مو وساتی؛ خو دادی امریکا د سولی پرمختللی پروسه چی تر ډیره په قطر کی د افغانی دوو ډلو په لاس کی وه، پریښوده او ګاونډیانو ته یی په لاس ورکړه. اوس ښایي هیڅ یو وطندوست افغان ونه ویلای سي چی په افغانستان کی د امریکا حضور زموږ په ګټه دی؛ خو ګاونډیان ډیر خوښ دي چی امریکا زموږ سرنوشت دوی ته په لاس ورکوي. څرنګه چی له یوې خوا زموږ ګاونډیان په سیمه کی متضادي ګټي لري او د افغانستان په مورد کی خپلی ګټی نه سی همږغي کولای، او له بلي خوا جنګ ډیر اوږد سو، نو مجبور دي چی اوس یو مؤقتی حل ولټوي؛ خو تر کنترول لاندی جنګ به ادامه پیدا کړي چی د افغانانو په ګټه نه دی. 

د افغانستان په باره کی د بون په ډول کنفرانس که هغه په ترکیه کی وي او یا بل ځای، تر پخوا ډیر ناکام دی. په بون ۲۰۰۱م کی څو ګروپه افغانان شامل وه چی ټولو پخپل منځکی تفاهم درلود؛ هلته مخالف څوک نه وو. خو اوس به د ښمنان (افغان حکومت او طالبان) سره کښیني. دوهم داچی هغه وخت امریکا په ډیر شوق او قوت افغانستان ته راغله او ټوله دنیا یی د ځان ملګرې کړیوه. خو اوس مات زړه له افغانستانه وزي. چی دا ټول عوامل راتلونکی کنفرانس مطلوبی کامیابۍ ته نه پریږدي.   

د ملګرو ملتونو موسسه یو اداره ده چی لوی طاقتونه خپل اهداف د هغی تر پردې لاندی مخته بیایي. په تیر شل کاله کی دغه  مؤسسه په افغانستان کی د امریکا د سیاست پیرو وه. اوس امریکا د افغانستان موضوع د ملل متحد ډنډ ته واچول چی د سیمی او نړۍ هر کوچنی او غټ طاقت به خپل د وس سره سم ماهیان پکی نیسي. هند او پاکستان، ترکیه او ایران، روس او امریکا، هند و چین و امریکا به څنګه په افغانستان کی خپل ګټي داسی همږغي کړي چی د افغانانو په ګټه وي؟

په افغانستان کی د امریکا حضور زموږ ګاونډیانو ته لاندي ګټي لري:

امریکا او ملګرو یی په افغانستان کی تر یونیم سل زره زیات فوجونه درلودل. نور هغومره زیات فوج دلته نه سی ساتلای. اوس دلته محدود نظامی حضور غواړي. ایران په افغانستان کی د امریکا دغه محدود نظامی حضور پخپله ګټه ګڼي. د امریکا د حضور له برکته ایران په افغانستان کی اوس بی سابقه نفوذ لري او په حکومت کی غوښنه برخه ددوی ده. پردغه سربیره ایران په افغانستان کی د خپل همکارۍ په بدل کی له امریکا څخه په عراق، سوریه، یمن، لبنان او نورو ځایو کی امتیازات اخیستلای سي. 

په افغانستان کی د امریکا حضور د پاکستان ډیر په ګټه دی. د پاکستان فوج د امریکا پر مرستو متکی دی. پنځوس کاله پخوا چی په افغانستان کی هیڅ جنګ نه وو، امریکا په پاکستان کی وه. هغه وخت حکومت د ولس ترفشار لاندی وو او د حکومت مشروعیت یی تر سؤال لاندي راوؤست. خو په افغانستان کی د امریکا اوسني جنګ پاکستان ته ډیر امتیازات ورکړیدي، نسبت هغه ته چی امریکا په پاکستان کی نظامی حضور درلود. څومره چی امریکا په افغانستان کی وي، هغومره پاکستان ته په لوجستیکی او سیاسی لحاظ اړه ده. 

په افغانستان کی د امریکا محدود حضور د هند په ګټه دی. دلته د امریکا حضور د چین تحرکات څاري او په منځنی ایشیا کی یی نفوذ محدودوي چی د هند په ګټه دی. خو دومره ډیر حضور یی هم نه غواړي چی  (۱) پاکستان ته په لوجستیکی لحاظ ډیر اړ وي او (۲) چین او روس د امریکا په مقابل کی جدی عکس العمل وښيي او هغه وتلو ته اړه کړي.

په افغانستان کی د امریکا محدود حضور د روسانو په ګټه دی. په افغانستان کی تشنج د مرکزي ایشیا جمهوریتونه ناآرامه کوي او د روس غیږي ته یی اچوي. په افغانستان کی د امریکا نظامی حضور روسانو ته ښه پلمه په لاس ورکوي چی خپلی پښی په مرکزي ایشیا کی ټینګی کړي. روسان د مرکزي ایشیا د حکومتونو دغسي ویرولو ته ضرورت لري. 

نتیجه: د سولي هر کنفرانس ته افغانان باید ولاړ سي او فرصت له لاسه ورنه کړي. دا جنګ امریکا زموږ د ګاونډیانو په مرسته پر موږ تپلی دی. اوس چی یی امریکا زموږ د ګاونډیانو په مرسته ختموي، موږ یی باید استقبال کړو او ورته ووایو چی ډیر ښه؛ مهربانی وکړئ؛ موږ مو ملګري یو. خو موږ افغانانو ته په کار دی چی سد سرته ورولو او باور وکړو چی هرخارجی که څه هم د دوست په جامه وي، پخپلو ګټو پسی ګرځي. راځئ یوبل په غیږ کی سره ونیسو او پر یوه خبره ټول اتفاق وکړو چی امریکا باید له افغانستانه ووزي. ترڅو امریکا په افغانستان کی وي، په موږ کی به د ګاونډیانو مداخلی روانی وي، امن به نه وي او یو سم ملی حکومت به نه جوړیږي په کوم کی چی د دواړه تجاوزونو رویباران نه وي. موږ په زرو کاله دلته اوسیدلی یو، چا نه یو خوړلي. موږ هغه وخت خوار سو چی یو لوی طاقت له بلی خوا راسی او موږ ګاونډیانو ته راغوزار کړي. خو یوه خبره باید په یاد ولرو چی له ګاونډيانو چاره نسته. یو ډیر کمزور ګاونډی ته هم باید دروند وکتل سي او په مقابل احترام ګذاره ورسره وسي. همداراز، څرنګه چی موږ د نړیوال کلی یو کور یو، نو د نړیوالو سره حسن تفاهم زموږ اهم ضرورت دی. د یو دغسی افغانستان د جوړیدو لپاره باید موږ یوه معقوله طرحه وړاندي او د هغه د تطبیق لپاره یو ملی قیادت رامنځته کړو.

 

۱۶ مارچ ۲۰۲۱م