(۱۲ قوس ۱۴۰۰)
د افغانستان د صلحي د پروسې ډارپ سین: ملګري وایي چي دا فلمونه ډیر په خواري سره جوړیږي. ډیر خلګ پکښي اخته وي. موږ چي تیار سوي فلمونه ګورو نو فقط هغه خلګ د فلم برخه راته ښکاري چي تمثیل کوي. عامیانه فکر لرونکي خلګ د فلمونو پر واقعاتو خبري کوي. فلاني داسي وکړل. هغه فلانی داسي سو. ځیني چي بیا تر دوئ څه زیات پوه او د لوړ عمر نندارچیان وي هغه بیا لږ په لوړه سویه خبري پر کوي. فلاني ښه اکټ وکړ. د فلم هلک د دې رول وړتیا نه لرل. فلاني ته یې ډیر خراب رول ورکړی وو او داسي نور. هغه خلګ چي بیا د فلمونو په صنعت کي کار کوي یا لا ژور داخلي معلومات لري، دوئ بیا وایي چي د فلم اصلي خلګ ډایریکټران، پروډیوسران، سپانسران او یو شمیر متخصصین وي چي د فلم پر پرده نه ښکاره کیږي خو د فلم په جوړیدو کي یې اساسي ونډه لرلې وي. څوک سکریپټونه لیکي، څوک بیا د فلم د هلک په جامو کي یو لړ خطرناکه افعال سرته رسوي، فلاني تجارتي شرکت پانګونه پکښي وکړل، د فلانۍ کمپنۍ نوی ماډل موټر پکښي وچلول سو او داسي نور او نور. د یوه فلم د کامیابه کولو لپاره هم یو لړ خاصو مهارتونو ته اړتیا ده. یو قوي فلم هغه وي چي یو قوي پیلوزی ولري چي د هغه فلم د پیل منظره یا واقعه تشکیلوي. دا د فلم د پیل منظره ده چي نندارچي دې ته اړ ایستلای سي چي فلم تر پایه پوري تعقیب کړي او دا فلم څو څو ځله وګوري. او تر پیلوزي څخه وروسته دوهم مهم عنصر د هغه د پای منظره ده چي په انګلیسي کي ډراپ سین ورته وایي. که چیري د یوه فلم ډراپ سین داسي وي چي د نندارچي احساسات راویښ کړي او یا د خوشحالي احساس ورسره پریږدي نو بیا نندارچي دې ته اماده کیږي چي د اړوندو تمثیل کونکو یا پروډیوسرانو نورو فلمونو کتلو ته هم زړه ښه کړي. کله چي د افغانستان د صلحي خبري پیل سوې، باوجود له دې چي د اکثریتو افغانانو او یو شمیرامریکایانو خواهش داغه وو چي دا بدمرغه جګړه پای ته ورسیږي. البته خلګ ډیر ورته خوشبین نه وه. ډیرو به ویل چي زړه ته مي نه لویږي چي پکۍ ورا دي راغله. هغه خلګو چي خپل د وجود اعضاء او نیژدې خپلوان په روانه جګړه کي بایللي وه یا یې ستر اقتصادي زیانونه لیدلي وه، هغوئ به داغه ویل چي زما تر سر سوه تیره خدای دي نه کړي دا نابوده دنیا ډیره. هغه خلګ چي د معتدل فکر خاوندان وه او د قطر د حکومت درنو مصارفو، د نړۍ د دولتونو سترو چارواکو علایقو او هڅو ته کتل هغوئ دغومره خوشبیني لرل چي د صلحي پروسه که ډرامه هم وي نو حد اقل یا حتماً به یو جالبه ډراپ سین ولري. تنها که د خلیلزاد سفرونو ته حساب وکړو نو دومره مصارف پر راغلي چي که هغه اندازه پیسې و یوه اوسط افغان ته ورسیږي نو اووه نسله یې د عیش و نوش ژوند پر تیرولای سي، پرته له دې چي کوم کار یا کسب وکړي. په ټوله نړۍ کي هیڅ یو زبر ځواک د افغانستان د صلحي مخالفه نه وو. هر یوه داغه ویل چي زه تر ټولو ډیر د صلحي ملاتړی یم. په داخل کي هم یو ټوپکسالار، جنایتکار، د بهرني استخباراتي ادارې جاسوس په خوله نه ویل چي زه د صلحي ضد یم. خو بیا هم عام افغانان څه پوهیدل او څه خبریدل چي د ښکیلو هیوادونو او د افغنستان د متحاربو ډلو ځیني جګپوړي چارواکي په صلحه کي خاشې ماتوي. کله چي ډونلډ ټرمپ د ملا عبدالغني برادر سره د صلحي تړون لاسلیک کړ. دا خبره تثبیت سول چي لږ تر لږه د امریکایانو سره جګړه پای ته ورسیدل. دا شپږ میاشتي به هر څومره پښتانه قتل کړي، د هغه وروسته به که جګړه بشپړ ختمه نه سي نو کم از کم د برابري دا خو به سي. د دې پنجشیریانو، تاجکانو، ازبکانو او هزاره ګانو سره به زاړه حسابونه برابر کړو. دا خبره هم د عامو خلګو د توقع څخه بهر وه چي د امریکایانو د وتلو وروسته په میدان کي پاته خلګ به د جګړې تمدید ته زړه ښه کوي، ځکه چي طالبانو پر نورو ټولو ډلو بشپړ برلاسی لاره. د عوامو تصور داغه وو چي روانه بدامني د جمیعت، شورا نظار، جنبش او حزب وحدت د جنګسالارانو د اقتدار او ثروت نه تسکینیدونکي لوږي له سببه ده. کله چي هغوئ جګړه په خپل ضرر وویني نو صلحي ته به زړه ښه کړي. د حالاتو عادي کیدل د هر چا په ګټه وه. چا چي چور کړی وو، هغه هم د قانون په حاکمیت ځکه خوشحاله وو چي خپله چور کړې شتمني یې ساتلای سوای. څوک کي د چور شوقیان نه وه، هغوئ په صلحه ځکه خوشحاله وه چي د خواریو او کوښښونو ښه اجوره به تیر تاوانونه ورته جبران کړي. هغه چي په راتلونکي کي د چور د لاري خپله او د خپل آل و اولاد آینده ورسمول غواړي هغه به د جګړې د دوام لپاره ځکه ډیري هلي ځلي ونه کړي چي لټان دي. په دې خبره دیر لږ خلګ پوهیدل چي د صلحي د پروسې د علني جریاناتو تر څنګ یو شمیر موازي جریانات فعاله دي چي دا پروسه د پردې د شا څخه داسي څاري او اداره کوي یې چي عام نندارچیان په خبر نه سي. هغه لږ خلګ چي په دې جریاناتو خبر وه، هغوئ په دې فکر کي وه چي د جګړې ثمره څټونکي شکرخواره به و دې ډرامې ته څنګه د پای ټکی ایږدي، چي خلګ هم مطمئین سي او صلحه هم رانه سي او داسي یو معادل شی خلګو ته ورکړل سي چي د صلحي په عوض یې خلګ قبول کړي. وایي چي چینایان د پلاسټک څخه شیدې او وریجي جوړوي چي په پخیدو او خوړو کي د اصلي وریجو او شیدو په څیر دي. یواځینی توپیر یې دا دی چي د وجود لپاره غذایي ارزښت نلري. چي څوک یې وخوري په مرور د زمان سره به مړ سي. که څه هم داعش، ځانمرګي، هدفي وژني، فاسد چارواکي په رسمیاتو کي د هیڅ چا نه وه خوښ خو په غیر رسمي چوکاټ کي یې شایقین درلودله. که څه هم په ښکاره هیڅ څوک په کندهار کي دا نه وایي چي زما شراب خوښ دي، لاکن دا اوولس و اتلس د شرابو مخفي کارخانې د چا لپاره وطني شراب جوړوي؟ یو بوتل د شرابو د کندهار څخه بل هیواد ته خو پریږده، بل ولایت ته لا نه دی تللی. د ډیرو طالب پلوه افغانانو زړه درد کوي چي ۲۰ کاله مو قربانۍ هم ورکړې، شهیدان، زخمیان اسیران، مهاجرتونه، بندونه مو وګالل. آخر چي اشرف غني مافیا وبهرنیان ولاړل اوس هم ځامرګي راباندي کیږي، چاودني کیږي او اوس هم پر خپلو چارواکو هیڅ قدرت نلرو. اوس هم زموږ پر مالیاتو زموږ عامه خدماتي زیربناوي نه رغول کیږي. اوس هم بېکاري ده او د ناقصو سیاسي پالیسیو له سببه مو تجاران او صنعتونه تاواني دي. پخوا وزارت دفاع او وزارت داخله د پسونو د غلو په لاس کي وه اوس د چرګانو غله پر واکمن سول. یعني د بارانه راولاړ سوو او د ناوې لاندي کښینستلو. دا چي ولي داسي وسول، په دې پوهیدلو لپاره لازمه ده چي د ټولي نړۍ د بشري ټولني په پارازټونو پوه سو. کله چي ماشوم د ښه خوراک باوجود ډنګر او خوارځواکی پاتیږي نو موږ وایو چي شاید چینجی ولري؟ نو لمړی د چنجیانو دوا ورکوو، وروسته بیا ښه خواړه ورشروع کوو. او د چینجي د نوعیت د معلومولو لپاره ماشوم ډاکټر ته بیایو. هغه د غایطه موادو معینات ورکوي. په لابراتوار کي د غایطه موادو ټیسټ کیږي، بیا نو معلومیږي چي ماشوم څه ډول چینجی لري چي ایا د کډودانې چینجی دی، اسکاریس دی او یا کوم بل شی. د تشخیص وروسته بیا ډاکټر دوا ورکوي. کله چي والدین ماشوم ته دوا ورکړي نو بیا ماشوم صحتیابه کیږي. دا چي ښه خډل خډل انقلابونه په افغانستان کي راغلل او بیا هم زموږ ټولنه د ودي او پرمختګ پر لاره نه سوه سمه. طبعي خبره ده چي زموږ ټولنه یو شمیر پارازیټونه لري، چي تشخیص او تداوي ته یې اړتیا سته. او دا د صلحي پروسه زموږ د ټولنیز مرض تداوي نه وه بلکه لابراتوار ټیسټ وو چي زموږ د مرض علتونه یې روښانه کړل. زموږ مخلص سیاسیون او مذهبیون زموږ د ټولنیزو امراضو معالجین دي چي د تشخیص وروسته یوه موثره نسخه راته وفرمایي او موږ ټوله په ګډه د خپلي مرضمني ټولني علاج وکړو.
کورونا ویروس که حجروي پارازیټ: د ۱۳۹۸ کال د دلوي وروستۍ ورځي وې او که د حوت لمړنۍ ورځي و شپې وې چي په خبري رسنیو کي د چین په ووهان ښار کي د انسانانو د مرموزو مړینو خبرونه د ځینو خبریالانو لخوا په غیر قانوني ډول خپاره سول. بیا د ځینو هغو خبریالانو د مړیني مو هم واورېدل چي دا خبرونه یې خپاره کړي وه. بیا چین حکومت هم ومنل چي د کورونا د ډول یو ویروس د دې مړینو موجب دی. خلګو ډول ډول خبري کولې. چا ویل چي دا تش تبلیغات دي. چا څه ویل او چا څه..... آخر چي د ثور میاشت رانوې کیدل، ویروس تر افغانستانه هم راورسیدی. هغو چي نه منی، په دیده سترګو یې ولیدل چي عادي زکام به خلګ راچپه کول او وژل به یې. هغه مشرانو چي د اوبا د مرض قصې راته کړي وې، کوم تصوراتي تصویرونه چي یې زموږ په اذهانو کي جوړ کړي وه، هغه ته ورته مناظر مو په دیده سترګو لیدل. آخر موږ هم سر سره وګروی چي ولا دا کرونا یا کوئیډ -۱۹ په نامه خو رښتیا هم یو شی سته، ځکه چي هغه دی فلانی اکا یې وواژه، فلانی ځني پر بستر پریوتی حتی چي آفت شخصاً زموږ تر لوړ حضوره راورسیدی او د فرض روژې په غرمو کي یې غوړي غوړي د پسه ښورواوي راباندي نوشجان کړې. د ځانه سره مو وویل چي راسه خانه دا ویروس باید وپیژنې. دا هم یو مهم شی دی، نو څه چي دومره وړوکی دی چي په سترګو نه لیدل کیږي. څه د ډاکټرانو څخه پوښتني کړي، څه د بیولوژي کتابونه پسي کتلي؛ دغومره خبر سوو چي دا یو ډیر وړوکی موجود دی چي د ژوندیتوب یوازینی سرټیفیکیټ یې پروټیني پوښ دی چي د رایبونیوکلیک اسیډ (آر این اې) یو واحد ځنځیر لري. پر دې ځنځیر یو پروټیني پوښ راتاو سوی وي او دا پوښ په خپله سطحه میخ ته ورته زخي لري چي اصلاً د انزایمونو او آر این اې د ترزیق پچکاریاني دي. په سترګو نه معلومیږي، په مایکروسکوپ هم نه معلومیږي؛ یوازي په ایلیکټرون مایکروسکوپ باندي یې یو مبهم عکس کتلای سو. د ساینسپوهانو په نظر دا د ژوندي مادیت او غیر ژوندي مادیت تر منځ یو برزخي جسم دی. ځیني خواص یې د غیر ژوندي موجود دي لکه بلورین حالت غوره کول چي د ځینو عناصرو او مرکباتو خاصیت دی. دا چي تکثیر کوي، پروټیني پوښ لري او د تکثیر لپاره هلي ځلي کوي، دا یې د ژوندي موجود خاصیت دی. خپله غذا نه سي جوړولای نو ځکه د ژوندویو حجراتو څخه غذا غلا کوي. پر ژوندیو حجراتو باندي برید یې هم یوه جالبه طریقه لري. لکه بحري مینونه پر خپله سطحه زخي لري. چي کله د دغو زخو څخه یوه یې د یوې ژوندۍ حجرې سره په تماس کي راسي، د حجرې دیوال سوری کوي او خپل رایبو نیوکلیک اسیډ خنځیر و حجروي چاپیریال ته (لکه ناقانونه کډوال) ورپیچکاري کوي. د پروټین پوښ د باندي پاته کیږي لکه مار چي پوست واچوي. په پرمختللو حجراتو کي رایبو نیوکلیک اسیډ (آر این اې) هغه ماده ده چي د ارثي اوصافو (پروټینونو) شفر لورنکي مادې یعني ډی اوکسي رایبونیوکلیک اسیډ (یا ډي این اې چي د یوې حجرې په هسته کي موجوده وي) څخه پروټین د جوړښت شفر ثبتوي او بیا د حجرې په چاپیریال (سایټوپلازم) کي د ځینو عضویو (organelles) په مرسته د حجروي فعالیتونو لپاره اړین پروټینونه جوړوي. دا پروټینونه بیا د ژوندۍ حجرې د ژوند د فعالیتونو لپاره اړین خدمات اجراء کوي. په ساده حجراتو لکه بکټریا کي بیا داغه ار این اې د ارثي انتقال مادې رول هم لوبوي چي خپله تکثیر کوي د یوې څخه دوه کیږي او حجره هم ورسره یوځای تجزیه کیږي. دا چي ویروس هم پروټیني پوښ لري او ارثي ماده یې آر این اې ده نو ځکه ویروسونه اکثره د تکثیر لپاره پر بکټریاوو باندي بریدونه کوي. پرمختللي حجرات د ویروس د نفوذ په مقابل کي شاید قوي دفاع ونه لري خو حجروي هستې او ډي این اې ته د ویروسي آر این اې نفوذ څه ګران کار دی. اوبل منسجم حجرات چي د یوه ژوندي موجود جسم تشکیلوي هغوئ د ویروس په مقابل کي ډیر موثره دفاعي سیسټمونه جوړوي. حتی ځیني حجرات خاص د دې لپاره وي چي مشکوک پروټینونه او ارثيت انتقالونکي ځنیځیرونه د وجود په چاپیریال کي د بینه یوسي. د حجرې په داخل کي داسي عضویې (د حجرې په داخل کي د بدني عضوې دنده اجراء کونکي ساختارونه) سته چي د پروټین د ساختمان یوازي د یو مشخص ساختماني واحد سره وصل وي او د رایبو نیوکلیک اسیډ د شفرونو د ځینځیر پر یوې مشخصي حلقې باندي د نصب ځای لري. کله چي دا عضویې د کوم رایبونیوکلیک اسیډ د ځنخیر سره مخ سي نو د خپلي مشخصي حلقې سره وصلیږي او خپل اړوند پروټیني واحد ورسره وصلوي، همداسي د هري حلقې سره په اتوماتیک ډول سره عضویې راځي او اړوند د پروټین ساختماني واحد چي اماینو اسیډ نومیږي ورسره وصلوي تر څو د پرټین بشپړ مالیکیول تکمیل سي. د ویروس رایبو نیوکلیک اسیډ چي کله بیکټریایي حجرې ته دا خل سي لمړی دا هڅه کوي چي د حجرې خپله واقعي آر این اې د بینه یوسي څو د حجرې تغذیوي چاپیریال باندي بشپړ حاکمیت پیدا کړي. کله چي په دې کار ونه توانیږي نو بیا دا ویروسي آر این اې تړانګه د بکټریایي حجرې د آر این اې حلقې ته ځان داخلوي او د هغه د یوې برخي په توګه عادي فعالیت اجراء کوي (ساینسپوهانو دا خاصیت ډیر پخوا کشف کړی وو او د ډیرو عضوي موادو د تولید لپاره د دې پدیدې څخه ګټه پورته کوي. پخوا ځیني دواوي او اوس حتی د غوښي د کتلې د تولید بریالۍ تجربې تر سره سوي دي). دا ویروسي آر این اې تل تر تله د حجرې لپاره داسي بېضرره نه پاتیږي. کله چي بکټریایي حجره تکثر کوي او نوي حجرات مابین ته راسي نو هلته په ځوانه حجره کي چي هر څه د ضعف او تجزیې په حالت کي وي، دا ویروسي تړانګه د حلقې څخه بیلیږي. حجروي آر این اې دبینه وړي او خپل ویروسي وجود د تاسیس لپاره حجروي مواد پر ځان راغونډوي (لکه د اشرف غني کابینې چي په خپلو اواخرو کي خودسرانه مقررئ پیل کړي وې). دا چي ویروسي ار این اې په څه ډول د حجرې داخلي چاپیریال ته نفوذ کوي یو تخصصي بحث دی. ځیني ساینسپوهان په دې عقیده دي چي ویروس په خپل پروټین پوښ کي داسي زخي لري چي د ژوندۍ حجرې د ځینو زخو سره د وصال قابلیت لري چي دا وصال د قلف و کیلي د وصال په شان د حجرې په دیوال کي د بندو دروازو د خلاصولو خاصیت لري. کله چي د ویروس زخه د حجرې د زخي سره وصل سي نو دا دروازه خلاصیږي او د ویروس آر این اې حجروي چاپیریال ته داخلیږي (خلص دا چي ویروس ورته وایي چي خپل یم دروازه راخلاصه کړه). او دا چي ویروسي آر این اې څنګه حجروي آر این اې د بینه وړي، دا هم یو تخصصي بحث دی او په اړه یې تر ډیره حده تشي فرضیې موجودي دي. کله چي په یوه حجره کي ویروسي آر این اې حاکمه سي او د ځوانو ویروسونو د تولید پدیده پیل کړي، نهایي عواقب یې د حجرې لپاره مرګوني وي (داسي لکه د پاکستان د آی ایس آی ټوله رهبري کي چي د هند جاسوسان په لاس کي واخلي نو کله د کارګل غمیزه، کله د لال مسجد غمیزه، کله د بینظیري و بګټي د قتل غمیزه او کله هم د وزیرستانیانو د قتل عام غمیزي پیښیږي) . د نوو ویروسونو د تولید په پروسه کي یو ډول زهرجن مواد (ټوکسین) هم تولیدیږي چي د حجروې مایعاتو او د حجروي دیوال منحل کولای سي. پایله یې د حجرې انفجار وي چي په چاپیریال کي نوي ویروسونه د ټوکسین سره یوځای ازادیږي. ټوکسین د چاپیریال حجراتو ته تخریب رسوي او ځوان ویروسونه د خپل تکثر لپاره پر دې نورو حجراتو بریدونه کوي. او دا پدیده تر هغه وخته ادامه پیدا کوي تر څو چي نور حجرات پاته نه سي یا د چاپیریال شرایط د ویروسونو لپاره ناسازګاره سي او یا د وجود دفاعي عکس العملونه دا ویروسونه په چاپیریال کي دبینه یوسي. ویروس په پرمختللو حجراتو کي هم تقریباً ورته خط سیر لري.
ملګري به وایي چي دا څه د دولسم صنف د بیولوجي درس دي راته شورع کړی دی، خو حقیقت دا دی چي د بشري ټولني د مرموزو پدیدو په څیړنه کي بیولوژي زموږ سره ډیره مرسته کوي. که د یوې ژوندۍ حجرې چاپیریال د یوه هیواد سره مشابه کړو او د حجرې هسته د هیواد د پلازمیني سره، ډي این اې د یوه هیواد د مقننه قوې څخه تمثیل کړو، آر این اې د هیواد د قضایه قوې سره مشابه وبولو او عضویې (organelles) د یوه هیواد د اجرائیه قوې سره تشابه ورکړو او حجروي چاپیریال د هیواد د خصوصي سیکټور (ولس) سره ورته وبولو.......... د ویروس لپاره به د ټولني کومه طبقه د مقایسې لپاره مناسبه راته ښکاره سي؟ له شکه پرته په دې چاپیریال کي موجود ټول هغه عناصر چي د ځایي او نړیوالو انحصاري سازمانونو لپاره کار کوي کوم چي دا د غیر رسمي او نامشروع د قومندې د ځنځیرونو د لاري اداره کیدونکي عناصر د ملتونو مقننه، قضایه او اجرائیه قواوي ته داخلوي، د ملتونو سرنوشت په خپل لاس کي اخلي او د ملتونو عواید زبیښي. دوئ نه یوازي د ملتونو د عوایدو د زبېښاک د لاري د ټولنیزو طبقاتو تر منځ د ثروت د متوازني توزیع چینلونه تخریبوي (چي د غربت د رامنځته کیدو باعث ګرزي)، بلکه د خپلو سازماني بې معنا اهدافو لپاره د یوې ټولني د وګړو شخصي او ټولنیز حقوق هم تر پښو لاندي کوي. لکه ویروس چي د حجرې پارازیټ (طفیلي) دی. همداسي د غټو ژوندي موجوداتو لپاره هم غټ پارازیټونه (طفیلیان) سته لکه د حیواناتو په حلقونو کي جوري، د کلمو چینجیان، امیبونه او داسي نور. دا چي د ویروس پرازیټي فعالیتونو ډیري پروسې د مایکروسکوپیک (وړکتوب) خاصیت په اساس د انسان تر مشاهدې لاندي نه سي نیول کیدلای، د پارازیټي فعالیت ډیر اوصاف په کثیرالحجروي پارازیټونو کي په ښه توګه مطالعه کیدای سي. ټول طفیلیان دا خاصیت لري چي د ژوندي موجود د یوې عضوي په ډول ځان تمثیلوي خو تل یې د وجود د اعضاوو څخه توپیر دا وي چي د ژوندي وجود اصلي اعضاء د هغه ژوندي وجود د ټولنیز ژوند برخه وي. هغوئ تل تر تله خپل عادي فعالیتونه په بشپړ صداقت ځکه اجراء کوي چي د هغوئ فردي ژوند د وجود د ټولنیز ژوند سره تړلی وي. کله چي دا وجود د بینه ځي نو اعضاء یې هم د مرګ سره مخامخ کیږي. او یو پارازیټ یا طفیلي د یوه نابللي متشبث میلمه حیثیت لري. د یوه داسي سپینسترګي میلمه په څیر چي د تش الو په شفتالو د یوې کورنۍ د غړیتوب یوه کاذبه قباله جوړوي، د هغه په مټ د کورنۍ د اعضاوو سره ګډ ژوند کوي. په کور کي موجود دورځنیو اړتیاوو توکو له غذا، کالي، خونو او تشنابونو څخه په اصراف استفاده کي د کورنۍ د اصلي وګړو سره رقابت کوي خو د مسئولیت منلو ظرفیت او د عوایدو په لوړوالي کي یې فعالیت صفر یا صفر ته نیژدې وي او کله کله د کورنۍ د مروجو اصولو په ماتولو سره داسي محصولات هم خارجوي چي د میزبان د وجود لپاره د ضرر او تکلیف سبب کیږي. طفیلي یا پارازیټ یوه عمده مشخصه دا ده چي دی د خپل ژوند د دوران فقط یوه برخه د خپل کوربه وجود په جسم کي تیروي. د تکثر وروسته د خپل ژوند د پاته برخي د تکمیل لپاره بهرني چاپیریال ته د وتلو هڅه کوي څو هر ځوان طفیلي یو بل ژوندي موجود پیدا کړي او د ژوند دوران ته ادامه ورکړي. یعني طفیلي د وجود د بینه تللو سره یوځای د بینه تلو ویره نلري او تل دا هیله ورسره وي چي دا ژوندی وجود د بینه ولاړ سي نو د پرمختګ نوي لاري به راته خلاصي سي (ښه مثال یې پر کابل د طالبانو د سلطې وروسته د جلالت مآب حامد کرزي پر هوایي ډګر راټول سوي هیواد وال بللای سو). په اکثره مواردو کي بهرني چاپیریال ته د طفیلي یا پارازیټ اخراج د کوربه موجود پر عمومي مرګ باندي منتج کیږي. ویل کیږي چي چرچرۍ د وچي ځمکي حشره ده او ځان د اوبو څخه لیري ساتي. کله چي اسکاریس چینجی د پارازیټ په شکل د هغه وجود ته داخل سي او د هغه په وجود کي تیریدونکی دروان یې پای ته ورسیږي نو داسي وخت راځي چي دا اسکاریس چینجی یو ډول عصبي کیمیاوي مواد د چرچرۍ ویني ته داخلوي چي د چرچرۍ د مرکزي اعصبي سیسټم د تمیز د مرکز د حجراتو لخوا جزبیږي او چرچرۍ ته دا فکر ورپیدا سي چي زه باید ولامبم (حال دا چي د چرچرۍ لامبو نه ده زده). اصلاً د هغه په وجود کي پټ اسکاریس چینجي ولامبلو ته هوا سوې وي. کله چي چرچرۍ اوبو ته ځان ورواچوي او غرقیږي (یعني ځانوژنه کوي). اسکاریس چینجی چي د هغه په کلمو کي ځای نیولی وي او په وچ چاپیریال کي ژوند نه سي کولای، د مقعد دلاري اوبو ته راوځي او بیا ټوټه ټوټه کیږي. هره ټوټه یې یو نوی اسکاریس چینجی دئ چي بیا و یوې نوي چرچرۍ ته اړتیا لري چي یو بالغ اسکاریس ځني جوړ سي. دا ټوټې بیا د اوبو د خوړ په څنډو کي شنو سوو نباتاتو بیخو ته ځان رسوي چي هلته چرچرۍ د خوراک لپاره راځي او په دې ډول د هغه و ګیډي ته ځان رسوي. په بشري ټولنه کي د دې پدیدې د ورته والي ښه مثال د ارغنداب جنګ وو. د ارغنداب د جګړې پروژه هم د طالبانو په زیان وه، هم د ارغنداب د هغه خلګو چي د طالبانو ملاتړي وه او هم د ټوله کندهار د نفوسونو. په دې جګړه کي ګټه یوازي د ارغنداب د جمیعتیانو (سقاویانو)، پخوانیو خلقیانو و پرچمیانو (امانیانو) لیدله. دا چي دې واکمنو ډلو د طالبانو د رهبري ځیني اشخاص د پیسو، بلیکمیل او راتلونکي د تضمین په پلمه خپل کړي وه، د هغوئ په مرسته یې د طالبانو تحریک ته دا الهام ورکړ چي دا جګړه ډیره اړینه ده. باید حتماً دا جګړه وسي. دا چي فقط د طالبانو په رهبري کي د کفارو ځینو پټو جاسوسانو ته پیسې او د امتیازاتو قولونه ورکړل سوي وه چي دا پروژه پر مخ بوځي یو حقیقت دی. خو موږ به دطالبانو رهبري په دې مرحله کي ځکه نه ملامتوو چي ډېر سخت مجبوره وه. د لته ملامتیا د جمهورو افغانانو او د هغوئ د مشرانو پر اوږو لویږي.دا چي افغان ولس د کابل د بې کفایته ادارې څخه تر نهایي حده مایوسه سوي وه نو یې طالبانو ته هیلي زیاتي سوي وې. په ظاهره داسي ښکاریدل چي د افغانستان بهرني لوبغاړي په دې کار کي پاته راغلي چي د حکومتوالي په برخه کي د خپلو لاسپوڅو ظرفیتونه ورلوړ کړي او د ګټو لپاره د جګړې انډول ساتل ورته اړین وه نو فکر یې وکړ چي که دولت تللي اعتبار د اعادې په برخه کي څه نه سې کولای نو راسه طالبان یو څه ورته بدنامه کړه څو ټوله خلګ پر طالبانو ورمات نه سي نو ځکه داپروژه عملي سول چي دوهم پړاو یې د غزني پښتون میشتي ولسوالي قرهباغ ته واوښتی. د طالبانو د اسلامي تحریک او د افغانستان د مومن مسلمان ولس حقوق او روا ګټي د یو څو مردارخورو د نامشروع معاملې قرباني سوې. دا چي دې لوبي ادامه نه کړل پیدا او ناببره ټوله سول او پایله یې سپین بیرغان سول، په نزد د عقل ناممکنه کار وو، فقط د خدای ج فضل ورته ویلای سو. نن چي موږ په نړۍ کي د ولسونو او حکومتونو تر منځ تصادمونه وینو، د خپلو ولسونو سره د واکمنانو جفاوي وینو، په بشري ټولنو کي پراخ فسادونه وینو نو مجبوره کیږو چي د بشري ټولنو په پارازیټونو یا طفیلیانو په موجودیت باندي اقرار وکړو. په نړۍ کي د ډیره وخته راهیسي د نړیوالو سازمانونو د نفوذ پراختیا د بشري ټولنو د ټولنیزو حقوق د استحصال سره مخامخ کړي دي. تاسي تصور ورکړئ چي یو لایق برقي دي ځان مړ کړي او د برښنا د ریاست په برج برق کي دي ځان ته (د شناخت، واسطې او رشوت د کارولو پرته) کار پیدا کړي. د یوې تقاعدي لپاره مورثه درې کاله عریضه و عریضه بازي کوي څو د کاله یو دیرښ و پنځه دیرښ زره افغانۍ ورته حواله سي، په داسي هیواد کي یو داسي شخص ولسمشري ته رسیږي چي په لوی لاس هیواد د کورني جګړې پر ټغر کښینوي او بیا خپلو ځواکونو ته وایي چي فقط شپږ میاشتي مقاومت وکړۍ. شپږ میاشتي بعد به موږ په طالبانو پسي کلی په کلی تصفیوي عملیات کوو (یعني نور یې هم ظلم و وژنو ته تشویقوي) او حقیقت دا وي چي دا خر ناځوانه ملي بودیجې ته حساب کړی وي چي شپږو میاشتو ته اړتیا لرم چي د ملي بودیجې وروستۍ نیمکه د جنګي مصارفو په پلمه خپل جوب ته واچوم او بیا به ځني زم. ښکاره خبره ده چي د افغانستان ټولنیز چاپیریال د مافیامنګولو ته لویدلی دی او دا سړی د بهرني عناصرو څخه دی. داسي شخص چي د خپل ملت په زوال کي خپل زوال ویني هغه داسي فکر نه سي لرلای او نه هم داسي تصامیم او پلانونه جوړولای سي. دا د افغانانو لپاره یو درس دی چي په راتلونکي کي د خپلو مشرانو انتخاب خپله وکړي او داسي کسان انتخاب کړي چي د احمدشاه بابا رح په شان خپله پښتونخوا دومره ښکلې ورته ایسي چي د غرونو سرونه یې د ډیلي تخت ځني هیروي. په هر هیواد کي هر هغه شخص چي د هیواد څخه بهر د ملاتړ د تغذیې پیپ ورته راروان وي د پارازیټ په سترګه ورته کتلای سو.
په سیمئزه کچه په هغه فرقو، ګوندونو او مافیاوو پوري تړلي خلګ د ټولني د پارازیټ ونډه لوبوي چي په غلا یا په چم ټولني ته په دې پلمه داخلیږي څو د هغه ټولني برخه وګرزي. کله چي هغه ټولنه دوئ ته خپل غړیتوب ورکړي بیا نو د خپلو ټولنیزو مسئولیتونو څخه پټه ناخیړي پیلوي او داسي ځانګړي ایجنډاوي پر مخ وړي چي هغه د ټولني د مجموعي حقوقو او ګټو سره متضاد واقع کیږي. په اسلامي ټولنو کي یې ښه مثالونه موږ دا شیعګان، اهل حدیث، شرکي عقاید لرونکي صوفي فرقې او داسي نوري ناري فرقې یادولای سو. په نړیواله کچه د داسي ټولنو مثالونه د روم کاتهولیک کلیساء (چي د دیني عقایدو د انحصار د لاري په هیوادونو کي خپل نفوذ خپروي) اویهودي مخفي سازمانونه (چي د دولتي او خصوصي عایداتي سرچینو څخه د غلا د چینلونو د انحصار د لاري ټولني د خپل اغیز لاندي راولي).
د یهودي سازمانونو لنډه سابقه داسي ده چي کله د رومي تمدن د پیل په لمړینو وختونو کي روم امپراتور بیت المقدس ونیوی او د امپراتوري د پراخو ځمکو د اداره کولو لپاره یې حاکمانو ته داسي احکام جاري کړل چي د امپراتوري دیني عقاید او اصول د ځایي دیني عقایدو او اصولو سره هم آهنګ کړئ، اصلاً یې هدف دا وو چي په ځایي ملتونو کي داسي فرقې رامنځته کړئ چي په خپلو دیني او فرهنګي اصولو کي د رومي عقاید او فرهنګ ته د امکان تر حده ځای ورکړي او بیا د دې فرقو په مټ پر دې سیمو واک وچلوي. د روم د فرهنګ تر ټولو تاریک اړخ دا دی چي دوئ د دیني عقایدو د لاري د انسانانو د اداره کولو مهارتونو ته وده ورکول چي د هغه سیاست اساس جوړوي چي د فرقو په رامنځته کولو سره ټولنه په خپل منځ کي تجزیه کړه او وروسته هغه ټولنه خپل کښت او کرونده وګرزوه. دا د ذکریا علیه سلام او یحیی علیه سلام زمانه وه. چي د بیت المقدس اکثریتو متولیانو د وخت د روم د امپراتور سره هوکړه وکړل چي د تورات او زبور په احکامو کي د امپراتور په ګټه لاسوهنه وکړي. کله چي دې دوو جلیل القدره اولولازمه انبیاوو یې د بشر لپاره د الهي شریعت د بدلون مخالفت وکړ، د یهودو پلورل سوي مذهبي رهبري هغوئ دواړه د رومي واکمنانو په مرسته په شهادت ورسول او د روم د واکمنانو د پالیسي په عملي کولو سره په واک کي ورسره شریک سول. په وروسته وختونو کي همدا د یهودو مذهبي سازمانونو د روم امپراتوري ته ستر جنجالونه او دسیسې جوړولې چي حتی کله کله به یې استقلال هم اعلان کړ. بالاخره رومیانو دوئ د بیت المقدس څخه وشړل څو د دوئ مذهبي انحصار او مرکزیت دبینه یوسي. جلا وطن سوو یهودي کورنیو د خپل اثرورسوخ د دوام لپاره د ثروت د ویش نظام د ځبېښاک لپاره پر موثره طرحو کار پیل کړ او د ځایي حکومتونو لپاره د عوایدو د زیاتولو لپاره د ولسي وګړو د لوټلو د لاري یې خپل د لاسه وتلي نفوذ د اعادې هڅي پیل کړې. دوئ دې حقیقت ته رسیدلي وه چي د مالیاتو پر ځای د نفساني او شهواني خواهشاتو د تسکین لوازمو د پلورلو په مرسته په ډیر موثریت سره ولسونه لوټلای سوو په داسي حال کي چي دوئ راڅخه خوشحاله هم وي. حکومتونو خو داغه غوښتل چي هم دا خلګ پر سر سر ووهو او هم مو پښې رامچ کړي. همدا علت دی چي تر ننه پوري د فحشاء، مسکراتو، دخانیاتو او مخدراتو کاروبارونه دوئ انحصار کړي دي. په عین وخت کي يې د خپل مذهبي انحصار د دوام د لاري دا هڅه کول چي عام یهود پر خپلو مشرانو باندي راغونډ وساتي. داسي فکر هم موجود دی چي د رومي امپراتوري په وروستیو کلونو کي د عیسویت د انحصار لپاره بازنتین چي کلیسا رامنځته کړل یو عمده هدف یې د یهودو مذهبي انحصار د بینه وړل هم کیدای سي. د رومي کاتهولیک کلیسا لنډه تاریخچه داسي ده چي کله چي رومي امپراتور بازنتین د غربي روم پر امپراتور (چي د ده اخښی هم وو) بری ترلاسه کړ. ده دافکر وکړ چي غربي روم د اداره کولو لپاره د بل امپراتور یا نایب پر ځای د داسي کسانو یو سازمان رامنځته کړي چي مشر او کشران یې هیڅ اجرائیه واک ونه لري. فقط په عامو خلګو کي رسوخ ولري او پر واکمنانو باندي څارنه درسره کړي (د امیر شاه زمان د واکه ګوښه کولو وروسته امیر محمد یعقوب خان او وزیر فتح خان اسحاقزو ته داسي یو منصب ورکړ چي پر اسانو به سپاره وه، واکمنانو ته به یې د سیمو جاسوسي کول او حکومت به دوئ خلګو ته ستانه معرفي کړي وه چي هر کور به دوئ ته یوه کاسه اوړه ورکوي). دا سازمان به خپله دولتي اجرائیه چارو کي دخیل نه وي او تنها د ده مامورینو ته په ولس کي مشروعیت او نامشروعیت ورکوي. نو راولاړ سو د خپل وخت معروف دین یعني عیسویت د انحصار یو سازمان یې جوړ کړ چي د رومن کاتولیک کلیسا په نوم یې تبارز وکړ. ده غوښتل چي د دې سازمان د لاري د روم امپراتوري غربي سیمي (چي تر ډیر حده یې خلګو رومي کلتور خپل کړی وو او نسبتاً تابع او ارامه وه) اداره کړي څو خپله امپراتور په شرق کي د روم د امپراتوري د لا پراختیا چارو ته فارغه سي. وایي چي د انسان سترګي د لیري واټن شیان مبهم ویني او د عقل سترګي یې د زماني واټن د زیاتیدو سره خپل د دید قوه دلاسه ورکوي. آخر داسي وخت راغلی چي خلګ د امپراتور د مامورینو څخه دومره نه وه په غاو لکه د کلیسا د ملایانو څخه چي په تکلیف وه. آخر داسي وخت هم راوسیدی چي همدې کلیسا د روم د امپراتور مشروعیت په فسخه کولو سره په اروپا کي ملوک الطوایفي رامنځته کړل او په شرق کي د روم امپراتور د خپلواکو سیمو د ولسونو او د کلیسا لخوا په نیابتي ډول اداره کیدونکو ملوک الطوایفو تر منځ محصور پاته سو. د بشري ټولنو تر منځ معاملاتو کي دې سازمان د ځان په ګته مداخلات پیل کړل چي په ځمکه او بحر کي پراخ فسادونه رامنځته سول. ملیونونو انسانانو خپل ژوندونه دلاسه ورکړل، ښارونه کنډواله سول، تمدنونه ونړیدل چي بالاخره د اسلام د مبین دین د ظهور سره د کلیسا فساد تر ډیره حده مهار سو. کله چي الله تعالی ج پر خپل وروستي پیغمبر ص باندي خپل شریعت تکمیل کړ او د قرآن عظیم الشان سره یې بشریت ته مبعوث کړ نو د کلیساء تر څنګ یې د یهودي سازمانونو فساد ته هم محکم بندونه وتړل. الله تعالی ج بشریت ته داسي شریعت راولیږه چي هغه خلګ د خپلو شهواتو او خواهشاتو د تعقیب څخه راګرزول، د اصراف څخه یې منع کول او یو له بله سره مرسته کولو او صله رحمي ته یې تشویقول. دا چي کلیساء او یهودي سازمانونو د بشریت د استحصال او لوټلو لپاره د هغوئ شهواتو او خواهشاتو د تسکین لومکي درولې، نو یې اسلام خپل مشترک دښمن وپیژندی. دوئ په ګډه د اسلام د مبین دین د بیخ کښلو لپاره ګډي هڅي پیل کړې. د پیغمبر ص د زمانې قیصر او نجاشي په شمول ټولو هغه واکمنانو چي د ولسونو په وړاندي یې د مسئولیت لږ یا ډیر احساس لاره، د اخیرزمان نبي ص قدرداني وکړل. د یمن والي بازان د کسرا د غلامي طوق مات کړ او د مدینې منورې څخه خپریدونکي نور په وړاندي یې د خپل تیاره خوني دربچې خلاصي کړلې او د حضرت محمد ص په امتیانو کي یې ځان داخل کړ. خو خپله د عربو او قریشو هغه سردارانو چي د خپلو قبایلو مشري یې خپل میراثي حق باله د پیغمبر ص، د هغه د خلافاء راشدینو او د مسلمه امت پر ضد خپلو دسیسو ته ادامه ورکړل. د خدای ج پیغمبر ص په جګ سره ژوندی وو، دوئ به پر خپل سر کله د مدینې منورې پر څنډه امام باړه (مسجد ضرار) ورته جوړه کړل او کله به یې د پیغمبري دعوې کولې. کله به یې د ذکات څخه انکار کاوه او کله به بشپړ شریعت څخه مرتد کیدل.