په پنځلس کلنۍ مې پښه کيښوده چې لسم ټولګي ته بريالی شوم . دخوبونو او خيالونو لاره مې بل لورته شوه يو رنګ نوی هوس مې په سينه کې پيدا شو .
که څه هم زمونږ په ټولګي کې پنځلس نجونې او لس هلکان وو خو زما به ورسره هيڅ زړه نه لګيده دا لا څه چې خبرې به مې هم ورسره نه کولې اود نجونو په خوا کې به هم نه تيريدم . زمونږ په ټولګي کې دوه ځايي څوکۍ وې زما او دميرويس څوکۍ يوه او د ټولګي په لمړنۍ کرښه کې وو .
د ميرويس به راسره تل په دې جګړه وه ويل به يې وا هلکه دومره کرکه خو ترې مه کوه . خو ما به ويل ورته غلی شه که نه تا هم ددې څوکۍ نه شړم چې دا ذات بيخي
خدای (ج) پيدا کړی نوی ښه به وی دومره کرکه ترينه لرم .
خو نن زما د سترګو نه دغه د کرکې پرده څنګه لرې شوه زه خپله هم نه پوهيږم .
نن راته هره پيغله دګلاب د غوټۍ په شان ښکاريده يو نوی احساس مې زړه کې راپيدا شوی و ټولګي ته راغلم په ځان مې ښې ګوتې وهلې وې او ځان مې ښه جوړ
کړی وو چې په هيلۍ مې سترګې ولګيدې زړه خومې دسينې نه ووتلو خو په سينه کې مې بې شانه درزهار جوړشو .
هيلۍ منځنۍ ونه او يو ډول شاعرانه انداز درلود او زمونږ د ټولګي اول نمره هم وه
ډير هلکان يې دخپلو ښو اخلاقو او پوهې پسې ليوني کړي وو . خو هغه (هيلۍ) يا
خو ډيره مغروره وه او يا هم ډيره بې پروا ځکه د خپلو زده کړو نه پرته دبل هيڅ شي
په کيسه کې نه وه او نه يې لکه دنورو نجونو په شان دبل څه په باره کې انديښنه کوله .
زه سره ددې چې د هيلۍپه اړوند په دې ټولو خبرو پوهيدم خو هغه احساس چې زما
په سينه کې د هيلۍ دپاره راپيدا شوی وو ورځ په ورځ دومره ډيريده چې زما نه دنياوي کارونه خو څه هير شو چې خوب او خندا مې هم ورک شول د کورنۍ ټول غړي مې انديښمن او پدې سوچ کې وو چې دا هلک ولې نه د پخوا په شان زده کړه
کوي او نه يې هغه مستي او د شوره ډکه خندا شته . دکور نه بهر به هم همدا حال وو
انډيوالانو به مې راته ويل هلکه دا په تا څه شويدي .
خو زما دزړه په حال يوازې يو خدای (ج) او يو زه پوهيدم او بس نه مې چاته څه ويل
او نه مې د چا اوريدل . چې ښونځي ته د تلو وخت به شو زه به د هيلۍ د کوڅې سر ته په دې انتظار ولاړ وم چې اوس به هيلۍ راځي او بيا چې به مې وليده د ورايه به مې په پټه تر ښوونځي پورې څارله او همدا چې ښوونځی به رخصت شو بيا به مې تر کوره پورې همداسې څارله . په همدغسې په پټه تلو راتلو کې مې څو واره د مينې اظهار هم ورته کړی وو او يو دوه دمينې نه ډک ليکونه چې زما د ناقراره زړه
حال په کې وو ورته ورکړي مې وو خو د هغې لخوا هيڅ ځواب نه وو او همغسې بې پروا به په پټه خوله زما تر څنګه تيريده .
د کال اخر دی لسم ټولګي ته کلنۍ ازموينې پيل کيږي . نن چې بيا ښوونځی رخصت شو دولس بجې شاوخوا وي زه لکه دا ټول کال چې مې تير کړ په همغه شان د هيلۍ پسې روان ووم او د خپل نا ارامه زړه حال مې ورته څرګنداوه چې
هيلۍ ناڅاپه مخ راواړاوه او په ټيټ غږ يې راته وويل _ نن مازديګر به په باغ ناراين کې سره وګورو .
زه بې حده خوشحاله شوم ما فکر کاوه چې زه د ټول عمر لپاره د ژوند په ټولو ازموينو کې بريالی شوم په هر صورت
د مازديګر څلور بجې دي او زه د باغ ناراين په يوه ګوښه شان ښکلې خوراک ځای
کې د يو ميز تر شا په دې هيله ناست وم چې اوس به د هيلۍ ښکلې څيره ووينم .
د ميز په سر د چايو ډکه پياله او د سرو ګلونو يوه ګيډۍ چې ما دهيلۍ دپاره اخيستې وه او غوښتل مې د ليدو سره سم يې ورته ډالۍ کړم هم زما سره يوځای دهيلۍ په انتظار وو . ډير وخت تير شو چې ګړۍ ته مې وکتل د شپې لس بجې وې
خو د هيلۍ درک هم نه وه . زه هم نور بې هيلې شوم د ګلونو ګيډۍ مې د چايو په پياله کې کيښوده او زه ترېنه لاړم .
نور بيا