له خپل ملي تلويزيون څخه كركه !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 7457
عــــــــبـــد ا لـــه الـــهــام
دخبریدو نیټه : 2006-06-08

يوه تلپاتي خاطره 
 عــــــــبـــد اللـــه الـــهــام
 نوښت له وختووروسته خپل خواږه هېوادته راغلی وو. له مستۍ نه يې ټول مېلمستون په تنګ و ډېرخوښ وو دومره خوښ چې نه يې سهارچا ى وڅښلواونه هم غرمه ډوډۍ ...
 شوروومستي وه ټول تلوېزيون ته ناست وواوكله خبرونه كله سندرې كله هم يويوپروګرام موږ به هم كله ورته خندل كله به دتعجب په علامه يوبل ته ځيرشوو... واه چې داولې ...
 نوښت غلی ناست ووسترګې يې له اوښكوډكې وې . داسې ښكارېده چې ډېرسوځونكی درديې په بدن پورې دى داسې درد چې مابه كم ليدلی وي .
 ستونی يې ډك و كه هرڅوبه موترې دحال پوښتنه وكړه له خولې يې ږغ نه خوت يواځې ت وېزيون ته به يې لاس ونيواوبس ، په تلوېزيون كې داحمدظاهرسندره خپرېده چې پاړسي وه زماهم پرې سرسم نه خلاصېده م ګري ټول نوښت ته ځيروو . ولې داسې يوپه يو... څه پرې وشول نن تازه له تهران څخه راغلوټوله لاره موسندرې ويلې زموږ نورملګري دوه كسان دهرات وو يو تن هم دكابل ووچې پرته له مااونوښت  نه څوك په پښتوهم نه پوهېدل ټوله لاره په مستۍ راغلو كله په لارې موټركې ياايراني او ياهم هندي سندرې واورېدې نوښت به ماته په غوږكې ويل چې الهامه خيردى افغانستان ته به لاړشو او په خپله خوږه اودومره خوږه چې له مورنه هم په خوږه ژبه به دخپلوسندرغاړوسندرې واو و.
 نوښــــت ريښــــتياهــم يوه پرښته غوندې ځوان دى هغه وخـــت چې كله چـــــې مـوږتهران ته و سېدونونوښت له دبۍ نه راغی لمړۍ يې ماته رامنډه كړې اوپه ټنډه يې مچي كړم اوويې ويل : ته اوخداى يوځل مې په پښتوژبه راته ووايه چې ستړۍ مشې . زماله سترګواښكودارې كړې اودپښتوكلمه مې په زړګي راورڅرخېده اودردونه يې راته كتاركړل . ماهم ورته په زوره چيغه كړې داسې په زوره چې عرب ديپلوماتان ټول ماته ځير شول مانوره هم په زوره كړه اويوه له سوزه اوژړاډكه پښتو ستړي مشي مې وركړه . فريدنوښت زماهمزولی ووكله چې به په تلېفون راسره غږېده راته ويل به يې چې (( زه څنګه يې))  موخه يې دزه له كلمې له ماسره زياته مينه وه . په قواره كې هم ماته ورته وو خويواځي دنوښت ښايست له ماډېرزيات وو .

همداتېرې صحنې مې يوه يوه له سترګوتېرېده چې دتلوېزيون سندره بد ه شوه داځل نوښت سلګيوواخيست دخبركولوتوان خو يې يوځل نه درلود خوسلګيوپسې لاندې كړ عجيبه وه ماچې تراوسه دنوښت په خندانه څېره داسې ژورغم اوژړانه وه لېدلې زه هم يودم سلګيوواخيستم كه هرڅوبه مې ځان قابوكاوه خوهېڅ مې هم په وس پوره نه وو. حيراني خودلته وه چې په دولتي مېلمستون كې موژړل اوهېچاته هم پته نه لګېده چې ولې؛  نه ت فون راغلی وونه هم بله كومه داسې پېښه شوې وه خونوښت لاسلګيو لاندې كاوه . زماستونی هم له غريوه ډك شواوسترګې مې دنوښت په څېره كې وګنډلې ، عجيب درد وو ، نوښت بياماته دلاس په اشارې وويل چې ګواكې بل چينل ونيسم .
 نوښت به هروخت ماته ويل چې : زماپه انددټولنې ترټولوناوړه غړی هغه څوك دی چې خپلې ژبې اوخپل كلتورته يې درناوۍ ونه درلود .
 هغه به تل دطلوع تلوېزيون په كاركونكوبد ردويل او ويل به يې چې خداى دي دوی ته هدايت وكړي اوبس چې خپل ځان وويني اوخپل كارونه .
 دنوښت سلګۍ نورې هم دردناكې كېدلې اوماته يې دسرپه اشاره دكنترول دوركولوامروكړماهم كنترول وركړ .
 خودنوښت په مخ چې تراوسه ماهېڅ داوښكودليدلوتمه نه درلوده اوښكوېې په مخ سترګك واهه اوله سترګوېې نورهم غم اوتآسف اورېده .
 مانوښت خپلې كوټې ته راوست اوهڅه مې كوله چې پام يې بل خواكړم خوماتراوسه دهغه ماشوم په اړه چې موريې مړه شوې وي اويوله يوه يې جنازه وويني فكرنه ووكړی نه تراوسه دداسې ماشوم سره مخ شوى وم . خونوښت هماغه ماشوم ته ورته ووكه هرڅوبه مې كوښښ وكړچې پام يې بل خواكړم خونوښت خبره نه اورېده اويواځې يې ښكلې سترګې دېخوا اوهاخوا اړولې اواېله يې په شونډوخبره راښكاره شوه او په ډېرتآسف سره يې وويل :
 آخ ... زمــ ايـــتيــمـــې پــښــــــــــــــــــــــــــتو !!