په موټر کې ناست کسان د يوبل غوږونو ته نږدې شول ، پټې خبرې تبا د
ه شوې ، منځ کې پرده ځوړنده شوه . ښځې خو له وړاندې چادريو کې پټې وې ، پردې نه دې خوا نرانو هم دسرونو پټول پيل کړ
، ږير و کې ږمنځې وهل پيل شول هرچا کوښښ کا و خپله ږيره له نورو اوږده وښيي .
هريوه دسترګو ليدلى
حال بيانوه ، چا به وې : پرون يې يو نفر د سرتورۍ په ( جرم )له ژونده بېز ار کړ .
بل به غږ کړ : خداى مو ترې
ساته ، پرون يې دبازار منځ کې يو ځوان په ډېرو وهلو بې هوښه کړ ، بلا دُره په لاس کسان ترې راتا و وو
،له هر وار سره به يې ورته همدا ويل : په سنت موکدو شر مېږې ؟ بيا ږيره لنډوې ؟ او ....
دموټر دمنځ دروازې څنګ
ته پر څوکۍ ناست ځوان ، دهرې کيسې په اورېدو سره ټکان خوړ، رنګ يې زېړ شو ، کله به يې څادر کې ځان تاو کړ ، بېرته
به يې څادر لرې کړ په ږيره يې ډېرې هڅې وکړې خو دسزا ورکونکو په خوښه اوږده نه شوه .
دهغه لا هماغه شان لاس په
ږيره کې و چې ، موټر ودرېد ، دوه ږيرور کسان چې ول – ول لنګوټې يې په غاړه کې پرتې وې ، دره په لاس
را پورته شول .
اخوا دېخوا يې په راوتلو سترګو وکتلې ، په هماغه زلمي چې ديوه سپين ږيري تر څنګ الوتې
نګه ناست و نظر ولګېد .
لاس کې دره په حرکت راغله ، سترګې نورې هم را ووېستې ، چغه يې کړه : او بدبخته را
پورته شه !
هغه ځان غلى کړ .
درې والا په ږيره لاس تېر کړ ، ور وړاندې شو ، لاس يې پورته کړه : تاته
وايم ! او کوڼه ! دپيغمبر پر سنتو شر مېږې ، پورته شه چې اسلام در وښيم .
هغه لا عذر ته خوله
جوړه کړې نه وه ، چې له اوږې يې دوړې پورته شوې ، په دوتنو يې له موټر نه ښکته کړ .
په هغه
که دګاډۍ اس دقمچينو باران جوړ و .
موټر کې ناستو کسانو پټ – پټ ورکتلې خو چا کې دويلو جرئت نه و .
دڅنګ ناست
سپين ږير ى ورښکته شو ، په زاريو يې پيل وکړ، ونه شوه ، اخر يې په دواړو لاسونو کې دعذر په خاطر د درې والا
مبارکه ږيره ونيوله ، هغه په قهر ، سرته ټکان ورکړ خو ږيره يې دبوډا په لاس کې پاته شوه .
نعمان دوست
کابل – علوم اجتماعى
د ١٣٧٥ کال د وږي٢٠ مه