محم
دعمر واحديار/كندهار
د روان لمريز كال د چنګاښ د م
ياشتي پر ۲۸ چي د عيسوي زېږديز د جولاى له ۱۹مي سره سمون خوري د DNC موسيسې له خوا د كندهار و ښووني او روزني رياست ته څلور م
كتبه رسماً وسپارل سوه.
د غونډي مراسم د كندهار ښار په محمود طرزي
ښوونځى كي د غرمې پر ۱۱ بجې د قرانكريم په تلاوت سره پيل سوه. وروسته د كندهار د ښووني او روزني رئيس حيات الله
رفيقي پرانيستونكې وينا وكړه، نوموړى د جاپان د خلكو له مرستي څخه د منني ترڅنګ، د دې ښوونځيو پر جوړښت او
تخنيكي اسانتياوو وږغېدئ چي په ډېر عصري ډول جوړ سوي دي.
وروسته د
يادي سوي موسيسي ساحوي انجينر محمدقاسم زهيري د خپلي پروژې په اړه معلومات وركړل، ده وويل چي د دې پروژې كار د
DNC (Dai Ninppon Construction)
ركت له خوا د SSC (System Science Consultant) شركت په مشوره د ۲۰۰۵ كال د مى په مياشت كي د جاپان د خلكو په مرسته د اته
سوه زره امريكايي ډالرو په لګښت پيل سوى وو. د ده په وينا د پروژې د لومړي پلان له مخي په څلورو ښوونځيو كي د
پږو تعميرونو جوړول شامل وه، چي هر تعمير يې لس_لس ټولګۍ لري. چي له هغو ځني په محمود طرزي او ميرويس نيكه ليسه
كي د دوو_دوو تعميرونو، په احمدشاهي اول او شهيد عبدالاحد كرزي ښوونځيو كي يې د يوه_يوه تعمير په جوړولو كار
بشپړ سو.
ده وويل چي د دې پروژې په دوهم پلان كي د درو ښوونځيو چي په ډنډ كي
د فاضل كندهاري، د كندهار په عالي دارالمعلمين كي د تجربوي ښوونځى او په لويه واله كي د شهيد عظيم الله ښوونځى
د تعميرونو جوړول شامل وه. خو په ډېر تاسف سره يې وويل چي بنسټيز كارونه يې لا پيل سوي دي، مګر په كندهار كي د و
وستيو امنتي ستونزو له امله يې كار نيمګړى پاته سو.
وروسته د كندهار
امنيه كومندان مل پاسوال عزيز وردګ د ښوونځيو پر امنيتي ستونزو خبري وكړې او ژمنه يې وكړه چي د ښوونځيو د امنيت
ساتلو لپاره به هيڅ ډول مرسته و نه سپموي.
غونډه د دوعايي په ويلو سره د
غرمې پر يوه بجه پاى ته ورسېده، پاته دي نه وي چي په مراسمو كي د كندهار پر نورو ولايتي چارواكو برسېره د اط
اعات او كلتور رئيس عبدالمجيد بابي هم ګډون كړى و.
د كندهار د ښووني او روزني رئيس حيات الله رفيقي او امنيه كومندان عزيز وردګ
د جاپان د خلكو په مرسته د محمود طرزي نوى جوړ سوى ښوونځ