ودريږه!!!
د څه شي لپاره ودريږم ؟ ها
ته خو زما خبره واوره ،
يو ځل دي غوټه كښيږده بيا به ....
بيا به څه ، نور زه هيڅ نه اورم او نه غواړم چي ستا دا بي ځايه چټي درواغ واورم
د خداي لپاره دا ته اوس ولې ليونۍ سوې يې ، څه خبره ده ته ولې داسې كوې ؟
څه څه دي وويل ؟ ته يو ځل بيا ووايه
، د خداي لپاره ؟ ته خداي هم پيژني ، كه يوازي د هغه نوم دې زده كړې دى ؟
دا ته څه وايې لاهولو والله .... اوس ته
خپل پر دا سراو نيم سر اولادو باندي رحم وكړه چي زما او د ځان په غم كې نه يې !
ها ها ها ... څه ، اولادونه
؟ ها ها ها ته د اولادونو غم خورې ؟ ځه ولاړ سه دا خبرې دي د بل چا مخ ته وكړه چې تا نه پيژنې ، خو زه دې په رګ رګ
خبره يم چې هلته څه تيريږې . تا كه زما د اولادو غم خوړلاې ، تا كه د عزت ژوند غوښتلاى او تا كه د سيالانو په منځ
كې سرلوړتيا غوښتلاې نو دا ورځ به پر ما نه راتله !
وه ښځي وه ښځي ته خو ووايه ما داسې څه كړې چې اوس ستا په نظر كې
د نړۍ تر ټولو خوار ، ذليل او بې غيرته ښكارم ؟
زه دې كور ته نه يم راغلې چې هره ورځ تا ته داستان ووايم ، نور
زه هيڅ نه اورم .
ګوره زما خبره خو واوره ، ودريږه اوس چيرې روانه يې ؟
خوشې كړه .... ماته نور لاس مه راوړه ،
زه ستا څه يم ها ؟ ماته ووايه زه ستا څه يم تا ما ته څه كړې ، ځواب مې راكړه ! ؟
وه خدايه دا څه وايې ؟ ته زما
ښځه يې ، ته زما ننګ او ناموس يې ، د دې كور څخه ستا په وتو به زما پر تندې د بيغيرتۍ او بې ننګۍ ټيكه ولګول
سي ، ته خداى ته وګوره داسې مه كوه !؟
هه ، بيغيرتي ، اوس خو دي داسې د با تورۍ ژوند دى ! ته د كوم غيرت خبرې كوې ،
ستا دلاسه خو ټوله عمر د خلكو په پيغورونو او خنداګانو را باندي تير سو ، نور زه داسې ژوند نه غواړم ، او اوس ،
او اوس هغه شيبې راغلې چي خپل پر ځان كالې ټوكر ټوګر كړم او ځان زندۍ كړم . نور ته پوهيږې او ستا اولادونه ، چې په
سوال ژوند كوې .، ځان خرڅوې اويا ......
لا هول والله ، وه د خنځير لوري ډير دي پدې شپه ماغزه راته ګډ وډ
كړل ، اوس بدي مخ په څپيړو در وپړسوم ، راته ووايه چې څه آسمان در باندې نړيدلې ؟
په ژړا ... ها هه اه اه
وو ومي وژنه ، حلاله مې كړه ... سر مې د تن څخه جلا كړه زه دا غاړه څه كوم اهه ....ها .. دا كرياب لاسونه څه
كوم !؟
و پاكه خدايه زه نه پوهيږم يا به زه ليونۍ سوې يم او په خبره به نه پوهيږم اويا به دې بد مرغې ښځې اعصاب د
لاسه وركړي وي ، كله غاړه يادوي كله لاسونه يادوې زه نه پوهيږم چې څه وكړم پدي نيمه شپه .
ښځي د مخه مې ايسته
كيږه كه نه اوس به دې په رښتيا سر د بدن څخه وشكوم .
د څو سرونه دې داسې شكولې ؟
ښه ته زما سره ژبه كوې ؟
اوس چې زما ادكه مور هم سې والله كه دې پريږدم .
كړس ( د څپيړې ږغ )
آخ
ام م م هه هه . . . تا. . هه . .
تا زه ووهلم ؟ داغه زما د لسو كلونو دمينې پايله ده ؟ داغه ستا مينه اوپيرزوينه ده. . . . . ؟
د ځان سره : و
خدايه دا مې څه وكړل ، خو د ښځي دومره مكاري او دوه مخيتوب مې هم نه وو ليدلې .
ووايه ګرانې ، تاخو نن زما
د سر په كاسه كې ماته اوبه راكړې ، ووايه څه درباندې سوي ولي نه وايې ؟
زه . . . زه چې نن د جمال اكا د زوى واده
ته تللې وم ، نو چې كتل مي ټولوښځو د كومبړ سره او زرغونه كميسونه اغوستي وه ، پنځه پوړه او شپږ پوړه د سرو ز
و غاړګۍ يي په غاړه وې د هري يوې لاسونه تر څټه پورې ډك وه ، كله چې زه كښينستلم د ښځو پس پسك شروع سو،
سپكه يې دا چې ستا ګرانه ورينداره هم پكښي ناسته وه اوزما خوا ته يې ډير ډير كتله . نور يې په خبرو نه
پوهيدلم خو. . . خو د اشارو څخه يې داسي پوه سوم چې زما د كوچنۍ غاړګۍ په هكله يې خبرې كولې .