۲۰۰۶/۱/۱۷ساجر- سعودي عرب
هغوی کباب خوړل هغه بل له شنوچایوسره ډوډۍ تېروله دهوټل پیاده ماته هم راغی اوراته ویې ویل وروره څه شی درته راوړم زړه خومې غوښت چې ورته ووایم کباب خوپه جیب کې مې یوڅوافغا نۍ پرتې وې ویریدم چې راکمې نه شي .
لورته مې درمل اخیستل تېره شپه یې ډیره سخته تبه وه یوه لحظه مې دهغې تیما او وچې شونډې سترګوته ودریدې.
اوله ځانه ورک شوم هوټلي بیاراته وویل تاته وایم څه شی درته راوړم ورومې ورته وویل تورتریخ چای ستړی وم چای هم داسي لګیده لکه کباب څوغړپه مې لا نو کړي چې هوټل ته خیرات غوښتونکی راننیوت په لیدومې دهغه په حال زړه بد وخوهغه په ما داسي تیرشوتابه ویل چې هغه زماله جیبه خبرو هغه لمړی خپل لاس په کباب ناستوخلکوته وروږدکوهغوی په خیرات ورکولوکې هم یواوبل ته ست وکو او ورسته پکې یوو یوڅوافغانۍ دخیرات غوښتونکې په لاس کې ورکړې خیرات غوښتونکې هغه بل ته هم سترګې ورواړولې خوهغه ورته وویل وروره خدای دې درکړي خیرات غوښتونکی ووت ورپسي هغه په کباب ناست خلک هم ولاړشو هغه بل یو هم ووت ماهم ناوختي احساس کړه اوراجګ شوم له جیب څخه مې لس افغانۍ اویستې اودهوټل څیښتن ته مې وروړاندي کړي حوهغه یي له اخیستونه انکاروکو هغه له جیب څخه یو څوبادیان راویستل او په خوندیې خولیته واچول دمرکزنه راته ښکارې لکه چې له کومې لرې ولسوالۍ نه راغلی یې ماویل هو هغه راته مسکی ویل چروت مه خرابه وه له قاضي صاحب سره موکارووبې له دې چې زه څه ووایم هغه خپلوخبروته دوام ورکړ هم داسورږیری قاضي صاحب وو هغه بل کومندان صاحب وو کومندانې امنيې هغه بل د ادارې مدیرووډیرښه خلک دې ټوله ناسته پاسه یې له ما سره وي هغه سړی دې ولیدچې په چایوپورې یې ډوډۍ خوړه له هغه هم ستا په څیر چروتي ووله تیرودوکلونوراپه دې خوا یې دوسیه ورکه وه خوچازه ورپه ګوته کړی وم بس په یوڅو زره افغانیویې کاروسو وس یې دوسیه دمیز په سرپرته ده خودهغه رقیب ډیرشتمن دی څوځلې قاضي صاحب اودهغه ملګري میلمانه کړو ګنې وس به یې کارخلاص وو هورښتیاراته ودي نه ویل ستادعوه له چاسره ده ورومې ورته وویل له هیچا سره هم نه زه په درملوپسي راغلی وم هوټلي زما له ګوتو د سوافغانیو وکیښ اودپخلنځي په لور رهې شو