صديق الله بدر، كابل
- مورجانې! ګوره كه نه څومره ډېر شيان مې راوړي
دي، دا په كې ستا، دا مې د سكينې خور او دا نور د... د... د...
- او، هو زويه وايه كه نه! دا د چا؟
- مور جانې!
دا د...څنګه يې ووايم، نه يې شم ويلى، له تانه شرميږم.
- ښه، ښه! پوهه شوم، هغه به څنګه ورځ وي، چې دا د زړه ا
مان مې تر سره شي.
- مور جانې! سودا مه كوه، كه خداى كول او بخت مې كوټه نه شو، هغه ورځ به هم راشي.
-
زوى جانه! څوك خو به دې په كلي كې خوښه كړې نه وي؟ كه داسې وي، وايه، چې پسې ورشم.
- نه، نه مورجانې! زه خو ستا
سترګو ته ګورم
- ښه، چې داسې ده، زه به سر له نن نه په لټه كې شم او په خوى او ښايست كې يوه بې جوړې پېغله درته
وګورم، داسې چې سيل يې وشي.
- مور جانې! دا ستا خوښه، چې ښاپېرۍ راته ګورې او كه بنګړيواله، خو، چې ستا ګوزاره
ورسره وشي.
- هو، رښتيا څو ورځې مخكې دې خور راغلې وه او ډېر يې يادولې.
- ښه شوه، چې راياده دې كړه، سكينه
څنګه ده، خداى شته زما هم ډېره يادېده.
- ښه ده، خو له جبار نه ډېر سر ټكوي، هغه ورسره ښه چلند نه كوي.
- ګوره مورجانې! ما څومره درته وويل، چې سكينه، جبار ته نه وركوو، خو تا او دادا مې زما خبره ونه منله. ما
ه ډېر پخوا نه جبار پېژانده، هغه زموږ د خېښۍ او خپلوۍ نه و.
- زوى جانه! زما هم خوښه نه وه، د تقدير كار و،
وشو... څه كوې؟ ولې پاڅېدې؟
- مور جانې! تر ښاره پورې ځم، هلته مې څه ډېر ضروري كار دى.
- كېنه زويه! اوس د
تګ وخت نه دى. ګوره لمر په پرېوتو دى، سبا ته كه خير وي لاړ به شې.
- نه مور جانې ځم.
- د خپل پلار تر
اتګه نه ګورې. -
څه ووايم، زما كار ډېر ضرور دى، هغه بايد همدا نن مازيګر خلاص كړم، ماښام شا و خوا بې
ته راځم، خو كه ناوخته شوه، هلته نږدې به د خپلې خور كور ته ولاړ شم.
سوېلۍ ترورپه خپله بستره كې له يو اړخ
نه بل اړخ ته واوښته: اخ، قربان دې شم، ولې، ولې؟ ستا خو له هيچا سره هم دښمني نه وه، دا چا داسې ټوك ټوك او په
وينو ليت پيت كړى يې، چا، ولې ، ولې؟ زوى جانه، چا وايه چا، ولې، ولې؟
سوېلۍ ترور يوه كړيكه وكړه او نېغه پر
خپل ځاى كېناسته. د هغې له كړيكې سره مير ګل كاكا هم په وارخظايۍ له خوبه راويښ شو او ژر يې څراغ ولګاوه.
- څه
خبره ده، ولې، ووېرېدې؟
- هو، هو سوېلۍ ترور دا وويل او په سلګو سر شوه، ژبه يې په ستوني پورې ونښته، خولې پرې
راماتې شوې او پړ مخې په خپل ځاى كې پرېوته. ميرګل كاكا په بېړه له خپله ځايه راولاړ شو، د كوټې له بره كونجه يې له
اېښودل شوي منګي نه په جام كې اوبه را واخيستې او د هغې پر مخ يې وروشيندلې. سوېلۍ ترور كرار كرار په خود شوه. پر
خپل ځاى كېناسته په جام كې پاتې اوبه يې په سر واړولې او په غريو نيولي او ژړغوني غږ يې وويل: دا څو شپې كيږي، چې فدا
جان سر په سر او هره شپه په خوب كې وينم، كله روغ رمټ زما تر څنګ ناست وي او كله بيا ټوك ټوك او په وينو ليت پيت
وي...
سوېلۍ ترور غوښتل، چې نور څه هم ووايي، خو يو دم په سوچونو كې ډوبه شوه، په خوب كې د فدا هغه خبره و
ياده شوه، چې :\" ... خو كه ناوخته شوه هلته نږدې د خپلې خور كور ته ځم.\" او له دې سره د سكينې د جرګې ورځې هم وريادې
وې، چې د جبار مور ته يې ويلي وو: ګوره د جبار مورې! فدا جان نه غواړي خپله خور ستا زوى ته وركړي، نه پوهېږم ولې؟
بېګاه شپه مې بيا هم ورته ستاسي له جرګې وويل، خداى شته، چې...
- سوېلۍ خورې! فدا جان نوى ځوان دى، ټول هلكان
همداسې وي، داسې خبرې پرې ښې نه لګي، ته بيا ورسره وغږېږه، ګوندې راضي شي.
- نه خورجانې! زما زوى به نوي ځوان
وى وي، خو لنډ فكره نه دى.
- كه فدا ونه غواړي ، تاسې ...
- خداى شته، چې دا ستا ښه راشه درشه ګورم، وايم
، چې سكينه همدا نن او همدا شېبه ستا زوى ته په نكاح كړم، خو فدا جان هم خپه كولى نه شم.
- خور جانې! ته چې
اضي يې بيا خو څه خبره نشته، ګوره زه هم ناجوړه يم، هسې نه ،چې د خپل زوى د واده ارمان ګور ته يوسم. سوېلۍ ترور،
چې څه اواره شان په وجود رېږدېدله، له خپلې بسترې نه پاڅېده او د كوټې په غولي كې په قدم وهلو بوخته شوه. څو ځلې د
كوټې نه تر دروازې پورې لاړه او راغله. كله، چې ستړې شوه بېرته خپلې بسترې ته راغله. له كېناستو سره سم يې خپلې سترګې
په رېږدېدونكو لاسونو پټې كړې :
- ګوره فدا! داسې هوايي هوايي كېږه مه، ښه شوه، چې مور او پلار دې ستا خبره ونه
منله. ګوره زما هم له سكينې سره خوښه نه وه، خو ستا له ضده مې له هغې سره واده وكړ.
- جباره! داسې رډې او د ضد
خبرې مه كوه، كه د خور خاطر مې نه واى همدا شېبه به مې له كوره اېستلى واى.
سوېلۍ ترور يو سوړ اسوېلى وكېښ: - م
ور جانې! دعا راته وكړه، ژاړه مه، له خيره ډېر ژر بېرته راځم، خلك وايي هلته ډېر ښه روزګار دى، كار وبار پيدا كېږ
ي. سوېلۍ ترور لكه همدا اوس، چې فدا يې تر مخې ولاړ وي وويل: - په مخه دې ښه، خداى دې مل شه او له دې سره ورو ورو په
ژړا سر شوه.
ميرګل كاكا، چې تر دې دمه چوپ ناست و، سوېلۍ ترور ته يې مخامخ وكتل: - ښځې فكر دې مه خرابوه، خداى
مهربانه دى، خپل خوب په زړه كې بد مه ګرځوه، دعاګانې كوه.
سوېلۍ ترور په ژړا ژړا كې ورته وويل: - سړيه! خداى
مه كړه پر زوى مو څه شوي نه وي.
- ولې داسې فكر كوې؟
- هغه خو ويل، چې ژر بېرته راځم او بيا خو مياشت مخكې،
چې زموږ د ګاونډي زوى راغى ويل يې، چې فدا جان هم په دې تيارۍ كې و، چې كور ته راشي، نه خپله راغى او نه يې څه سوال
جواب وكړ.
- نو غواړې ، چې څه وكړو؟ -
كه ستا خوښه وي، راځه سبا له خيره ښار ته دخپلې لور كره ورشو ،
ګوندې كه هغو ته يې څه حال احوال معلوم وي.
- خوښه مې ده، لاړ به شو
لوړ ماسپښين دواړه، چې خولې پرې
اماتې وې او ستړي ښكارېدل د خپلې لور د كور مخې ته ودرېدل. ميرګل كاكا ورو ورو ور وټكاوه، جبار ور پرانست: - او
هو، پخير پخير، ستړي مه شئ!
- په خير اوسې زويه، خير دې په نصيب شه.
سوېلۍ ترور او ميرګل كاكا دواړه په
ګډه سره ځواب وركړ او كور ته دننه شول. سكينه، چې دا شېبه له تناو څخه د كاليو په راټولولو بوخته وه، د خپل مور
او پلار په ليدو ډېرې خوشاله شوه اوورته راغله: - ستړې مه شې مور جانې، ستړى مه شې پلار جانه. ښه شوه ، چې راغلئ،
همدا نن سهار مې په زړه راوګرځېدئ.
سكينه خپلې مور ته ورغاړې وته او تر احوال پوښتلو وروسته، كوټې ته ننوت
. شپه يې هم تر ناوخته پورې د يو او بل په حال احوال پوښتلو تېره كړه. سهار، چې كله ميرګل كاكا او سوېلۍ ترور له
مانځه خلاص شول او په چاى څښلو لګيا شول، سوېلۍ ترور جبار ته مخ ورواړاوه: زويه! موږ ښار ته په دې نيت راغلو، چې
يو ستاسې خبر واخلو او بل ما وې كه د فدا جان كوم حال احوال تا ته شوى وي.
جبار بې له ځنډه وويل: ترورې كه
ښتيا ووايم دا ډېره موده وشوه، چې ماته يې هم حال نه دى معلوم او بيا خويې له مخكيني احوال نه هم دومره وخت نه
تېرېږي، ته ولې ورته په سودا كې يې...؟
جبار غوښتل نور هم څه ووايي، خو سوېلۍ ترور، د ده په دې خبرو خواشينې
غوندې شوه: ولې به ورته په سودا كې نه يمه، اخر هغه زما يكي يو زوى دى.
جبار خپله د چاى پياله پر دسترخوان
كېښوده او په نيولې، خو سړه سينه يې وويل: ګوره ترورې ما دا خبره ځكه وكړه، چې ستا تسلي وشي، كوم ځاى كې ، چې فدا جان
اوسي هغه ډېر ښكلى ځاى دى، د چا زړه نه كېږي، چې ترې راشي او بل ځوانان، چې په سفر لاړ شي بيا كله
اځي.
نن، چې پوره څلور ورځې د هغوى له راتلو څخه تېرې شوې وې، سوېلۍ ترور تر نورو ورځو ډېره ناكراره او
ه پوښتنو څخه ډك زړه ښكارېده. كله، چې دوى سهارنۍ تمامه كړه، ميرګل كاكا سوېلۍ ترور ته مخ ورواړاوه: ښځې خوښه دې
نه ده، چې خپل كور ته لاړ شو. د مير ګل كاكا په دې خبره له مېلمنو نه د ستړي كوربه په شان، جبار وغوړېد، داسې، چې
كه همدا شېبه له خپلو مېلمنو سره مخه ښه كوي، خپلې خواښې ته، چې ځير ځير يې هغه ته كتل مخ واړاوه، خو ژر يې سترګې
ښكته واچولې او ځان يې د غالۍ د ګلانو په ليدو مشغول كړ. سوېلۍ ترور سره له دې، چې غوښتل يې د خپل خاوند خبره ومني،
خو تر څه سوچ وروسته يې وويل: سړيه! ولې وارخطا يې، ځو به، زړه مې راته وايي، چې همدا نن و سبا كې به يا فدا جان راشي
او يا به يې څه حال احوال وشي، كه راغى بيا به له هغه سره يو ځاى كور ته لاړ شو.
هغې له دې خبرې سره مخامخ
جبار ته وكتل، له دې كتو سره په سوچونو كې لاهو شوه: ګوره ترورې ما دا خبره ځكه وكړه، چې ستا تسلي وشي. كوم ځاى كې،
چې فدا اوسي، ډېر ښكلى دى، د چا زړه نه كېږي، چې ترې راشي.
سوېلۍ ترور لا هسې په سوچونو كې ډوبه وه، چې جبار، م
يرګل كاكا ته مخ ورواړاوه : كاكا ترور مې رښتيا وايي، څه كوئ، چې ځئ، يو څو شپې نور هم پاتې شئ ...
جبار غوښت
، چې نور څه هم ووايي، خو سكينې د خبرو لړۍ ترې واخيسته: دادا جانه! كه پاتې شئ موږ به ډېر خوشاله شو، خداى مه
بانه دى، كېداى شي په نن او سبا كې مې ورور جان هم راپېښه وكړي.
ميرګل كاكا، چې پوه شو ښځه يې د تلو تابيا نه
لري ، نو ويې ويل: ځه، يوه بله شپه به هم تېره كړو.
بيا يې جبار ته مخ ورواړاوه: جباره زويه! راځه، چې منډوي
ته لاړ شو، زه به لږ څه سود او سودا وكړم او ته به هم خپله دكانداري.
جبار هم خپله خبره له هغه سره غوټه
كړه: رښتيا دې ووې، ځه چې ځو، هسې هم په ما ناوخته شوې ده.
د نارينه وو له وتلو وروسته سوېلۍ ترور خپل شاوخوا
ته وكتل او بيا يې خپلې لور ته وويل: شكر دى لورې ژوند مو له پخوا ډېر ښه شوى دى. خداى شته د دې نويو اخيستل شويو
يانو په ليدو ډېره خوشاله شوم. ښه شو، چې جبار د خپل كور او ژوند په جوړولو پوه شو.
سكينه، د خپلې مور په دې
خبرو ډېره خوښه او خوشاله شوه: شكر پر تا، پلار جان او ورور جان مې... دا ټول شيان، چې ګورې د همدې دريو هفتو په ترڅ
كې اخيستل شوي، هغه ورځ....
سوېلۍ ترور د سكينې خبره په نيمه كې پرې كړه، له خپله ځايه پاڅېده او د كوټې برې څنډې
ته ورغله: ښه شوه، خداى مو نور هم د شتو خاوندان كه، څومره ښايسته غالۍ مو اخيستې.
سوېلۍ ترور، چې د غالۍ
يوه څنډه هاخوا دېخوا كوله او د غالۍ په كتو بوخته وه، لكه، چې څه هېره خبره يې ورياده شوې وي، سكينې ته يې وكتل:
ورې تا څه ويل، هغه ورځ، چې څنګه؟
سكينې وويل: هو! ښه شوه، چې راياده دې كړه، هغه ورځ، چې زه له كلي راغلم
جبار مې په نوو جامو كې ډېر خوښ او خوشاله وليد. ورته حېرانه شوم، ځكه هغه مې هيڅكله هم داسې خوښ او ورين تندى نه و
ليدلى.
سوېلۍ ترور ته لكه، چې د سكينې دې خبرو ډېر خوند وركړى وي، ورو ورو هغې ته ور نږدې شوه او تر څنګ يې
كېناستله: ښه لورې بيا؟
سكينې وويل: بيا ما ترې پوښتنه وكړه، چې ولې دومره خوشاله يې، هغه راته وويل، چې ښځې
اوده بخت مې بېدار شوى.
سكينې لا خبرې كولې، چې سوېلۍ ترور پرې غږ وكړ: ښه! بيا؟
سكينې وويل: بيا ما ورته
ووېل څنګه؟ هغه ځواب راكړ، چې ډېر كلونه پخوا مې پلار يو چا ته پيسې په پور وركړې وې. هغه سړى تر دا دوو ورځو مخكې را
نه ورك و، هغه تېره ورځ مې وليد، ډېر غټ تجار دى، په كروړونو پيسې لري. زما په ليدو ډېر خوشاله شو.
سوېلۍ ترور
بيا د سكينې د خبرو منځ ته وغورځېده: ښه لورې! ډېره خوندوره كيسه ده، نور.
سكينې تر څه سوچ وروسته وويل: او
بيا جبار وويل، چې هغه سړي زما پلار ته ډېرې دعاګانې وكړې، ويل يې چې په همهغو پيسو يې يو ښه كار و بار پيل كړ او
اوس دا دى تجار شوى دى.
سوېلۍ ترور بيا د سكينې خبرې پرې كړې: ښه لور جانې! بيا؟ س
كينې وويل: جبار وويل
تاجر هغه پيسې سره د څو څو چنده ګټې او څه مال راته راكړې.
د سكينې د خبرو په پاى كې سوېلۍ ترور ارامه شان و
ړزېده، سوچونو په مخه كړه، د جبار د بې وزلي پلار د ژوند سختې او نادارې ورځې شپې يې وريادې شوې، چې څنګه يې په بې
وزلۍ كې ژوند كاوه او يوه ټوټه ځمكه يې چې لرله، هغه يې هم په چا ګرو كړې وه... سويلۍ ترور لا هسې په سوچونو كې ډوبه
وه، چې سكينې پرې ورغږ كړل: مورجانې! څه چورتونه وهې؟
سوېلۍ ترور مخامخ خپلې لور ته وكتل: هيڅ، هسې. سكينه خپ
ې مور ته ځير شوه، د هغې په مخ يې شېبه په شېبه د رنګ او بڼې ادلون بدلون او هر دم په سوچونو كې ډوبېدل او دې وروستي
لنډ ځواب څه اندېښمنه كړه. څه شېبه دا هم له ځان سره وبوگنېده او بيا يې وويل: مور جانې!
سوېلۍ ترور ور وكتل: څ
ه وايې؟
سكينې وويل: زړه كې مې ګرځي، چې غواړې څه ووايې، خو...
سوېلۍ ترور بې واره د خپلې لور له خولې نه
خبره واخيسته: لور جانې! فدا جان ته مې ډېر چورت خراب دى. موږ له كلي نه دلته راغلو مالې تاسې ته به يې څه حال شوى
وي... او له دې خبرو سره يو ځل بيا په سوچونو كې ډوبه شوه، ښه شېبه همداسې د خپلو فكرونو په ټال كې وزنګېده او يو دم
لكه، چې بيا څه هېره خبره ورياده شوې وي، سكينې ته يې وويل: ودې ويل، هغه ورځ، چې له كلي نه راغلې خپل مېړه دې خوشاله
وليد؟
سكينې بې له ځنډه ځواب وركړ: هو!
د سكينې له دې هو سره سوېلۍ ترور ورو شانې ولړزېدله، اوتر اوتر يې
ها خوا دېخوا وكتل او بيا د سوچونو ښاپېريو له ځان سره بوتله: ګوره مورجانې! ولې داسې كوې، ولې د خپلې لور ژوند خ
ابوې، جبار زموږ د خېښۍ او خپلوۍ سړى نه دى. هغه خپلې ورځې په چرسو او جوارۍ تېروي... ترورې كوم خلك چې سفر ته ځې بېرته
نه راګرځي... مور جانې زه راغلى يم او لكه چې فدا پخپله په خپلې مور دا غږ كوي : مور جانې زه راغلى، زه راغلى يم،
خپلې خور كره راغلى يم. هه ما نه ګورې، دغه يم. سوېلۍ ترور هماغسې په سوچونو كې ډوبه د كوټې د وره خوا ته وكتل، له
خپله ځايه پاڅېده، د وره په طرف لاړه او غږ يې وكړ: چېرته يې زويه، چېرته؟ ورو ورو همداسې دالان ته ووته او خپل
اسونه يې سره ومروړل، څو شېبې په دالان كې ښكته پورته وګرځېده، بيا بېرته كوټې ته راننوته. سكينه، چې هم د مور دې
حالت ته په سوچ كې تللې وه، له ځان سره يې وويل: په مور مې څه شوي؟ ولې دومره ناكراره ده؟
سوېلۍ ترور لا هم په
دالان كې په قدم وهلو بوخته وه، لكه، چې په زړه كې يې څه تېر شول، ځاى په ځاى ودرېده. د سترګو په رپ كې مخامخ كوټې
ته، چې په نويو اخيستل شويو شيانو ښكلې شوې وه، ورننوته. په ورننوتو سره وهمونو په سر واخيسته، څه پرې شوي وو. د
زړه په غوږونو يې د يوې تتې كړيكې انګازه خپره شوه. دې كړيكې ورو ورو زور واخيست: مورې، مورجانې! زه راغلى يم. زه
اغلى يم. دې كړيكې داسې ووېروله، چې ناڅاپه يې له خولې يوه اوچته كړيكه راووته. له كړيكې سره سكينه هېښناكه له
كوټې راووته، ښكته پورته يې په دالان كې وكتل، خپله مور يې ونه ليده، يوې كوټې ته يې سر دننه كړ، هلته يې هم خپله
مور ونه لېده، بلې كوټې ته، چې ورننوته هغه يې پر مځكه پرته وليده. ورنږدې شوه او په زوره زوره يې وخوځوله: مورجانې!
دا نن څه در باندې شوي؟ او له ځان سره لګيا شوه: اوه خدايه! په مور مې څه شوي، پخوا خو داسې نه وه.
سكينه د
خپلې مور سر له مځكې راجګ كړ او پر خپلو ځنګنو يې كېښود او بيا يې په ژړغوني اواز پر خپلې مور غږ وكړ: مورجانې! ولې ؟
سوېلۍ ترور ورو ورو خپلې سترګې پرانستې، سكينې ته يې وكتل او په ژړغونې غږ يې وويل: د فدا جان غږ مې واورېد، چې
ما ځان ته بولي او وايي: زه راغلى يم، مور جانې زه راغلى يم، دغه يم.
سكينه د خپلې مور د خبرو په اورېدو بې
واره په ژړا سر شوه او مور او لور ښه شېبه سره وژړل. مازيګر مهال ميرګل كاكا كور ته راغى، چې كله كوټې ته ننوت
سوېلۍ ترور او سكينې ته يې پام ورواوښت، چې سرونه يې په دستمالونو تړلي او سترګې يې سرې اوښتې دي. خپلې ښځې ته ورنږدې
شو او ويې پوښتل: څه خبره ده، ناجوړه خو نه يې؟
سويلۍ ترور په ناست او تت غږ ورغبرګه كړه: هسې ماسپښين سر
اباندې وګرځېد، سكينه جانه وارخطا شوه او په ژړا ژړا يې ځان ستړى كړ.
ميرګل كاكا يوه ارامه ساه وكښله او
په تندۍ له كوره ووت. څو شېبېې وروسته يې په يوه پوړۍ كې څو دانۍ د سر درد او تبې ګولۍ راوړې. ماښام شا و خوا جبار كو
ته راغى او بې له دې، چې له ټولو سره روغبړ وكړي، پر سكينې يې غږ وكړ: سكينې! زه بېرته ځم، چې چېرته مېلمه يم. ده لا
خپله خبره نه وه خلاصه كړې، چې نظر يې د خپلې ښځې او خواښې په تړلو سرونو او سرو سترګو ولګېد، په وارخطايۍ يې
پوښتنه وكړه: خيريت خو به وي، ناجوړه شوي خو نه يې؟
ميرګل كاكا ورو وويل: نه څه خبره نشته، هسې مور او لور
په څه سره ژړلي.
جبار يوه ارامه ساه وويسته او د ميرګل كاكا څنګ ته كېناست. څه شېبه كرار ناست و، څه سوچ و
غى، له خپله ځايه پاڅېد او مير ګل كاكا ته يې وويل: كاكا! تا سبايي څه ويل، چې سبا خپل كور ته ځئ؟
ميرګل
كاكا وويل: هو ! زويه، نيت خو مې همداسې دى.
جبار وويل: چې داسې ده، زه به ورشم او له ملګرو نه به مې رخصت
واخلم، كه نه ښه مېلمستيا هم ده.
ميرګل كاكا ورته وويل: چې ښه مېلمستيا ده، خير دى ورشه، موږ...
جبار
خبره ترې ونيوله: نه، نه اخري شپه مو ده، لږ غورې به سره وكړو او بيا سهار به مو د موټرو تر اډې هم ورسوم.
جبار دا خبرې په تګ تګ كې وكړې او له كوره ووت. د جبار له وتلو سره سوېلۍ ترور ميرګل كاكا ته په ډېرې عاجزۍ او
بې وسه انداز كې وويل: ګوره سړيه! خير دى، دومره شپې پاتې شولو، سبا به هم پاتې شوو، بله ورځ به ځو.
ميرګل
كاكا په ډېرې بې پروايۍ ورته وويل: نه، نه كېږي، سبا ته ځو له خيره.
سوېلۍ ترور بيا د زاريو لمن ونيوه: خير دى
يوه بله شپه هم تېرو، ګوره خير دى، يوه ...
سوېلۍ ترور لا خپله خبره نه وه خلاصه كړې، چې ميرګل كاكا ورته
وويل: ګوره ښځې، ته خو يوه بله شپه وايې، ما به لس شپې نورې هم درته نه وې، چې ځه لاړ شو، خو...
دا وارې سوېلۍ ت
ور خبره ترې ونيوله: خو څه ؟
ميرګل كاكا په نه زړه ورته وويل: ګوره ښځې دا خبره دومره ښه هم نه ده، چې ويې
كړم، خو مجبور يم، چې رڼه او صفا يې درته ووايم. سوېلۍ ترور په ډېر تعجب وپوښتل: كومه خبره، څنګه خبره؟
مي
ګل كاكا وويل: ګوره له كومې ورځې، چې راغلي يو هره ورځ جبار راته په لاره كې د كلي د تګ خبره كوي او ته هم ګورې له
هغې ورځې، چې راغلي يو، جبار ډېر كم په كور وي. هسې نه، چې په موږ په تنګ شوى وي.
د ميرګل كاكا په دې خبرې سره،
سوېلۍ ترور د يوې لنډې شېبې لپاره له ځان سره څه فكر وكړ او بيا يې وويل: رښتيا وايې ماته هم همداسې ښكاري، خو ګوره
خير دى يوه بله شپه هم.
ميرګل كاكا بې واره ترې وپوښتله: ولې يوه بله شپه؟ -
زړه مې راته وايي، چې
سبا ته به مې د زوى جان څه پته وشي. خداى مهربانه دى، كه سبا ته تر غرمې هم راغى بيا نه پاتې كېږو، ځو به.
-
ګوره، دا ښه خبره نه ده، ما جبارته ويلي، چې سبا ته ځو، كه پاتې شوو، هغه به څه وايي.
سكينه، چې تر دې دمه غ
ې ناسته وه، په تت غږ يې وويل: پلارجانه، هغه به څه وايي او بيا خو تاسې په زور له كوره نه شړي.
ميرګل كاكا
ورته موسكى شو: هو لورې! رښتيا وايې، هيڅوك هم څوك په زور له خپله كوره نه شړي، خو ښه خبره نه ده، چې پاتې شوو.
د ميرګل كاكا د خبرو له ختميدو سره جبار كوټې ته راننوت او سكينې ته يې وويل: د ډوډۍ تر تياريدو پورې د كاكا
دوى كالي اوخپلې جامې غوټه كړه، سبا ته هم كلي ته ورسره ولاړه شه. د جبار په دې خبرو ميرګل كاكا سويلۍ ترور ته
وكتل، خو څه يې ونه ويل، ښه شيبه چوپتيا خوره شوه، داسې چوپتيا، چې ته به وايې له سره څوك دلته نشته. په همدې
چوپتياوو كې جبار سكينې ته وكتل او پوهه يې كړه، چې پاڅيږي او لاس په كار شي. سكينه له ځايه پاڅيده او په داسې حال
كې، چې ژبه يې نښته ويې ويل: جامې به غوټه كړم، خو...
جبار په تريو انداز ورته وكتل: خو څه!
تر څو، چې
سكينې خوله خبرې ته جوړوله، سويلۍ ترور مخامخ جبار ته وكتل او په معصومانه اندازيې وويل: زوى جانه! كالي به سبا
ته له خيره په ارامه غوټه كړي.
- ولې يې، همدا اوس نه كوي، چې سبا ته.
- موږ غواړو، چې سبا ته هم دلته
پاتې شو.
جبار لږ شيبه څه سوچ وكړ او بيا يې وويل: ترورې دا موخپل كور دى، چې څومره پاتې كيږئ پاتې شئ، خو....
لكه چې سويلۍ ترور د جبار د دې خبرې په مانا پوهېدلې وي، ويې ويل: زوى جانه، سبا ته ځكه مالې پاتې به شو كه ت
ديري فدا جان راپيښه وكړي.
جبار مخامخ ورته وكتل: څنګه داسې فكركوې؟ ما خو درته مخكې ورځو كې هم وويل، چې...
سويلۍ ترور بيا خبره ترې واخيستله: نه زوى جانه، زما فدا جان هسې نه دى، هغه حتما او خامخا راځي.
سوي
ۍ ترور دا خبره وكړه او بيا په سوچونو كې ډوبه شوه: مورجانې! كه ناوخته شوه دخپلې خور كره ځم... مورجانې زه راغلى
يم... ته ما نه ګورې... ته مانه وينې... زه راغلى يم... زه راغلى يم. سويلۍ ترور، چې لا هماغسې سوچونو كې ډوبه وه، يو ځلې
له خپله ځايه وښورېده او بې واره يې له خولې ووتل: راغلى دى، همدلته راغلى.
جبار بې واره شان پوښتنه وكړه: څ
وك راغلى، چيرته راغلى؟
سويلۍ ترور وويل: فداجان زوى مې.
جبار بيا وپوښتله: چا وويل، چې راغلى؟
سويلۍ ترور ووېل: هغه په خپله ووې، چې دلته راغلى؟ هو، هغه پخپله ووې.
جبار ورو ورو خپلې خواښې ته نژدې
شو: څه وخت يې ووې، كله يې ووې؟
سويلۍ ترور هماغسې سوچونو كې ډوبه ځواب وركړ: خوب كې يې راته ووې.
جبار، چې
تر دې دمه حيران حيران خپلې خواښې ته كتل، يو دم كټ كټ په خندا شو، تر ډېرې شيپې پورې يې همداسې په كټ كټ خندل، كله
يې، چې خندا غلې شوه، ويې ويل: سكينې ډوډۍ تياره كړه، چې شپه تېريږي، د ترور حال هم ښه نه دى، پريده، چې لږ خوب
وكوي. ډوډۍ تياره شوه، د دسترخوان په سر هم جبار له ځان سره خندل او ويل يې: رښتيا وايي، چې د اولاد غم سړى لېونى
كوي. له دې سره يې بيا سوېلۍ ترور ته وكتل او په كټ كټ يې وخندل.
سويلۍ ترور ټوله شپه په ويښه او د جبار د كټ
كټ خنداګانو په څپو كې تيره كړه. عجيبه حالت يې درلود، هېڅ ارام نه ورته، څو څو ځلې له خپلې بسترې راجګه شوه،
غوښتل يې انګړ ته ووځې، خو د وتو توان يې په ځان كې نه ليده، له ځايه به راجګه شوه او بېرته به څملاسته. سهار مهال
ه خپلې بسترې راجګه شوه، انګړته ووته او بېرته كوټې ته راغله. څه شيبه د كوټې د وره ترڅنګ ودرېدله او بيا ووته.
هېڅ په ځان نه پوهېده، په وتو كې يې قدمونه يو په بل پسې ګړندي كېدل. د سترګو په رپ كې يې ټول انګړ ګزوپل كړ. د انګړ
په يوه ګوټ كې ودرېده، پښې يې سستې شوې، څه شيبه هلته ځاى په ځاى كېناسته، يودم راپاڅېده، غوښتل يې ، چې د انګړ بل
ګوټ ته ورشي، له پاڅيدو سره سم يې زړه بې واره ولړزيده، پښو يې لا سستې وكړه، بېرته كېناسته، سريې وګرځېد، خپل
اسونه يې غوږونو ته كړل. تر پښو لاندې ځمكې ته يې نظروكړ، بيا يې ټول انګړ ته وكتل، دغه ځاى ورته يو څه نرم او
خاورين ښكاره شو. وريږديده، سړې خولې پرې راماتې شوې، لكه، چې څه اواز يې ترغوږو شوى وي. ځيره شوه، ټول بدن يې ميږي
ميږي شو، په خپلو بې سيكه ګوتو ورو ورو د هغه ځا ى په كيندلو بوخته شوه، چې څومره يې هغه ځاى كينده خاوره به يې لا
نرميده. چورتي غوندې شوه، يوه شيبه يې له كېندنې لاس واخيست، په ويرجنو سترګو يې كيندل شوي ځاى ته وكتل، وېرې په
سرواخيسته، سترګې يې سپينې واوښتې، غوږونو يې بونګهارى وكړ: مورجانې زه راغلى يم، دغه يم مورجانې دغه يم، ما ته
وګوره، دغه يم. اخ مورجانې، اخ مورجانې. له دې تتې كړېكې سره يې ساه وسوزېده، په سلګو شوه، وهمونو په سر واخيسته.
سر يې دروند شو او يوه اوچته او هيبتناكه چيغه يې له خولې راووته. د هغې له چيغې سره ميرګل كاكا، جبار او سكينه
درې واړه په وارخطايۍ له خوبه راپاڅيدل او انګړ ته يې راودانګل. سويلۍ ترور پركېندل شوي ځاى پرته وه او ورو ورو
يې سلګۍ وهلې. ميرګل كاكا او سكينه هغې ته ورنژدې شول. سكينې خپله مور له خاورو راپورته كړه: مورجانې ولې؟ ولې مو
جانې ولې؟
ميرګل كاكا يو ځل خپلې ښځې او بيا كيندل شوي ځاى ته وكتل، بې واره يې پرسويلۍ ترور ورژغ كړل: ښځې و
ې؟ دلته دې څه كول؟ دلته دې څه شي لټول؟
سويلۍ ترور په بنده بنده ژبه وويل: سړ- ي – يه- دا – دا ځاى- و- وكي-
يي - نه.
ميرګل كاكا وويل: ولې يې وكينم، دلته څه شى دي، څه دې ليدلې؟
سويلۍ ترور، چې خپلې شونډې يې په
غاښونوچيچلې او خپله سينه يې په خپلو لاسونو كلكه نېولې وه ، په ژړا ژړا يې وويل: ومې وې، چې دا ځاى وكېنه، هله ژر
ه، هله، هله . هله ژرشه ګوره مه!
سويلۍ ترور داسې ايسيده لكه خوب، چې ويني او په ځان نه پوهيږي. ميرګل كاكا
په منډه د انګړ له بر ګوټ نه بېل راواخيست او د هغه ځاى په كېندلو بوخت شو، يو بېل خاوره يې لا له هغه ځايه نه وه
اجګه كړې، چې جبار په بيړه ورنژدې شو او بيل يې ورنه راكلك كړ: څه كوې، څه كوې؟ دلته څه شى ګورئ، څه كوئ؟
جبار، چې څومره كوښښ وكړ، ميرګل كاكا كيندنې ته پرېنږدې، وسه يې ونه رسېد. ميرګل كاكا هغه ته بد بد وكتل،
يوه زوروره ديكه يې وركړه او بيا په كيندنه بوخت شو. د نيم قد قدر ځاى خاوره يې، چې راجګه كړه، سترګې يې پر يوې زړې
او په وينو لړلې بوجۍ ولګېدې. بېل يې په ډېرې وارخطايۍ يوې خواته ګوزار كړ او بوجۍ يې له ژورې نه راوايستله، ژرژر يې د
بوجۍ سر ورپرانست او يو ټوك ټوك او په چړو غوڅ غوڅ بدن يې ترې راوويست د فدا د ټوك ټوك شوي بدن په ليدو سويلۍ ترور
او سكينه دواړه په چيغو شوې او د خپلو ګرېوانونو او وېښتانو په شوكولو يې پيل وكړ. په چيغو چيغو يې سره وژړل:
فداجانه! وه زما نيمه خوا او ځوانيمرګه زويه، وه خدايه ولې، ولې؟
سكينه خپلې مورته ورتر غاړې وته او په ژړا
ژړا يې ووېل: اخ زما وروركه، خور درنه لوګى شه، دا چا، چا په دې حال كړى يې، واى چا چا په دې حال... مور درنه لوګى
ه اخ خدايه اخ خدايه!
ميرګل كاكا، چې تر دې دمه غلى غلى له ځان سره ژړېده او د فدا ټوك ټوك بدن ته يې كتل، يو
دم او په ډېره غوسه له خپله ځايه راولاړ شو، بيل يې راوخيست، خو، چې شاته يې وكتل، جبارهلته نه
و.