زه غل نه يم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 9281
صديق الله بدر، كابل.
دخبریدو نیټه : 2006-09-26

 د پوليسو مشر د خپلو ملګرو پوليسانو تر نيم ساعت پلټنو وروسته د كور خاوند ته چې هغه ته نږدې ولاړ و، وويل:\" ستاسو غل، د خپل كور سړى دى.\"
 د اجمل پلار په ډېره وارخطايي وويل: " څه وايې امر صاحب! زموږ د خپل كور، هغه څنګه، څوك دى؟\"
 د پوليسو مشر خپل يو تن پوليس ته غږ  وكړ:\" مي داده! د جنايي او كريمنالستيك كسانو ته غږ  وكړه، چې له خپلو ټولو مشاهدو سره دلته راشي\"
 شېبه و وسته، د جنايي او كريمنالستيك مسوولين هغې كوټې ته، چې د پوليسو مشر ناست وو راننوتل. د كريمنالستيك مسوول د كور خاوند ته په ځير ځير  وكتل او هغه يوه جوړه بوټان، چې يې په لاس كې وو، ده ته وروښودې او ويې ويل:\" كاكا! دا د چا بوټان دي؟\"
 هغه بې واره او په لړزنده غږ ځواب وركړ:\" دا... دا زما..زما د زوى...د اجم .. اجمل دي\"
 _ هغه چېرې؟
 _ دا اوس همدلته و. ولاړ، چې تاسو ته د چايو بند و بست وكړي.
 _ ته خو هغه ته غږ  وكړه.
 د پلار له غږ سره اجمل په منډه منډه راغى. كله، چې كوټې ته ننوت، د كريمالستيك مسوول هغه بوټان وروښودل:\" دا ستا دي؟\"
 _ هو! نوي مې اخيستي، مطلب؟
 _ هيڅ، هغه هوښيار بې عقله، چې يې بولي هغه تا غوندې وي. په مطلب پوه وې؟
 اجمل غوښتل څه ووايي، خو همدا، چې پر خپل پلار يې سترګې ولګېدې. خبرې يې په خوله كې وچې شوې. پلار يې بې هوښه پر دېوال تكيه و. منډه يې كړه، هغه يې غېږ كې ونيو.
 څو شېبې وروسته، چې هغه په هوښ راغى، اجمل ته يې په كتو كتو كې وويل:\" زويه، زويه...\" او نور يې ستونى وچ شو.
 پوليسو اجمل له ځان سره ماموريت ته بوته. په سبا د اجمل پ ار، مور او د هغه اوښي درې واړه ماموريت ته ورغلل. د پوليسو مشر د هغوى په ليدو وويل:\" هڅه مو ډېره وكړه، دى م ني چې غلا يې كړېده، خو نه وايي چې څه يې غلا كړي او چېرته يې خوندي كړي دي، ډېر نابلده هوښيار دى، هم يې غلا كړې او هم يې موږ ته خبر راوړ\"
 هغوى د پوليسو له مشر نه وغوښتل، چې له اجمل سره د ليدو اجازه وركړي. كله چې د اجمل سترګې پر خپل پلار، مور او اوښي ولګېدې ژړا ونيو او له هغوى يې مخ واړاوه. مور چې يې د هغه پر تن تغمې ولېدې، په كړيكو سر شوه. څو شېبې وروسته، چې اجمل شاته سترګې واړولې، هلته هيڅوك هم نه وو.
 پوليسو دوه درې شپې نورې هم خوارۍ وكړې، خو له اجمل نه يې له لومړنيو خبرو نورې زياتې خبرې وا نه خستلى شوې. په څلورمه شپه پوليسو اجمل دومره په زوره زوره وواهه، چې له هوښه ووت. ملا بانګ ته نږدې هغه په هوښ راغى. له خپله ځايه نيم خېزه شو. په سوچونو كې وب شو، ژړا ونيو او له ځانه سره يې وويل:\" هغوى كه خبر شوي وي، له واده به انكار كوي. زه به خپله مينه له لاسه وركړم... نن بايد زه هغوى كره تللى او خرڅ مې وړى واى... اخر دومره مهم خو نه و، چې غټه خرڅه مو كړې واى. زه به خپله مينه له لاسه...\"
 په همدې سوچونو كې خوب پرې غلبه وكړه:\" شهلا جانې! ته دلته څه كوې، ته ولې دلته راغلې، ته چا خبر كړې، ولې له ما سره يې دا ظلم وكړ، دا چا دا ظلم وكړ، تا ته چا وويل... هر چا چې وويل، خو ويې  ويل. زه زړه سوي ته دې نه يمه راغلې، فقط دې ته راغلمه، چې درته ووايمه زما او ستا په منځ كې نور څه نشته. زه نه غواړم، چې يو غل دې زما خاوند وي... شهلا،شهلا  جانې! صبر  وكړه چېرې ځې؟ ... صبر وكړه... صبر... ګوره... ګوره... د خداى په خاطر بد ګوم ان مه كوه... مه ځه... مه... م...ځ ...ځه... ما غلا نه ده كړې زه .. زه غل... زه غل نه يم... زه غل نه يم...زه...\"
 د هغه له كړيكې سره د پوليسو مشر او د جنايي مسوول سر ته يې ودرېدل. د جنايي مسوول هغه ته ديكه وركړه. هغه په ترهه نېغ پر خپل ځاى كېناست او بې واره يې وويل:\" شهلا، شهلا جانې! باور وكړه ما غلا نه ده كړې. زه غل نه يم. خو دا هم نه شم وي ى...!!!؟\"
 يو تن پوليس د هغه پر سر اوبه وشيندلې او بيا يې هغه د پوليسو د مشر دفتر ته وروست. د پوليسو مشر په زوره پرې ډوډۍ وخوړه.  كله چې لږ ارامه شو او مخكې تر دې چې د پوليسو مشر ترې څه وپوښتې ده وويل:\" صاحب! زه غل... هيڅ هم نه صاحب...ما د خپل اوښي...\"
 د دروازې كړپ شو، د هغه پلار او اوښى دفتر ته راننوتل. د هغه اوښي وويل:\" امر صاحب! كه زحمت نه شي بهر درته يو څه ويل غواړم\"
 د پوليسو مشر د اجمل له پلار او اوښي سره له دفتر نه ووت. ډېره شېبه وروسته، چې ټول بېرته دفتر ته راننوتل. د پوليسو مشر موسكى شو او اجمل ته يې وويل:\" خير هغه څه چې تا نه ويل، دوى وويل، پاڅه موږ ته مافي كوه، موږ هم مجبوره وو، مسووليت مو درلود\"
 بيايې يوه پاڼه اواخيسته، څه يې پرې وليكل، پر هغه يې د اجمل د اوښي امضا واخيسته او ويې ويل:\" په مخه مو ښه، واده كې به مو نه هېروئ، ښه مو كړې، چې د ده چنغله مو نه ده خبره كړې.\"
 د پوليسو له ماموريت نه د وتلو پر مهال د اجمل پلار اجمل په غېږ كې ونيو او په ژړا ژړا يې وويل:\" زويه! ومې بښه، ولې دې زما د عمل جزا قبوله كړه\"