په راتلونکي ولايتي ټورنمنټ کي د ګډون
دپاره د کندهار د ټولو کلبونو له غوره لوبغاړو څخه د الف او بې منتخب ټيمونه جوړل سول.
د کندهار د فټبال فدراسيون رئيس محمدنبي نيازى وايي دغه لوبغاړي د يوه
پنځه کسيز کميسيون د پرېکړي له مخي د هغوى د لياقت پر اساس غوره سوي دي، چي سبا به دواړه ټيمونه تر خپل منځ يوه
دوستانه لوبه هم ترسره کړي.
ټاکل سوې ده چي د افغانستان د خپلواکۍ د ٨٨ يمي کليزي په مناسبت د زمري د ميا
تي پر ٢٩ مه په کندهار کي د ولايتونو تر منځ د فټبال سيالۍ پيل سي.
ښاغلى محمدنبي نيازي
بېنوا ويبپاڼي ته وويل دغه سياليو ته يې له کابل، مزار، غزني، ننګرهار، هرات، هلمند او فراه ولايتونو څخه م
نتخب ټيمونه راغوښتي دي.
د نيازي په وينا په پام کي ده چي هره ورځ به دوې لوبي کېږي چي يوه به يې م
اپښين او بله به يې د شپې ترسره کېږي.
د فټبال د فدراسيون رئيس وايي د افغانستان په تاريخ کي به د
لومړي ځل دپاره د شپې لوبي په کندهار کي ترسره سي.
د يادوني وړ ده چي په دې وروستيو کي د کندهار د ولايت
مقام د ورزشي سټډيوم دپاره روښانه څراغونه لګولي چي په رڼا کي به يې کندهاري لوبغاړي د شپې له خوا هم
د فټبال د مينه والو تنده خړوب کړي.