يکشنبه د اګست ٢٦ مه
د ولايتي ټورنمنټي لوبو په جريان کي پرون د شنبې په ورځ د کندهار د اتفاق او فراه منتخبو ټيمونو تر منځ يوه لوبه وسوه چي دوه د صفر په وړاندي کندهار اتفاق لوبډلي وګټله.
دغه په زړه پوري لوبه چي د شپې له خوا تر سره سوه د کندهار د فټبال فدراسيون د رئيس محمدنبي نيازي په وينا د شلو زرو په شاوخوا کي تماشاچيان ورته راغلي وه.
د لوبي د لومړۍ نيمايي په پيل کي کندهاري لوبغاړو څو پرله پسې حملې وکړې چي له هغو ځني يوسف د د ګول پر کولو وتوانېد.
دوهم ګول د دوهمي نيمايي په منځ کي د خوشال له خوا تر سره سو، خو فراه ولايت له ډېرو هڅو سره سره د لوبي تر پايه ګول ونکړاى سو.
تر پورتنۍ لوبي دمخه ماځيګرنۍ هغه چي د کندهار احمدشاه بابا او جوزجان ولايت منتخب ټيم تر منځ سوې وه، احمدشاه بابا څلور د يو په مقابل کي له جوزجان ولايت څخه ګټلې وه.
د ولايتي ټورنمنټ دوې نوري لوبي چي د جمعې په ورځ تر سره سوي وې، د ورځي هغې يې د زابل او جوزجان ولايتونو تر منځ وه، چي دوه د صفر په مقابل کي زابل ولايت ګټلې وه. او ماښامنۍ يې د فراه او روزګان ولايتونو تر منځ وه چي ١٦ د يو په مقابل کي فراه منتخب لوبډلي ګټلې وه.
د يادوني وړ ده چي نن يکشنبه به روزګان او غزني ولايتونه د ورځي له خوا او هلمند او زابل د شپې له خوا لوبه تر سره کړي.