مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-09-29   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

واشنګټن کي دافغاني ملي ټولني د خواخوږی پیغام

ډاکټر نبي مصداق

په ډيری خواښينۍ سره د افغانستان يو پياوړی ، مخلص او په وطن مين ځوی ، ډاکټر احمد شاه غني احمدزی ، د سه شنبه په ورځ ، سپتامبر 16 د 63 کالو په عمر ، د واشنګتن په ېوه روغتون کې په حق ورسيد . قالو انا للله و انا اليه راجعون .  ډاکټر احمد شاه غني احمدزی د شاه جان ځوی ، د پوهاند اشرف غني مشر ورور ، دعبدالقيوم کوچی صاحب وراره او د فرقه مشر غني خان لمسی وو . 
خدای بښلي خپله زده کړه د حبيبيه په ليسه کې سرته رسولی وه  اوله هغه وروسته  د حقوق فاکولته د سياسي علومو په څانګه کې په زدهکړه بوخت شو . بيا د لوړو تحیيلاتو لپاره فرانسې ته تللی وو چه له هغه ملک نه يي ډاکټري په سياسي علومو کې تر لاسه کړه او د کابل پوهنتون د حقوق فاکولته د يوه تکړه او مدبر استاد په څير د روسانو تر راتګ پو ی  هلته استاد وو . د هغو دورو شاګردان ، دځينو نورو استادانو تر څنګ ، د دو تنو استادانو نومونه په حرمت س ه يادوي چه يو يي مرحوم عزيز نعيم او دوهم يي پخپله ډاکټر احمد شاه غني احمدزی وو .
خدای بښلی  غني احم دزی د يوه واقعي او ايډيال پښتون ټول صفات درلودل: روسانو ته يي په هغو تنګو او لنډو شپو ورځو کې د امپيريالستي ځواک نه ويل او په اوس حال کې يي پخپلو راديو يي او تلويزيوني خبرو کې په امريکا او د هغو په ډيموکراسۍ چه په افغانستان کې غواړي پلې کړي ، بي له کوم خوف او هيرې نه په  قاتعانه  ډول نيوکې کولې . مرحوم ميلمه پال ، د وي ايمان خاوند ، له هر دوست سره خورا مهربانه او له مخالفينو سره سوګند ياد کړی دښمن وو . 
له  ډاکټر احمد شاه غني احمدزی نه يوه لور او د هغه ډير زيات دوستان او ملګري پاتې دي چه د هغه مرګ نه يوازې دهغه درنۍ کو نې ته خو افغانستان ته  يوه لويه ضايعه کڼي .
هغه د يو کال نه را په دې خوا ، د شکرې يا ډای بيټي په ناجوړې اخته شوي وو چه پروردګار د هغه د نيکو اوصافو له امله هغه ته د روژې مياشت، چه د دوزخ درواې تړلې وي او د جنت د وازې خلاسې وي ، ور په نصيب ګړ .  
د مرحوم مړی لوګر ته يو وړل شو ترڅو په پلرنې هديره کې د خپل نيکه تر څ نګ خاوروته وسپارل شي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery