دافغانستان ملي لوبډلي نن په کويټ کي د
عمان دولت څخه د لسو اسیايې هیوادونو د کرکيټ پایلوبه وګټله او په لومړي ځل ئې د دغه اتلولیو لومړی مقام
تر لاسه کړ .
افغان چنګځپلو ځوانانو چي په ډيره شخته او پېچومې مقابله کي شکیل وه او ایله په یوه مڼډه يې د
بخت کاسه اوښتل چي بري ته ورسیدل او له تماشاکونکو نه نیولې تر لوبغاړو پوري د ټولو سترګي د اوښکو ډکي وې
او هر لور ته د افغانستان ملي بیرغ رپیده
دغه لوبه چي د عمان دولت سره تر سره شوه لومړي افغانستان په شل
اؤورونو کي خپل بخت وازمایه او ۱۵۱ مڼدي ئې د نهو لوبغاړو په سوځیدو تر سره کړې او په مقابل کي عمان د کلک
عزم سره د ټاکي هدف په لوره سخته لوبه اوکړه او په شلو اؤورونو کي ۱۵۰ منډي ترسره کړې او لوبه د افغانستان د ملي
لوبډلي په ګټه پایته ورسیدله
دیادلو وړ ده چي دغه لوبي د لسو اسیایې هیوادو افغانستان، عم
ان،نيپال،قطر، عربي امارات، ماليزيا، کويټ، هانګ کانګ ، سينګارپور، اوسعودي عربستان تر منځ په کویټ
کي تر سره شوې چي افغانستان ته د اتلولۍ مقام په برخه شو او عمان ددغو سیالیو دوهم مقام تر لاسه کړ . خو د ک
کیټ د شورا له خوا دواړه برابر علان شوه ځکه چي وروستی منډه د عمان د لوبډلي په وینا د تماشاچانو د لوبغالي د
ننوتلو د وجي نمګړې پاته شوه
د افغانستان تېرکال هم په کويت کي د کرکټ په اسیایی سياليو کي پايلوبي
ته رسېدلی و خو د بحرين هېواد لخوا يې ماته وخوړه او دوهم مقام يې ترلاسه کړ