سپينه ماڼۍ : د افغانستان په جنګ کي پرمختګ
ندي راغلى
امريکايي مقامات وايي: سپينه ماڼۍ اعتراف کوي چي د افغانستان د جنګ په ارتباط د
بش د ادارې د کال ٢٠٠٧ ټاکل سوي اهداف ندي تر لاسه سوي. د متحده ايالاتو د ملي امنيت د شورا په هم
دې کلني تحليل کي امنيت، ښه حکومت، او په اقتصاد کي پرمختګ شامل دى. امريکايي چارواکي
زياتوي چي پدې ټولو برخو کي پرمختګ ندى راغلى.
د واشنګټن پوست اخبار د نومبر پر ٢٥ باندي
يکي: دې نوي او تازه ارزيابۍ د افغانستان د جنګ په اړه د پوځ او استخباراتي موسساتو تر مينځ د
نظر اختلاف نور هم را څرګند کړ. استخباراتي ادارې، له يوې خوا، په جنګونو کي ځينو برياليتوبونو ته اشاره
کوي، خو له بلي خوا،هغوى د جګړې په ډګر کي د طالبانو پرله پسې کاميابيو ته، د مخدره موادو خورېدو او لا زياتېدو
ته ، او دغه راز د کرزي د حکومت کمزورۍ او بې کفايتۍ ته هم ګوته نيسي. همدا د شرايطو د لا خ
ابېدو عوامل ګڼي.
د امريکا د پوځ يو جنرال چي د افغانستان د اردو په روزولو کي لاس لري، وايي: پدې
تېر کال کي ګرده مهم جنګونه د افراطيانو په تاوان تمام سوي دي. د انتحاري حملو ډېروالى د طالبانو کم
زوري ښيي. مګر د استخباراتو يو مامور وايي: که څه هم، ډېر طالبان وژل سوي دي، خو هغوى د نويو غړو په
اجلبولو کي هيڅ ستونزه نلري. که څه هم، ګڼ شمېر خارجيان او پاکستانيان په طالبانو ور ګډ سوي دي، خو
د طالبانو اکثره غړي هغه افغانان دي چي د کرزي له حکومت څخه خواتوري سوي دي. هغه زياتوي: زما په ګومان
هيڅ پر مختګ ندي راغلى، او د طالبانو لپاره لاره اواره سوې ده.
بلخوا، که څه هم، د ناټو په عملياتو کي د
طالبانو ګڼ شمېر قومندانان وژل سويدي، خو په افغانستان کي د امريکا د يوه پخواني قومندان په قول پدې ست
اتيژيکي لوبه کي دا ټول تاکتيکي برياليتونه دي. هغه وايي: زه د طالبانو ستراتيژۍ ته ډېر زيات
احترام لرم، هغوى بې غيرته او بېرندوکي ندي.
د واشنګټن پوست اخبار ادامه ورکوي او ليکي: د
سپيني ماڼۍ عالي رتبه مامورين په خصوصي ناستو کي د افغانستان په باب سخت بدبينه دي، او دغه راز د
پاکستان روان بحران هم اندېښمن کړي دي. همدا اوس د هغوى تمرکز د افغانستان پر داخلي وضع باندي دى
او ګڼ شېمر يې نور پر کرزي باندي حساب نه کوي. د اسيا د فونډېشن يوه سروې ښيي چي تقريبا
٧٩ فيصده افغانان فکر کوي چي حکومت د دوي اندېښنو ته هډو غوږ هم نه نيسي.
باخبره منابع وايي: که
څه هم، غټ ښارونه د خارجي قواوو تر ولکې لاندي دي، خو کلي او بانډې يې په کنټرول کي ندي چيري چي قريب ٧
فيصده افغانان ژوند کوي. بل خوا، طالبانو په فراه، هرات او په شمالي ولايتونو کي هم فعاليت پيل
کړى دى.
ورځپاڼه وايي: د کال ٢٠٠٣ را پدې خوا يعني د عراق د جنګ سره سم، د افغانستان په لور توجه کمه
سوې ده. د امريکا د جمهور ي رياست لپاره رپبليکن کانديدان خو هډو افغانستان ته اشاره هم نه و
ته کوي، او ديموکرات کانديدان يې يوازي د بش ماما د ټکولو په مقصد يادوي. حتى جمهورريس بش هم د
افغانستان نوم کله نا کله يادوي. د بش د ادارې مامورين په افغانستان کي د روانو ستونزو پړه پر ناټو
باندي اچوي. دوي وايي: ناټو په کافي اندازه عسکر نه ور لېږي او يا دا چي پر خپلو عسکرو باندي يې ډېر زيات
حربي محدوديتونه لګولي دي.
د نظامي چارو مبصرين وايي: نور نو متحده ايالات نسي کولاي
چي د پاکستان د قبايلي سيمو د پاکولو په ارتباط د پاکستان پر پوځ باندي اعتبار
وکړي. د سي اې ې يو پخواني مامور ،هنري کرمپټن، چي د طالبانو په راپرځولو کي يې پوره ونډه در لوده،
وايي: تر څو چي په پاکستان کي د طالبانو د سېب د ځاي د ختمولو چاره و نه کړو، برى تر لاسه کېداي نه سي، او
شرايط به نور هم پسي خراب سي.
هاري - واشنگټن