مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-11-27   مخپرونکئ : هاري ( harri )

اسرايل او فلسطين: د اناپوليس جرګه (هاري)

هاري - واشنګټن

اسرايل او فلسطين:  د اناپوليس جرګه

د اسرايلو او فلسطينيانو مشرانو د مريلنډ د اناپوليس  د سولي په کانفرانس کي ژمنه   وکړه چي د سمبر پر ١٢ به د سولي مذاکرات پيل کړي، او  د کال ٢٠٠٨ په پاى کي به د سولي يوه هر اړخېزه موافقه  لاسليک کړي.  جمهور ريس بش همدا موافقه خپله اعلان کړه، او زياته يې کړه چي د فلسطينيانو او اسرايلو تر مينځ سوله په مينځني ختيځ کي د افراطيانو پرخلاف د پراخي  مبارزې يوه برخه ده. 

ښاغلي بش وويل:  موږ د يو ه نوي دولت د تاسيس په غرض راغونډ سوي يو، د يوه  داسي ديموکراتيک فلسطين  د جوړېدو په مقصد چي د اسرايلو سره څ نګ پر څنګ په سوله  او امنيت کي ژوند وکړي.  موږ پوهېږو چي دا اسانه کار ندى.

د اسرايلو صدراعظم، يهود ولميرت، وويل: اسرايليان پدې پوهېږي چي فلسطينيان هره ورځ توهينېږي. موږ د فلسطينيانو په کړاونو باندي پوهېږو.  هغه زياته کړه:  د سولي وخت رارسېدلى دى، موږ  يوې روغي جوړي  او يو ګران انعطاف ته چمتو يو.

د فلسطين مشر محمود عباس وويل: موږ هيلمن يو چي دا کانفرانس به د يوې دايمي سولي لپاره لاره اواره کړي. موږ غواړو چي سبا د بيت المقدس، مهاجرينو، اوبو، سرحدونو او امنيت په باب نهايي خبري پيل سي.

د سعودي ع بستان د بهرنيو چارو وزير وويل:  د سولي په پروسه کي ځنډ او  غفلت د افراطيانو په گټه دى.   مايوسي او قهر په خطرناکه توگه جگ سوي دي.  ددې وخت رارسېدلى دى چي دا شخړه  ختمه کړو، او ددې وخت  هم رارسېدلى چي ددغي  سيمي د خلکو انرژي او منابع د جنګ او تخريب پر ځاى د انکشاف او سولي د ټينګولو لپاره استعمال کړو.

د اناپوليس د سولي کانفرانس د جمهورريس بش د ادارې  هغه  نوى سياسي ابتکار دى چي  سپينه ماڼۍ غواړي   وروسته له  ٧ کالو غفلت او بې پروايي څخه  اوس  د مينځني ختيځ تر ټولو مهمي ستونزي  ته  توجه ور اړوي.  پدې  اوو کالو کي، جمهورريس بش د اسرايلو هر اقدام او تېرى تاييد کړى او حتى وخت نا وخت يې  تشويق کړى هم دى.   بلخوا، د عراق اشغال او جنګ د فلسطين مسله څه  پيکه کړې ده.  اسرايلو له همدې موقع څخه استفاده کړې او  د فلسطينيانو په ځپلو او وژولو يې  لاس پوري کړى دى.  اسرايلو په همدې ک ونو کي لبنان اشغال کړ، په سوريې کي يې بمباري وکړه،  په لويديځه  غاړه او د غزې په تړانگه کي يې فلسطيني م ران  ترور کړل، او فلسطينيان يې د يوې دوامداري او تباه کونکي اقتصادي محاصرې لاندي وکړول.  د امريکا د پخواني جمهورريس، ښاغلي جمي کارتر، په قول د بش ادارې  پرې ښودل چي پر فلسطينيانو باندي د اپارتاېد رژيم  وچلېږي.

سياسي مبصرين وايي د اسرايلو صدراعظم په اسرايلو کي خورا کم محبوبيت لري.   همدا اوس، د اسرايلو محافظه کاره سياسي جناح   ښاغلي ولميرت ته دسيسې جوړوي.   همداراز، محمود عباس يوازي پر ويديځي غاړي باندي حکومت کوي، او  د غزې تړانګه د حماس تر ولکې لاندي ده.   پدې کال کي څو ځله د فتح او حم اس تر مينځ مرګ ژوبله سوې ده.  سياسي مبصرين عقيده لري چي  لدې کانفرانس څخه د متحده ايالاتو د بهرينو چارو د  وزيري،کاڼدا لييزا رايس، هدف  دا دى چي فلسطينيانو ته دا وښيي چي  محمود عباس تر حماس بهتره دى. 

د فلسطين مسله د مينځني ختيخ د مشکلاتو  مور ده.  په مينځني ختيځ  کي  د هر اړخېزي سولي د راوست و لپاره  د فلسطين د پرابلوم  حل حياتي اهميت لري.   د لبنان جنجالونه، د سوريې جنګونه، د اردون ناکرارۍ، او لنډه دا چي د عربي نړۍ  د ډېرو مشکلاتو رېښې د فلسطين ستونزي ته رسېږي.  بنا،  تر څو چي دا سياسي او تاريخي ستونزه په څه عدل او انصاف فيصله نه سي، په مينځني ختيځ کي د سولي او ثبات د ټينګېدو هيله هسي بابېزه خبره ده.

نوټ: پدې ليکنه کي   د واشنګټن پوست او نيويارک تايمز داخبارو ( نومبر، ٢٧) څخه  استفاده سوې ده.   

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery