د امريکا د ١٦ استخباراتي ادارو يو ګ
رپوټ وايي: ايران د ذره وي وسلو د جوړولو کار قريب څلور کاله پخوا درولى وو. د ايران د ذره
وي وسلو په باب د ملي استخباراتو همدې تازه رپوټ، د بش د ادارې هغه الزامونه بابېزه کړل چي وايي ايران د
ذره وي وسلو د انکشاف په لټه کي دى. د ملي استخباراتو رپوټ په زغرده وايي چي ايران د ذره وي
وسلو د جوړولو کار په کال ٢٠٠٣ کي درولى وو. دا رپورټ زياتوي چي که چيري ايران بيا د خپل ذره وي
پروګرام د شروع کولو تکل وکړي، دا کار به زيات او کم لس کاله وغواړي.
ددې حيرانونکي
پوټ د خپرېدو سره سره، جمهورريس بش د ډسمبر پر ٤ باندي وويل ددې رپوټ نتايجو د ايران په باب د هغه نظر ندى بدل
کړى. سرټمبه ګي او سپين سترګي خو همدې ته وايي. هغه زياته کړه: زه اوس هم ايران يو
خطر ګڼم. په همدې لړ کي، د امريکا د ملي امنيت سلا کار، سټيفن هډلي، ويلي دي چي دې رپوټ پر ايران
باندي د بش د ادارې د فشار اچولو کوښښونه لا تاييد کړل . لفاظي او بې شرمي خو همدې ته وايي. مګر حقي
ت دا دى چي ددې رپوټ خپرېدل د بش هغه څرګندوني بې اساسه کړې چي ايران يې يو مهم ذره وي ګواښ با
ه.
د متحده ايالاتو د استخباراتي ادارو رپوټ پداسي وخت کي خپرېږي چي د بش حکومت د ايران پر خ
اف ناروا تبليغاتو او پروپاګند ته زور ورکړى دى. رپوټ دا هم ښيي چي د امريکا استخباراتو د ع
اق د رسوايي څخه د عبرت درس اخيستى دى. د بش ادارې د عراق د اشغالولو لپاره استخبارات د خپل ناروا نيت
پاره تحريف کړي وو.
پر عراق باندي تر يرغل وروسته، کله چي ټولو نړيوالو ته دا څرګنده سوه
چي صدام حسين د عامي تباهۍ وسلې نه لرلې، او دا هم معلومه سوه چي د بش ادارې د عراق د اشغالولو دسيسه له پخوا
څخه لا تړلې وه، په امريکا او نړۍ کي د بش دحکومت اعتبار سخته صدمه ولېده. نړيوالو همدا اشغال وغانده
او دعراقيانو د قتل عام د مخنيوي ږغ يې اوچت کړ. د سي اې ې ځينو مامورينو ويلي دي چي د عراق د اشغال څخه
د مخه، د متحده ايالاتو د دفاع وزارت عالي رتبه مامورينو تل پر دوى فشار اچوه چي د عراق د ذره وي وسلو د پ
وګرام په باب هغه څه ووايي چي د بش اداره يې ويل غواړي .
د عراق د غير عادلانه اشغال او جنګ څ
خه را وروسته، کله چي په عراق کي د امريکا ناکامي حتمي او مسلمه سوه، د بش د ادارې بې کفايته عالي
رتبه مامورينو د ايران ذره وي پروګرام د نړۍ د سولي لپاره تر ټولو مهم خطر وښود. ددې بې اساسي پاليسۍ يو
سبب دا وو چي د عراق له جنګ او قتل عام څخه د امريکايانو پام بلي خوا ته واړوي. ځکه د عراق په جنګ کي د
امريکايي عسکرو تلفاتو د امريکايانو حوصله نوره په تنګه کړې ده، او د جنګ بېساري لگښتونو يې
اقتصاد ته سختي صدمې رسولې دي . د عامه افکارو سروې ښيي چي اکثره امريکايان له عراق څخه د خپلو عسکرو سم
دستي وتل غواړي.
بلخوا، د بش سلاکارانو غوښتل چي امريکايانو ته دا وښيي چي يوازي
صدام حسين د عامي تباهۍ د وسلو پروګرام نه لاره، بلکي ايران هم چي د امريکا سره پخوانۍ دښمني لري د ذره وي وسلو
د جوړولو په لټه کي دى. نو بنا، د عراق اشغال نه يوازي صدام حسين له قدرت څخه پسي واخيست، بلکي د ايران د
اايسارولو سره هم مرسته کوي.
د ايران او امريکا دښمني څه نوې خبره نده. په ايران کي د اسلامي ان
لاب (١٩٧٩) د راتګ سره سم د دواړو ملکونو روابط قطع سول او تر اوسه پوري متحده ايالات او ايران رسمي
دپلوماتيکي اړيکي نه لري. د ايران اخوندان امريکا د لوى شيطان په نامه يادوي، او په مقابل کي ام
يکا ايران د تروريزم او بې ثباتۍ د خورېدو مرکز ګڼي. همدا اوس، امريکا کوښښ کوي چي پر ايران باندي نور ا
تصادي بنديزونه ولګوي، او په مقابل کي د ايران ملايان هڅه کوي چي په مينځني ختيځ کي د امريکا لپاره نور
مشکلات خلق کاندي.
په هر صورت، ددې رپوټ خپرېدل د بش د ادارې لپاره يوه لويه ناکامي او رسوايي
ده. ځکه کم بخت بش ويلي وو چي د ايران ذره وي هلي ځلي به د دريم جهاني جنګ لپاره لاره اواره
کړي. مګر د امريکا د استخباراتو دې رپوټ د جمهورريس بش څرګندوني چټييات ثابت کړل او د هغه دم
فکورې پر خلاف يې نظر ور کړ. بلخوا، څرنګه چي همدا اوس په متحده ايالاتو کي دجمهوري رياست لپاره کمپين
وان دي، ديموکراتان به ضرور لدې رپوټ څخه د بش په ټکولو کي پوره کار واخلي.
نوټ: پدې ليکنه کي د وا
نگټن پوست او نيويارک ټايمز داخبارونو ( ډسمبر ٤) څخه استفاده سوې ده.
هاري - واشنګټن