مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-02-16   مخپرونکئ : هاري ( harri )

طالبان را جلبېداى سي (هاري)

واشنگټن - هاري

طالبان را جلبېداى سي

د گارډين اخبار د فبروري پر ١٦ باندي د ملګرو ملتونو د هغه برتانوي  مامور سره  ځانگړې مرکه کړې چي  د کابل حکومت د طالبانو سره د خبرو کولو  او په حکومت کي  د هغوي  د برخي اخيستلو او  سياسي گډون   په جرم له هيواد څخه د ډسم بر په مياشت کي  اخراج کړ.   ښاغلي ميايکل سيمپل وايي:   کېداى سي چي  د طالبانو له دريو برخو څ خه دوې برخي د  تشدد او جنګ  خوشي کولو ته تشويق سي، او د روغي جوړي په پروسه کي برخي اخيستولو ته غاړه کښېږدي.  ښاغلي سيمپل پخپلې مرکې همدا اوس هم  د طالبانو سره د خبرو کولو د کوښښونو  دفاع کوي.    د کال ٢٠٠٣ پوري، ښاغلي سيمپل  په افغانستان کي د برتانيې د سفارت يو عالي رتبه سياسي مشاور  وو.   

ښاغلي سيمپل وايي  په افغانستان کي د محلي سياست قرباني سوى دى.  هغه  زياتوي چي م ا هغه څه   غوښتل  چي  د افغانستان د اوسنۍ رواني پاليسۍ  سره مطابق وو. .  موږ غوښتل چي مخا فان  را جلب کړو او د دولت په چوکاټ کي يې داخل کړو، او روان  تشدد را ايسار کړو.   هغه پخپله لمړنۍ م که کي وايي: يو محلي مامور په ناحقه د هغه پر خلاف تبليغات کول او د هغي سياسي پروسې ختمول يې غوښتل چي د طا بانو د راجلبول په منظور په لاره اچول سوې وه.

ښاغلي سيمپل  په  هلمند کي د طالبانو  د راجلبولو په ارتباط د يوه محلي مشر ، ملا مامک، ژوند او فعاليت د مثال په توګه ياد کړ. په کال ٢٠٠١،    د ملامامک محلي دښمنانو  غربي قواوو ته ويلي وو چي ملا مامک يو تروريست دى.   سيمپل وايي: "طبيعي خبره ده چي ملام امک د طالبانو سر ه  يوځاى سو او خپل  هغه ملگري يې هم د ځان سره بوتلل  چي ده ته وفاداره وه.  حکومت په لوى لاس يو سړى د طالبانو غېږ ته ور وست.  زما نظر دا دى چي ملا مامک غوندي خلک بېرته له طالبانو څخه را جلا کېداى سي."  سيمپل د طالبانو سره د تماسونو دنيولو او د هغوى د راجلبولو د  پاليسۍ  دفاع کوي.  هغه زياتوي:  " هلته د ملامامک غوندي ډېر زيات نور خلک هم سته چي  په ډېره اسانۍ طالبان پرې ږدي. زما په گوم ان  د طالبانو يو مطلق اکثريت را جلبېداى سي. "  سيمپل خپل فعاليت  د امريکا د هغه پاليسۍ سره مقايسه کړ چي د عراق د الانبار په ولايت کي يې  د سني مخالفانو د راجلبولو په مقصد غوره کړې ده. 

ښاغلي سيمپل وايي:" د کرزي په حکومت کي  همدا اوس  هم طالبان سته.  هغوي په سوله کي ژوندکوي . زموږ دنده دا وه چي د ح کومت د روغي جوړي پاليسي  تقويه کړو.  موږ په هلمندکي همدا کار کاوه.  د افغانستان د اوسني جنګ او ښورښ دختمولو لاره  يوازي او يوازي نظامي نده."

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery