مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-04-20   مخپرونکئ : هاري ( harri )

د خليلزاد په دريځ کي نوى بدلون او نرمښت (هاري)

د خليلزاد په دريځ کي نوى بدلون او نرمښت

 

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه د اپريل پر ٢٠، ٢٠٠٨  باندي  د ښاغلي خليلزاد په سياسي دريځ کي د نوي نرمښت او بدلون په باب ليکي:  خليلزاد پخپل کورکي د صدام حسين د ر اپرځولو يادگارونه ساتلي دي. هغه  د عراق د جنگ او نيولو  پخوانى  پلوى دى.  مگر د تېر کال راهيسي خليلزاد  هڅه کړې ده چي په ملگروم تونو کي  هغه دپلوماتيکي تاوانونو  تلافي کړي چي د امريکا په قيادت همدې اشغال رامينځته کړيدي.   په ملگروملتونو کي د نورو ملکونو دپلوماتان وايي خليلزاد اوس هم همکاري کوي او هم بل چا ته غوږ نيسي.   د خ يلزاد ځيني پلويان وايي د افغانستان، عراق، او ملگروملتونو سفارتونو هغه ته دا ور زده کړه چي بايد  د نورو ملکونو سره همکاري  وسي.   د امريکا پخوانى دپلومات، پيټر گالبرېت، وايي: "خليلزاد هغه نيوکان دى چي د واقعيتونو سختي څپېړي او ټکان  يې سد سر ته ورست."

 

مگر ځيني نور سياسي مبصرين بيا د ښاغلي خليلزاد پر دې نوي نرمښت او بدلون باندي خاندي او م نډي وهي، او دا کار د عراق د جنگ د پخواني دسيسه کار  دسياسي اپرتونيزم  او مکارۍ يوه بله بېلگه گڼي.  د متحده ايالاتو د ملي  امنيت دشوراپخوانى مشر، فلينټ ليوريت، وايي:"مشکل دا دى چي  سړى پدې نه پوهېږي چي ايا د خليلزاد په سياسي عقايدو او تړونونو کي د شخصي گټو د ساتلو او دوخت د حاکمانو سره  د نژدېکت څخه ها خوا ته بل اصل او ارمان ته  هم  ځاى او احترام سته او کنه." 

 

د ٥٧ کلن خليلزاد سابقه او رېښه  د مزار  شريف ښار ته رسېږي.  هغه په ځواني کي م تحده ايالاتو ته د محصلينو د تبادلې په پروگرام کي راغلى وو، او بالاخره يې د شيکاگو پوهنتون څخه په سياسي ع ومو کي ډکتورا تر لاسه کړه.  د خليلزاد نژدې ياران او انډيوالان وايي د هغه سياسي طريقه افغاني رنگ او خوند لري__مانا دا چي مهذبه رويه، پراګماتيزم، او د شخصي روابطو د ټينگولو لپاره هراړخېز او  دوامداره کوښښ او ځغاستي.  هغه  د ١٩٧٠ د کلونو په اخرو کي د امريکا په سياسي حلقو کي را څرگند سو، او د "هانا نېگران" تر قلم ي نامه لاندي يې په افغانستان کي د شوروي د حملې پر ضد ليکني کولې.  په سياسي لحاظ، ښاغلى خليلزاد څه وخت ديم وکرات،څه وخت نيو کان، څه وخت د طالبانو پلوى، بل وخت بيا د طالبانو د راپرځولو د سخت مدافع او طراح سابقه هم ري. 

 

هغه تل په متحده ايالاتو کي  د قوي اشخاصو سره  اړيکي درلودلې او پاللي دي؛ د جمهورريس بش، د جمهورريس د مرستيال چيني، او  د امريکا د به ينو چارو د وزيري مېرمن رايس سره ښه روابط لري.  پاکستانى ژورناليسټ احمدرشيد وايي:"په افغانستان کي، که چيري يو څوک د خپل ځان  پرمختگ او ترقي غواړي هغه مجبوره دى چي د يوه مشهور او قدرتمن سړي  ملاتړ تر لاسه کړي.  دا د نيوکان خبري__ هو، هغه څه عقيده ورته درلوده، خو هغه د قدرتمنو محافظه کارانو سره د اشنايي او دوستي تمه هم درلوده."

 

خليلزاد په کال ١٩٨٤ کي،د رېگن په دوران کي د امريکا د بهرنيو چارو په وزارت کي کار پيل کړ.  سمدستي، د افغانستان د پا يسيو د جوړولو له حلقو سره اشنا او گډ سو.  وروسته د ١٩٩٠ په کلونو کي، د نيوکان دمشهورو غړو لکه پال وو فوتس، د متحده ايالاتو د دفاع وزارت پخوانى وزير ډانلډ رمزفيلډ، او ريچارډ پرل سره يې ځان نژدې کړي وو چي و وسته ټول د عراق د اشغالولو لپاره سره راغونډ سول.  په کال ١٩٩٨ کي، خليلزاد او ١٧ نورو محافظه کارانو  په يوه گډ ليک کي جمهورريس کلنټن د صدام حسين رانسکورولو ته  وهڅوى.

 

د خليلزاد تر لاس لاندي مامورين وايي هغه يو بې نظمه او بې پروگرامه مدير دى.  د افغانستان د سفارت په دوران کي  دهغه يوه پخوانۍ همکاره وايي: "خليلزاد به د ورځي دوه يا درې واره د حامد کرزي سره پرته له ترجمان څخه خبري کولې مگر هيڅکله يې د خپلو ملاقاتونو په باب  يوه ليکه  هم نه ليک ه."    نور شکايت کوي او وايي: خليلزاد د افغانستان د وزارتونو له لپاره امريکايي مشاورين مقرره کړل.


Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery