مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-05-17   مخپرونکئ : عُمر واحديار

ستايني او وېرني، د عبدالمجيد بابي نوی اثر چاپ سو

مطيع ا له روهيال


ستايني او وېرني د ښاغلي عبدا مجيد بابي نوی کتاب دئ، چي په دې وروستيو کي په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا د (۵۰۰) ټوکو په تېراژ په ښکلي صحافت چاپ او خپور سوی دئ.
ښاغلي بابي په دې کتاب کي د پښتو د درو تنو تکړه او نوموتو پوهانو هر يوه : لوی استاد علامه عبدالحي حبيبي، استاد عبدالرؤف بېنوا، علامه عبدالشکور رشاد د زيار او زحمت قدرونه کړې، د پښتو او پښتنو له پاره يې د دوی د کړاوونو او خولو تويولو څخه يادونه کړې، د هغوی د هاند او هڅو يې ستاينه کړې او د دې تر څنګ يې د هغوی پر ابدي بېلتون ساندي ويلي او اوښکي توی کړي دي.
د ښاغلي بابي دغه زيار د يادوو سوو عظيمو انسانانو د اروا خوښۍ او د اوسنيو ځوانانو له پاره د لارښوونو په توګه يوه پر ځای هڅه ده. موږ ښاغلي بابي ته د دوی د دغه نوی اثر د چاپېدو او خپرېدو مبارکي وايو.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery