نن د جمعې په ورځ د افغانستان م
ي لوبډلې (کرېکټ) په جرسي ټاپو کې د نيپال تجربه لروونکي لوبډلې ته په ٣٧ منډوماتې ورکړه او پاي
وبې (Final) ته يې لار پیدا کړه . نننۍ ګټې افغانستان لپاره ډېره مهمه وه ، یو خو پایلوبې ته ورسېد،بل يې
دکرېکټ نړيوالې شورا څلورم ډیویژن( Icc World Cricket League Division 4)ته لوړ شو(ارتقا يې وکړه ) او د روان کال د اوکتوبر له
نه تر ١١ نېټې پورې به د تنزانېا پلازمېنه دارالسلام په هغو سياليو کې کډون کوي چې د ٢٠١١ د کرېکټ
نړيوالو سيالیو دګډون لپاره ځای پیدا کړي . د تنزانيا په سياليو کې دا لوبډلې ګډون کوي : Hong Kong, Fiji,
Tanzania ,Italy ,Jersey and Afghanistan (فيجي ,هانګ کانګ, تنزانیا,ایټاليا,جرسي او افغانستان) .
نن دافغان لوبډلې مشر
(میر) ښاغلي نوروز منګل پچه (شیرخط) وګاټه او د منډو جوړولو پريکړه يې وکړه دا چې د لوبې ډګر
(پیچ) لوبغالی (واښه ,چمن) نمجن ول او هوا هم ورېځ وه نو افغان لوبغاړو په ټاکل شوو پنځوس اوورونو کې ايله
١٤٢ منډې جوړې کړې . په دې منډو کې ښاغلي محمد نبي ٤٨ ښاغلي رييس احمدزي٢٢ او ښاغاليو کريم خان او اصغر
ستانکزي ١٨,١٨ منډو جوړولو سره وځلېدل . کله چې دنيپال دمنډوجوړولو وار راغی نو هغوی ايله ١٠٥ منډې جوړې
کړې او ټول لوبغاړي يې وسوځېدل , دلوبې په ورستي پړاو کې هوا هم ګرمه شوې وه او لوبغالی هم وچ شوی
و ،خو افغان بالرانو (bowlers) ډېره ښه لوبه وکړه او نيپالانو ته يې دا وخت ور نه کړه چې سمه لوبه وکړي او خپلې م
وخې ته ورسيږي . په افغان بالرانو کې ښاغالي دولت احمدزي ٣ هستي ګل عابد٢ ,حامدحسن ٢ او محمد نبي هم ٢
وبغاړي و سوځول داحمد شاه احمدي په برخه يو لوبغاړی ورسېده . بايد ووايم چې د ښاغلي حامد حسن با
ينګ نن ډېر خلک هيښ او حيران کړل
د یادولو وړ ده چي افغانستان په دې سیالیو کي جاپان ، بهام
ا ، بوټسوانااو نیپال ته ماته ورکړې ده ، د جرسي ټاپو سره يې لوبه مساوي او د سنګاپورڅخه یې ماته خوړلې ده
.