کابل ( د ميزان ١٤مه)
د ٢٠١١ کال دکرکټ
نړيوالې اتلولۍ د ټاکلولپاره د څلورم پړاو يا ډوېزژن فور په سياليو کې پرون (د ميزان په ١٣مه ) افغانستان فيجي
ته په ٨٠ منډو ماتې ورکړه .
دغه سيالۍ د افريقايي هېواد تانزانيا په پلازمېنه دارالسلام کې ترسره کيږي .
د
فيجي کپتان پچه يا قرعه وګټله او لومړى يې د افغانستان ملي لوبـډلې ته د لوبې ( بيټنګ) کولو بلنه ورکړه .
د لوبې
له پيل مخکې او د لوبې په جريان کې په شېبو ،شېبوباران اورېده، چې له امله يې دغه سيالي د ٥٠ اورونو پر ځاى ٣٦ او
ونو ته راټيټه شوه.
باران لوبغالى لوند کړى و، چې له امله يې افغان لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل .
د افغانستان ملي
لوبـډلې په٣٤ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٣٢ منډې جوړې کړې ، چې دملي لوبډلې غړي احمدشاه تر ټولو
زياتې يعني ٣٤منډې جوړې کړې .
ددې په ځواب کې دافغان تېز توپ اچوونکو (بالرانو) د ښې لوبې له امله دفيجي ټوله لوبډ
ه په ٥٢ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دغه سيالي په ٨٠ منډو وګټله.
دملي لوبډلې تېز توپ اچوونکي حم
يد حسن تر ټولو ښه لوبه وکړه او دمخالفې ډلې د څلورو لوبغاړو په سوځولو سره دنننى سيالۍ غوره لوبغاړى ونومول
شو .
دغه راز احمد شاه دسيالې لوبډلې درې ، دولت احمدزي دوه ، هستي ګل او محمد نبي ديوه يوه لوبغاړي په
سوځولو سره افغانستان دنننۍ لوبې ګټونکى وګرځاوه .
دکرکټ فدارسيون رييس الله داد نوري د لوبې له ګټلو و
وسته ملي لوبډلې ته ټېلېفون وکړ او هر يوه لوبغاړي ته يې له خپلې ځاني پانګې څخه لس_ لس زره افغانۍ د انعام په
توګه اعلان کړې .
نوري په پرونۍ بريا خوښي وښوده او هيله يې څرګنده کړه چې لوبغاړي به يې په راتلونکو سياليو کې
هم ښه وځليږي .
په تانزانيا کې تر سره شوې دغه سيالۍ د ۲۰۱۱ کال د نړيوالو اتلوليو د غوراوي څلورم پړاو دی ، چې
شپږ هېوادونه پکې برخه اخلي .
يواځې پايلوبې ته رسېدونکي دوه هېوادونه به درېيم پړاو ته د رسېدو حق ترلاسه
کوي .
په دغو سياليو کې له افغانستان سره ، تانزانيا ، جرسي ، فيجي ، ايټاليا او هانګ کانګ برخه اخلي
.