" تر حکومت طالبانو ته ترجیح ور
کوو"
د کرسچین ساینس مانیټور ورځپاڼه د اکټوبر پر ۱۵ لیکي: ځیني افغانان ترجیح ور کوي چي د طا
بانو تر ولکې لاندي ژوند وکي. د لولګر په ولایت کي ځایي خلک د ځینو غلو او داړمارانو څخه ډېر په عذاب وه.
د کلي خلک لمړی حکومت ورغلل او د غلو ختمول او راایسارول یې ترې وغوښتل. خو حکومت غوږونه کاڼه واچول، او غ
و ازادانه تګ راتګ کاوه. لدې څخه وروسته، کلیوال طالبانو ته ورغلل. سمدستي، طالبانو غله ونیول، م
خونه یې ور تور کړل، په بازار کي یې وګرځول، او خبرداری یې ورکړ چي که چيري بیا ونیول سي سمدستي به یې لاسونه غوڅ
کړي. د هغه وخت راهیسي، بیا غله دې سیمي ته ندي راغلي.
د کابل شاوخوا ولسواليو او ولایتونو
کي، مرکزي حکومت یا خو بېخي سته نه، او یا ورو- ورو ورکېږي. په عوض کي، د طالبان جابره مګر موثره ح
کومت ټينګېږي، او د ځایي خلکو ملاتړ تر لاسه کوي.
د کرسچین ساینس مانيټور اخبار اضافه کوي: د کرزي په
حکومت کي بېساری اداري فساد او بډي، په پېخر جنایات، او د بېکارانو زياتېدونکي لښکري د طالبانو د تقویې
پاره ښه فرصت برابر کړی دی. دغه راز، کابل ته څېرمه د طالبانو قوت او عروج داښيي چي حکومت کنټرول
ه لاسه ورکړی دی.
افغان مبصر او مورخ، حبیب الله رفیع، وایي: که څه هم طالبان کابل په زور نه سي نیو
ای، ځکه دلته خارجي قوه پرته ده، خو حکومت ددې توان نلري چي د ښار څخه بهر د هغوی د فعالیت او تګ راتګ مخه
ونیسي.
ځایي خلک وایي: په لولګر کي په هره کورنۍ کي یوه طالب سته. هغوی د ورځي په خپلو پټیو کي په کا
ونو بوخت وي، خو د شپې توپک په لاس د طالبانو په صفوفو کي جنګېږي. د لولګر څلور ولسوالۍ د طالبانو په ولکه
کي دي. هلته، طالبان د ورځي ازادنه ګرځي او حکومت له ډاره ور تلای نه سي. په غزني کي، له ۱۸ ولسوالیو څخه
۱۳ ولسوالۍ د طالبانو په پوره کنټرول کي دي. دغه راز، د وردګو په ولایت کی، له ۸ ولسوالیو څخه ۶ د طا
بانو تر ولکې لاندي دي. پدې سيمو کي، طالبان خپل قاضیان، ولسوالان، او پولیس لري. ځایي خلک وایي:
طالبان د شریعت په اساس فیصلې کوي. کارونه ډېر ژر خلاصوي.
پدې سیمو کي، طالبان د مکتبونو نصاب تع
یمي هم څاري. هغوی غواړي چي په مکتبونو کي اسلامی شریعت تدریس سي. مګر د طالبانو په
سیمو کي اکثره مکتوبه تړلي دي. په غزني کي، له ۱۱۰۰ مکتبونو څخه فقط ۱۰۰ فعاله دي، او د نجونو مکتب خو ه
و سته نه. که څه هم، پدې سیمو کي تیلویزیون ، موسیقي او د ښادۍ محفلونه نسته، خو لږ ترلږه امنیت او عدالت
سته.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د اکټوبر پر ۱۵ لیکي: د افغانستان د دفاع وزیر، عبدالرحیم وردک،وایي په
عراق کي د امریکا پوځي برياليتوبونو د القاعدې باتجربه جنګیالي دېته اړ ایستلي دي چي افغانستان ته مخه
کړي. هغه په یوه مطبوعاتي کانفرانس کي وويل همدې بهیر په افغانستان کي د امنیت وضع لا خرابه کړ ې
ده. هغه زیاته کړه چي همدا خارجي جنګیالي تر پخوا ښه وسلې او جنگي مهارتونه لري، بهتره روزنه یې لیدلې
ده، او ښه منظم دي.
په افغانستان کي، امریکايي قومندانان وايي: هغه خارجي جنګیالي چي په
افغانستان کي فعالیت کوي پاکستاني، عرب، چچین، او د مرکزي اسیا د نورو هېوادونو افراطیان دي. مګر د یاغیانو
مطلق اکثریت خپله افغانان دي.
د فاېننشل ټایمز ورځپاڼه د اکټوبر پر ۱۳ لیکي: څه د پاسه دوو سوو
طالبانو غوښتل چي د لښکرګاه ښار ونيسي. هغوی له څلورو خواوو څخه د لښکرګاه پر ښار حمله وکړه. پدې
جنګ کي وروسته له درنو بمباریو او جګړو څخه قريب ۶۰ تنه طالبان مړه او ۳۰ تنه نور ټپیان سول.
په لښک
ګاه کی، د مرستندیو موسساتو کارکونکي وایي یاغیانو د ګورنر د کور په شمول پر نورو دولتي ودانیو باندي
اکټونه واورول. مګر د هلمند والي، ګلاب منګل، دا خبره ردوي او وایي یاغیانو فقط غوښتل چي د بین المللي
مطبوعاتو توجه جلبه کړي. هغه زیاته کړه اکثره یاغیان له پاکستان څخه ور اوښتی وه.
امنیتي
څارونکي وایي پر لښکر ګاه باندي د حکومت کنټرول ډېر کمزوری دی، او د شپې لخوا اکثره سیمي د یاغیانو تر ولکې
اندي وي. دغه راز، ویل کېږي چي د هلمند د پخواني والي، شیر محمد اخوندزاده، پلویان هم پدې اخ و ډب کي برخه
ري. شیر محمد اخوندزاده په هلمند کی زیات نفوذ لري او ښاغلی کرزی غواړي چي هغه یو ځل بیا د هلمند ګورنر
سي.
هاري – واشنگټن