دخپریدو نیټه : 2009-01-23 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
افغانستان کيمان ته ماتې ورکړه
د ٢٠١٢ زيږديزکال د کرکټ د نړيوال جام د تياريو په
لړ کې افغانستان تېره شپه په ارجنټاين کې د کيمان جزايرو لوبـډلې ته په يوه دوستانه سيالۍ کې ماتې ورکړه .
د
کرکټ ملي لوبډله دا مهال په ارجنټاين کې د ٢٠١٢ زيږديزکال د کرکټ د نړيوال جام د غوراوي ددرېيم پړاو په
سياليو کې د ګډون په موخه ددغه هېواد پلازمينه بيونس ايرس کې ده .
ملي لوبډلې پرون دامريکا د کيمان جزايرو له
لوبډلې سره يوه دوستانه لوبه وکړه .
دکرکټ ملي لوبـډلې لوبډله لوبه يا بيټنګ وکړ او په ټاکل شويو ٥٠ اورونو
کې د اوه تنو لوبغاړو په سوځېدو ٢٧٦ منډې جوړې کړې .
د افغانستان له لوري رييس احمدزي او محمد نبي تر ټولو
زياتې پنځوس، پنځوس منډې جوړې کړې .
د ملي لوبـډلې د تکړه او تېز توپ اچوونکي ( بالر) حميد حسن د ښې توپ اچونې له
امله سيالۍ لوبډله په يواځې په ١٧١ منډو وسوځولېدله .
حميد حسن د مخالف لوري درې لوبغاړي وسوځاوه.
د ا
جنټاين په سياليو کې د افغانستان په ګډون شپږ هېوادونه، هانګ کانګ، يوګنډا، ارجنټاين، پي اين جي، او جزاير
کيمان برخه لري .
د ارجنټاين سيالۍ سبا د سلواغې په پنځمه ( د جنورۍ ٢٤مه) پيل او افغانستان خپله لومړۍ سيالي
په همدې ورځ له يوګنډا سره کوي .
ديادونې وړده چې دافغانستان دکرکټ ملي لوبډله د غوراوي په پنځم او څلورم پړاو
کې اتلولي ترلاسه او درېيم پړاو ته يې لاره موندلې وه.
که افغانستان د درېيم پړاو پاى لوبې ته لاره پيدا کړي، د
غوراوي لومړۍ پړاو ته لاره پيدا کوي، چېرته به چې ١٢ هېوادونه ګډون کړي او له دغو ١٢ هېوادونو څخه به څلور
هېوادونه د ٢٠١١ زيږديز کال په نړيوال جام کې ګډون کوي .