دخپریدو نیټه : 2009-01-27 مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل
ایران: د ځوانو نجونو او هلکانو د فوټبال په ګډې لوبي پراخي نیوکي شوي
جلالزی
د ایران دولت د ښځو د استقلال ټیم او د هلکانو د ځوانانو د فوټبال ټیم تر منځ له ګډي لوبې وروسته د
ملک په دننه کې پراخي ناندرۍ را بر سیره شوي او حکومت په دغو دواړو لوبډلو یو شمیر بندیزونه لګو
ي دي. دغه لوبه وړمه ورځ په پلازمینه تهران کې د استقلال د نجونو د فوټبال لوبډلي او د ځوانانو د
فوټبال ټیم تر منځ تر سره شوه چې بوله د صفر پر وړاندي پر اوو ګولنو کې د هلکانو په ګټه پای ته ورسیده.
د ایران
بنسټ پاله دولت د هغوي پر وینا دغه د شریعت خلاف عمل په کلکو بیاناتو کی غندی او د دواړو ټیم
ونو مربیان یې له دندو څخه په ګوښه کولو سربیره په نقدي جریمو هم پړه بللي دي.
حکومت وایې چې نجوني او
هلکان په یوه میدان کې د سیالۍ حق نه لري او هر جنس باید له خپل جنس سره سیالي او لوبي وکړي. د نجونو د
استقلال د فوټبال ټیم مربي ویلي چې دغه لوبه د لنډي مودې لپاره شوي او ټینګار یې وکړ چې ټیم یې اخلاقي مسایلو ته
پوره ژمن دی.