مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-02-12   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

سنتي ګازیتا:والیان،وزیران او قوماندانان له نړیوالي مافیا سره

ځیني والیان، وزی ان او د پولیسو قوماندانان له نړیوالي مافیا سره اړیکي لري

سرچينه:سنتي ګازیتا

‍ژباړه او ترتيب  : شبنم


د ولسمشر حامد کرزي د حکومت ځیني والیان، امنیه قوماندانان او د کابیني یو شمیر غړي د  م خدره توکو او وسلې له نړیوالي مافیا سره لاس لري.
دغه خبر د روسیې  مشهوري ورځپاڼي ( سنتي ګازیتا) نن سهار په خپله یوه ګڼه کې خپور کړی دی.
ورځپاڼي ویلي چې د افغانستان د دولت د والیانو، امنیه قوماندانانو او ځینو وزیرانو ټاکل کیدل او لري کول له یوې نوي ادارې سره تړلي ده چې د سیمیزو ارګانونو اداره بلل کیږي.
د دغې ادارې په مشرۍ کې د غلام جیلاني پوپل په نامه د حامد کرزي د مهاجرت د دوران یو نژدې ملګری قرار لري.
ورځپاڼی جیلاني پوپل د دې پوست لپاره وړ کس نه دی بللی او ویلي یې دي چې غلام جیلاني پوپل د ادارې ماموریت سابقه نه لري او نه یې هم د مدیریت او ليډرشیپ په برخه کې زدکړي کړي دي.
ورځپاڼي لیکلي چې جیلاني پوپل اوس د روابطو پر بنسټ والیان، امنیه قوماندانان او ځیني هغه وزیران ټاکي چې امریکا او بریټانیا ته د منلو وړ وي.
ورځپاڼه تور لګوی چې په هغه صورت کې چې دغه اداره وغواړي یو وزیر ایو یا هم والي لري کړي نو هغوي ته د  امنیتي اورګانونو او کړیو په م سطه دسیسه جوړوي او بیا یې د همدې دسیسو په مټ له دندې غورځوي.
دغې ورځپاڼي د بیلګي په  توګه د خوست او پکتیکا ولایت والیانو ته اشاره کړي او وایې چې دغه والیان د سیمیزو ارګانونو د ادارې د مشر او د هغه د مرستیال په  مټ  له دندې ګوښه کړای شوي او د پکتیکا والي اوس د  سیمیزو ارګانونو د ادارې د مشر پریکړه نه مني او ګواښ یې کړی چې که چیرته ورته د پارلماني چارو وزارت چې اوس انور جګدلک ته سپارل شوی ور نه کړل شي دی حاضر نه دی چې د ولایت مقام پریږدي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery