مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-02-23   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

عربي متحده امارات د دوبۍ اقتصادي ودې ته ۱۰ ملیارده ډالر ورکوي

فایننشل ټایمز: اما ات د دوبۍ اقتصاد ته ۱۰ ملیارده ډالر ورکوې

سرچینه: فایننشل ټایمز

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

انګلیسي ژبي اقتصادي آژانس فایننشل ټایمز په خپله  ننۍ ګڼه کې د عربي متحده اماراتو د مشهور او ښایسته سوداګریز امارت( دوبۍ) د اقتصادي حالت په اړه رپوټ لیکلی.

فایننشل ټایمز  لیکي چې په دې ورستیو کې چې کله په نړۍ کې اقتصادي کړکیچ حکم فرما شو نو د هر هیواد په څير د شیخانو په ټاټوبي کې هم اقتصادي  کړکیچن حالت ځیني پراخي پروژې له خنډونو سره مخ کړي دي.

فایننشل ټایمز لیکي چې اوس امارات غواړي د دوبۍ د بیرته ا تصادي ودې لپاره لس  ملیارده امریکايي ډالره د دغه امارت د چارواکو په اختیار کې ورکړي.

فایننشل ټایمز له اقتصادي کارپوهانو په نکل لیکي  چې دمګړۍ په دوبۍ کې د کورونو، سوداګریزو جایدادونو او مالونو په بیه کې له دیرش څخه نیولي بیا  تر څلویښت سلنه پوري د پخوا په پرتله کم والی راغلی.

د عربي متحده اماراتو مرکزي بانک غواړي د پینځو کلونو لپاره په تدریجې ډول شل ملیادره امریکايي ډالر د دوبۍ د حکومت په واک  کې ورکړي تر څو پرې خپلې اقتصادي ځپل شوي برخې بریته ورغوي او عادي حالت ته یې ستنې کړي.

فایننشل ټایمز لیکي چې په دغو پیسو به د دوبۍ اقتصاد تر زیاته بریده خوندي شي. د دوبۍ اقتصادي ماشین دمګړۍ په آزاده سوداګرۍ او توریزم ولاړ دی .

د عربي متحده اماراتو فدرال بانک چارواکي وایې چې د  دوبۍ حکومت باید مخکې تره هغه چې کار تر کار تیر شي په یو لړ اقداماتو لاس پوري کړي که نه نو پایلي به یې  د دغه نړیوال سوداګریز م کز لپاره خورا ناوړه  وي.

فایننشل ټایمز وایې چې  د اماراتو دولت خپلو ۷ امارتونو ته په ټولیزه توګه ۱۲۰ ملیارده درهمه د اقتصادي ودې لپاره ځانګړي کړي دي  او په خاصه توګه به د نویو مرستو له برخې څخه د دوبۍ دوو لویو کمپنیو  املک او تمویل ته زیاته برخه پور ورکړل شي.

د فایننشل ټایمز په لیکنه چې دمګړۍ د دوبۍ د اسهمامو په بیه کې  هم په نړیوالو بازارنو کې څلور تر پینځه سلنه ټیتوالی راغلی او دغه ټیټوالی د دې لامل شوی چې دغه سوداګریز مرکز  له  اقتصادي ودې پاتي شي او د هرې ورځي په تیریدو یې حکومت له نویو اقتصادي ننګونو سره مخ شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery