مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-03-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دکرکیټ ملي لوبډله دسويلي افريقې په لور روانه شوه

دربار

د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډله د کرکټ د ٢٠١١ کال د نړيوال جام د غوراوي د  وروستي پړاوپه سياليو کې د ګډون  په موخه نن سهار وخته  په شپږو (د کب په ٢٩مه) د سويلي افريقې  پلازمينه جوهانزبرګ ته روانه شوه.
د افريقا په دې سياليو کې له ټولۍ نړۍ څخه ١٢ هېوادونه ګډون کوي چې په دوو ګروپونو يا ډلو وېشل شوي دي .
الف  ګروپ : کاناډا، ايرلينډ، نميبيا، عم ان، سکاټلينډ ، يوګنډا
ب ګروپ     : افغانستان، برمودا،ډنمارک، کينيا، هالنډ او متحده عربي اما ات
هره لوبډله به خپل  ګروپ کې پنځه لوبې کوي ، چې په پاى کې د هر ګروپ څلور هغه لوبډلې چې ډېرې نومرې ( پواينټونه) يې اخيستي وي  د  اتو غوره لوبډلو  مرحلې ته لاره پيدا کوي  ، بيا دغه لوبـډلو پخپل مينځ کې لوبې کوي اودوه هغه لوبډلې چې ډېر نومرې يې اخيستې وي، پاى لوبه يا فاينل ته لاره مومي.
د افريقا د سياليو سيمي فاينل ( نيمه پاى لوبه) ته لاره موندونکې لوبډلې به د ٢٠١١ نړيوال جام په سياليو کې ګډون کوي .
دغه سيالۍ د اپ يل په لومړۍ نېټه پيلېږي او فاينل به د  اپريل په ١٩مه ترسره کېږي.
افغانستان خپله لومړۍ سيالۍ د اپريل په په لومړۍ نېټه له ډنمارک سره کوي
افغانستان دويمه سيالي داپريل په ٢مه، له برمودا سره
د اپريل په ٤ مه له کينيا سره، داپريل په ٦مه له هالند سره
او د اپريل په اتمه، له متحده اماراتو سره لوبه کوي .
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په لاندې لوبغاړو مشتمله ده.
نوروز خان منګل ( کپتان) کريم خان صادق ( معاون کپتان) رييس احمدزى، نبي عيسى خېل  ، سميع الله شينوارى، هستي ګل عابد،  شهزاد خان، خالقداد نوري، شفيق الله شفق،  حميد حسن، دولت احمدزى ، نور علي نوري او  شاهپور ځدران
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery