دخپریدو نیټه : 2009-04-11 مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل
د آسیا د المپیک شورا مشر له افغانستان سره د مرستې ژمنه وکړه
میرویس جلالزی
میرویس جلالزی
د آسیا د المپیک د شورا مشر شیخ احمد صباح افغانستان ته په خپل سفر کې د افغانستان د المپیک د ملي کميتې له
چارواکو سره د ورزشکارانو لپاره د دوو لوب ځایونو د جوړولو ژمنه وکړه.
نوموړی په افغانستان کې د ورزشي
حالت د جاج اخیستلو لپاره تیره اونۍ افغانستان ته را رسیدلی دی.
ویل کیږي دغه دوه ودانۍ چې د آسیا د المپیک
شورا په مالي او تخنیکي همکارۍ جوړیږي یوه یې نجونو ورزشکارنو ته د لوب ځای لپاره ځانګړي شوي او دوهمه یې هم د م
لي المپیک کميټې ته نژدې جویږي چې پکې به بیلا بیلي لوبډلي لوبي کوي.
د یادولو وړ ده چې افغانستان په دې ورستیو
کې د آسیا د المپیک شورا غړي توب تر لاسه کړی دی.