ډیلي ټیلګرواف:
ژباړه او ترتیب میرویس جلالزی
په لندن کې خپریدونکي ورځپاڼي ډیلي تلګراف په وروستۍ ګڼه
کې افغانستان او پاکستان ته د انګلستان د لومړي وزیر ګورډن براون د سفر په اړه یوه مقاله لیکلي او په
یوه برخه کې لیکي ممکن ډیر لږ شمیر کسان وي چې د ګورډن براون له دې خبرې سره چې وایې د افغانستان او پاکستان سرحدي
سیممه د ترهګرو پټۍ ده مخالف نظر ولري، دا یو واقیعت دی چې د تروریستي پلانونو دوه پر دری له همدې سیمې څخه
طرحه کیږي او له همدې ځایه څخه د طالبانو قوماندانان په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو او د پاکستان د ح
کومت په ضد حملې تنظیموي.
ډیلي تلګراف لیکي که چیري یوه سیمه د جګړې د لومړۍ لیکې په توګه ونوماوه دا به د
پاکستان سرحدي سیمه وي.
ورځپاڼه زیاتوي په دې اړه د ښاغلي براون خبري نشي ردیدلای خو اصلي خبره دا ده چې
بروان د مسالې د حل په اړه کومه لاره غوره کوي.
د ورځپاڼي په باور د انګلستان صدراعظم بروان تر اوسه
دا لیوالتیا نه درلوده چې د انګلستان د پولو بهر دې
خپلو پوځي پروګرامونو ته پام واړوي دې کار تر ډیره
حده د انګلستان پوځي قوماندانان خفه کړي دي.
ډیلي تلګراف لیکي د ښاغلي بروان خبرو ته په پام د
افغانستان او پاکستان د خلکو سره دا هیلي پیدا شوي چې ده به د انګلستان د پارلمان په غونډه کې افغانستان او
پاکستان ته د خپل سفر د رابور وړاندي کولو په مههال یوه بشپړه او هر اړخیزه ستراتیژي هم وړاندي کړي.
د و
ځپاڼي په باور تر ټولو مهمه دا ده چې په هلمناد کې ډیره انګلیسي ځواکونه باید چې په اصلي وسلو او وسایلو سمبال
ي او د برې لپاره باید د عکسرو کافي شمیر هم موجود وي.
ډیلي تلګراف لیکي دا سمه ده چې د روان مالي بحران له
وجې اقتصادي وضعه سمه نه ده خو دا باید هم له یاده و نه ایستل شي چې د افغانستان پوځي عملیات لومړیتوب لري.