دخپریدو نیټه : 2009-04-30 مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل
د افغانستان سنوکربازان چین ته ورسیدل
ميرويس جلالزي
د ملي المپیک کميتې د
رسنیو د چارو مسول خبر ورکړ چې د هیواد د سنوکر لوبې د ملي لوبډلي دوه تکړه غړي چین هیواد ته د سنوکر
په آسیايي لوبو کې د ګډون لپاره رسیدلي دي.
دغه لوبې د ثور میاشتې په دوهمه د چین په پلازمینه بیجن
کې پیل شوي دي.
دغه دوه سنوکربازان هر یو صالح محمد او محمدنادر چې د افغانستان په استازي توب په چین کې
وبې کوي د هیواد په کچه د دغې لوبې د وتلو څیرو په توګه پیژندل کیږي.