مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-05-05   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

واشنګټن پوست: د کرزي انتخاب افغانان مایوسه کړي دي

 

سرچینه: د امریکې وا نګټن پوست ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د امریکې واشنګټن پوست ورځپاڼي د راتلونکي ولسمشرۍ د کاندیدانو له ډلي د اوسني ولسشمر  حامد کرزي او د هغه د نویو مرستیالانو  په باب یوه مقاله لیکلي دي.

حامد کرزي که څه هم په صریح ډول دا نه دي ویلي چې مارشال قسیم فهیم به د ده مرستیال  وي خو یو ځل یې  په یوه خبري  غونډه کې دې موضوع ته برسیرنه اشاره وکړه.

واشنګټن پوست لیکي چې مارشال قسیم فهیم د طالبانو پر وړاندي د امریکې د ایتلاف کلیدي غړی وو او د شوروي ځواکونو پر وړاندي جهاد  کې یې هم فعال رول درلود.

د ورځپاڼي په باور چې  مارشال فهیم هم چندان ښه سابقه نه لري ځکه چې د تنظیمي جګړو پر مهال هم د نظار شورا د یوې خاښي قوماندان پاتي شوی وو.

واشنګټن پوست په خپله دغه مقاله کې د ځينو افغانانو هغې اندیښنې هم را اخلي چې وایې په راتلونکو ټاکنو کې د جنګ سالارانو واک ته رسیدل د ملک په خطر تمامیږي.

اوس داسي ویل  کیږي چې ح امد کرزي داسي یو کس د خپل یوه مرستیال په توګه ټاکلی چې ډیر خلګ په سمه سترګه نه ورته ګوري او خلګ د انتخاباتو وروسته د حامد کرزي د احتمالي نوي حکومت په ترکیب کې د جنګ سالارانو له شتون څخه  په ویره کي دي.

وا نګټن پوست لیکي چې د کرزي دغه کار افغانان مایوسه کړي او خلکو ته یې ټکان ورکړی دی.
ورځپاڼي د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون له ویاند نادر نادري څخه په نکل   د مقالې په یوه بل ځای کې لیکلي چې په افغانستان کې سیاسي مذاکرې د یوه غوره سیاست د موندلو لپاره نه بلکې د څوکۍ او مقام د بیا ولکه کولو لپاره تر سره کیږي.

نادري ویلي چې د بشر د حقونو سرغړونکي د حکومت په جوړښت کې تر ځای پر ځای کیدو وروسته د خلکو باور په حکومت کمولای شي دا ځکه چې خلګ نه غواړي د بشر د حقونو سرغړونکي او تر پښو لاندي کونکي بیاځلي د واک   په ګدۍ کښینې.

واشنګټن پوست د مقالې په پای کې لیکي چې  که څه هم حامد کرزي تر اوسه په واضح ډول خپل کاري ټیم نه دی اعلام کړی خو  خلګ د پردې تر شا سیاسي جوړ جاړیو ته په کتو سره اوس د  ټاکنو د خپلواک کمیسیون په مش وعیت او بي پري توب هم شک لري.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery