سرچینه: د روسیې انټرفاکس خبري
ژانس
ژباړه او ترتیب میرویس جلالزی
د روسیې ولسې جرګې له ملګرو ملتونو او اروپايی هغو
هیوادونو چې په افغانستان کې ښکیل دي غوښتنه کړي چې په افغانستان کې د مخدره توکو د تولید او قاچاق پر وړاندي
جدي ګامونه پورته کړي.
انټرفاکس د روسیې د پارلمان له ریس بارز ګریزلوف څخه په حواله خبر ورکړی چې مسکو ته وا
دیدونکي ټول مخدره توکي د دغه هیواد له جنوبي ګاونډي افغانستان څخه د منځنۍ آسیا د هیوادونو له لاري لیږ
دول کیږي.
ښاغلی ګریزلوف له ناټو تړون څخه هم غوښتنه وکړه چې د افغانستان شمالي پولي ټینګي کړي ځکه چې دغه
پولي تل د قاچاقبرو له خوا روسیې ته د مخدره توکو د لیږدولو لپاره د یوه پله په توګه کارول کیږي.
انټ
فاکس لیکي چې د افغانستان په مسله کې ښکیل هیوادونه باید د مخدره توکو د قاچاق او تولید په مخ
نیوي کې فعال رول ولوبوي.
د روسیې د ولسي جرګې ریس انټرفاکس ته ویلي چې په افغانستان کې د ترهګرو پر ضد عم
لیات تر سره کیږي خو دمخدره توکو پر ضد چې تر ترهګرۍ لږ خطر نه لري ولي مبارزه نه کیږي.
روسیې چارواکي وایې
چې د روان میلادي کال له پیل راهیسي یې له افغانستان څخه دغه هیواد ته لیږدول شوي ۱۵۰۰ کیلوګرامه هیروین ضبت
او مصادره کړي دي.
انټرفاکس لیکي چې د روان کال په دریو میاشتو کې د تیر کال د لومړیو دریو میاشتو په پرتله
د هغو هیروینو په صادراتو کې چې له افغانستان څخه روسیې ته قاچاق شوي دری ځله ډیر والی راغلی چې دغه مسله د مسکو
لپاره د شدیدې اندیښنې وړ ده.
د روسیې د پارلمان یوه بل غړي ښاغلي ایوانوف انټرفاکس آژانس ته ویلي چې م
خدره توکي د افغانستان په هغو سیمو کې زیات کرل کیږي او په تولیداتو کې یې هم هغلته زیات والی راغلی چېرته چې د
ناټو او نړیوال ایتلاف ډیر ځواکونه شتون لري.
ایوانوف وویل چې د تیرو لسو کلونو راهیسي له افغانستان څ
خه روسیې ته د قاچاق شویو مخدره توکو په اندازه کې لس چنده زیاتوالی راغلی.
مسکو ویلي چې د اروپايی
هیوادونو په پرتله دغلته په مخدره توکو د روږدوکسانو شمیره له پینځو څخه نیولي بیا تر اوه فیصده لوړه
ده.
انټرفاکس آژانس په روسیه کې په مخدره توکو د اخته کسانو شمیر له المان سره پرتله
کوي او وایې چې د روسیې په لارو کوڅو کې په مخدره توکو د روږدو کسانو شمیر د آلمان په پرتله شل ځله لوړه
ده.
د روسیې د ولسي جرګې ریس بارزګریزلوف له نړیوالي ټولني وغوښتل چې له مخدره توکیو سره د یوې سیمیزې
انجې په توګه مبارزه وکړي ځکه چې دغو توکو ټولي سیمې ته ګواښ متوجه کړی دی.