مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-06-03   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

واشنګټن پوست: افغانستان کې د نوي امریکايي جنرال دندې

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

 

واشنګټن پوست:په افغانستان کې د  نوي امریکايي جنرال دندې


سرچینه: واشنګټن پوست امریکاۍ ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: م یرویس جلالزی

د واشنګټن  پوست امریکایۍ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه  کې په افغانستان  کې  د نوي امریکايي جنرال مک کرستال د ماموریت  په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده.
په لیکنه کې راغلي چې د سیمې  لپاره د امریکې د نوي ولسمشر  د سیاست ساحه پراخه ده او پاکستان هم په  دغه ساحه کې  شامل شوی دی.
واشنګټن پوست لیکي چې په دغه ساحه کې  د فعالیت لپاره دوه عمده کسان د اوبهاما له خوا ټاکل شوي چې یو یې په افغانستان کې  د ناټو او ایتلافي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مک کرستال او بل یې هم پوځي متقاعد جنرال کرل ایکن بیري دی.
ښاغلی بیري به افغانستان کې د امرېکې د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
واشنګټن پوست وړاندي لیکي چې اوس د سیمې لپاره د امریکې ستراتیژي ډیره روښانه ده چې پکې  د القاعدې ډلي د بیا سمبالښت مخنیوی او په سیمه  کې  د اقتصادې ودې لپاره د زمینو رامنځ ته کول دي.
واشنګټن پوست ویلي چې لوړ پوړي امریکايي چارواکي په دې باور دي چې دې اهدافو ته باید د رسیدو لپاره جنرال کرستال او ایکن بیري خپلي تجربي په ښه توګه پلي  کړي.

اوس داسي ویل  کیږي چې ښاغلی کرستال به د افغانستان د جګړې د سمبالولو  لپاره د ناټو او ایتلاف په قوم اندۍ کې هم بدلون راولي خو دا بدلون په دې  معنی  نه دی چې د قوماندانیو په کړۍ کې بنیادي تغیرات وارد شي .

واشنګټن پوست لیکي چې په افغانستان کې د ناټو قومانداني په څلورو زونونو لکه ختیځ، لویدیځ، سویل او شمال ویشل  شوي خو جنرال کرستال به د همدغو تشکیلاتو په دننه کې ځیني قوماندانان بدل را بدل  کړي تر څو د جګړې  اغیزمنتیا لوړه کړي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery