لاسنجلس ټایمز: طالبان د هوايي
بریدونو توان نه لري
سرچینه: لاسنجلیس ټایمزورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د طا
بانو پر وړاندي د بهرنیو ځواکونو هوايي عملیات هغه مسله ده چې لاسنجلیس ټایمز امریکايۍ ورځپاڼي په خپله و
وستۍ ګڼه کې په دې اړه یوه لیکنه خپره کړي ده.
ورځپاڼه لیکي چې که څه هم افغان او بهرني قوماندانان د
بهرنیو سرتیرو د عملیاتو پر مهال د ولسي افغانانو د مرګ ژوبلي د را ټیټیدو د لارو چارو دموندلو په لټه
کې دي، لا هم هره ورځ یو شمیر ولسي افغانان په هوایي بریدونو کې وژل کیږي او دغې مسلې د خلکو غصه را پارولي ده.
ورځپاڼه لیکي چې د ولسي افغانانو مرګ ژوبله د ترهګرۍ پر وړاندي په روانې جګړې بدې اغیزې شیندي او د
اوبهاما اداره غواړي په خپله نوي ستراتیژي کې مسله هواره کړي.
که څه هم له یوه اړخه د اوبهاما په
نوي ستراتیژۍ کې د افغانستان لپاره د نور پوځي ځواک د استولو په اړه ویل شوي خو له بل پلوه د سرتیرو استول د عم
یاتو د شدت مفهوم لري او بلاخره د عملیاتو په شدت کې خامخا ولسي افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي.
لاسنجلس
ټایمز لیکي چې له بارک اوبهاما څخه نیولي بیا تر جنرال کرستل پوري ټول امریکايي مقامات د امریکې په نوي
ستراتیژۍ کې د ملکي تلفاتو مسله په خپلو لومړي توبونو کې بولي خو هیڅ یو جنرال هم د دغو تلفاتو را کمولو ته
کومه اغیزمنه عملي لار په لاس کې نه لري.
ورځپاڼه وړاندي کاږي چې که چیرته اوس عملیات زیات شي نو خامخا به د م
لکي افغانانو د تلفاتو شمیر هم زیاتیږي.
لاسنجلس ټایمز دې مسلې ته هم اشاره کوي چې طالبان هم د بهرنیو
ځواکونو د هوايي بریدونو د زغملو توان نه لري او د داسي لارو چارو د موندلو په لټه کې دي چې پرې د دغو عملیاتو م
خه ډب کړي.
هغوي غواړي اوس له ولسي افغانانو څخه د جګړې په کرښو کې د ډال په توګه کار واخلي او د هغوي له مرګ
ژوبلي څخه د ځان په لوري ګټه پورته کړي .
لاسنجلس ټایمز لیکي چې طالبان د بهرنیو سرتیرو د عملیاتو پر
مهال د ولسي افغانانو له مرګ ژوبلي د بهرنیانو پر ضد د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي چې خپلې دغې موخې ته د رسیدو
لپاره یې تر اوسه اغیزمن ګامونه پورته کړي هم دي.
ورځپاڼه وړاندي کاږي چې د ولسي افغانانو د مرګ ژوبلي مس
ه هغه څه ده چې د افغانانو غږ جګولای شي او دغه شکایتونه بیا په بهرنیو سرتیرو سخت فشارونه راولي.
لاسنج
س ټایمز لیکي چې که څه هم امریکايي او نور بهرني سرتیري په افغانستان کې د ملکې تلفاتو د شمیر د ټیټولو لپاره
ژمن دي خو په عمل کې به دغه کار اسانه نه وي.