مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-07-09   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

واشنګټن ټایمز:عربستان دایران پر ضد د اسرایلو پلوي کوي

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

واشنګټن ټایمز: عربستان د ایران پر ضد د اسرایلو پلوي کوي

 

سرچینه: واشنګټن ټایمز ورځپاڼه
د واشنګټن ټایمز معتبرې  امریکايی ورځپاڼې په خپله ننۍ ګنه کې د ایران پر وړاندي د اسرایلو او سعودي عربستان د ملګرتیا په اړه یوه مقاله خپره کړي ده.

ورځپاڼه لیکي چې سعودي عربستان منلي چې اسرایلو ته به اجازه ورکړي چې د دغه هیواد له خاوري څ خه په ایران کې  د هغه هیواد په اتومي تاسیساتو برید وکړي.

سعودي عربستان اوس په سیمه کې د ایران له مخ پر زیاتیدونکي نفوظ څخه ویره لري او اوس دې ته اړ دی  چې له اسرایلو سره چې عادي عربیان ترینه کرکه کوي، ملګ تیا وکړي او د خپل دغه ګډ دښمن پر وړاندي واحد نظر غوره کړي.

واشنګټن ټایمز لیکي چې تیره اونۍ د امریکې م ستیال  ولسمشر جوبایډن په خپله یوه وینا کې د ایران د اتومي پروګرام څخه یو ځل بیا خپله شدیده اندیښنه څ ګنده کړه او د هغي پوښتني په ځواب کې چې که چیرته اسرایل په ایران برید وکړي د امریکې موقف به څه  وي؟
وویل: (( امریکا به د اسرایلو د دغه برید ننګه وکړي دا ځکه چې ایران ته په وار وار ویل شوي چې خپل اتومي پروګرام بند کړي)).

واشنګټن ټایمز لیکي چې د جوبایډن دغه څرګندوني په داسي حال کې راځي چې ولسمشر اوبهاما غواړي له ای ان سره د امریکې د اړیکو نوی فصل پرانیزي خو اوس داسي بریښي چې د ایران پر وړاندي د اوبهاما په ستراتیژۍ کې لږ ږ بدولن رامنځ ته شوی او اوبهاما یو ځل بیا د ایران پر وړاندي د پخواني ولسمشر جورج  ډبلیو بوش
په پلونو پل ږدي.

د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان خبر ورکړی چې ښایې ایران د روان کال تر پای پوري اتومي وسله تر لاسه کړي.

واشنګټن ټایمز لیکي چې سعودي عربستان او اسرایل اوس ایران یوازي دوي ته د یوه ګواښ په تګه نه بلکه ټولي سیمې ته د یوه سرخوږي په توګه پیژني او دغه دوه هیواده یو د بل له مرستې پرته د ایران پر  وړاندي هیڅ نه شي کولای .


د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د دغې مقالې لیکوال د خپلې لیکنې په پای کې وایې  چې امریکا له اتومي وسلې څخه د ایران د لاس  په سرکیدو په برخه کې ډیري دیپلوماتيکي هڅي وکړې خو اوس داسي ښکاري چې دغو هڅو هیڅ فایده نه ده کړي.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery