مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-07-12   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

د چل عدالت په لوړه بیه تمامیږي

د چل عدالت په لوړه  بیه  تمامیږي


س چینه: د بشر دحقونو د څارې د نړیوال سازمان مجله
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د بشر د حقونو د څارنې ډلي یا ( هیومن رایتس واچ) په خپل وروستې راپور کې د
( د چل عدالت په لوړه بیه تمامیږي) تر سر لیک لاندې یوه م اله لیکلي  او د پیل په کرښو کې لیکي د زیاتو شخړو په حل کې  منځګړي او چارواکې  د سرغړونکو مشرانو به وړاندې د عدالت په عمل کیدو سترګې پټوي.

د راپور لیکونکی چې د بشري حقونو د څارنې په ډله کې د نړیوال عدالت د پروګرام لوړ رتبه مشاور هم دی، لیکي هغه مفکوره چې وایې د شخړو په جریان کې د عدالت تطبیق د سولې چانس کموي په ځای او سم نظر نه دی، دی وایې، په  په جرمونو باندي سترګي پټول او سرغړونکو مشرانو ته د جګو دولتي څوکیو و کول په اراتلونکي کې ناوړه پایلي لري او د ثبات ټینګولو  په نامه په حکومت کې د شکمنو مجرمو چارواکو شاملول د دې سبب کیږي چې په نوي رژیم باندي د خلکو اعتماد کم شي او نورو زیاتو سرغړونو ته لار خلاصیږي.

د بشري ح ونو د څارنې په راپور کې د افغانستان مثالونو ته اشاره شوي او د هغو مشرانو یادونه کړې چې په تیرو څو لسیزو کې اسونه د بیګناه انسانانو په وینو سره دي خو اوس یې لوړې دولتي څوکۍ نیولي دي.

په راپور کې ویل شوي په دې کار سره زیات شمیر افغانان د افغانستان  حکومت نامشروع بولي.

د بشري حقونو د څارنې د ډلي په راپور کې له زیات شمیر نورو بیلګو وروسته دا  خبره هم راغلي چې واې په ټولو مواردو کې چې د عمومي بخښنې په اساس سوله رام نځته شوې زیات دوام نه دی کړی.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery