مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-09-02   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

فارن پالیسي: جګړه مار مارشال اصلي ګټونکی

فارن پالیسي: جګړه مار  مارشال اصلي ګټونکی

سرچینه: د امریکې  فارن پالیسي مجله
ژباړه  او ترتیب: میرویس جلالزی


د فارن پالیسي په نامه یوې  امریکایۍ  خپرونې په خپل  یوه  تازه رپوټ کې د افغانستان په انتخاباتو کې  د جنګ سالارانو او جنګي مجرمینو ګډون د اندیښنې  وړ  بللی دی.

خپرونې  ویلي چې  په انتخاباتو کې به  هغه څوک ګټونکی  وي چې مارشال  فهیم نومیږي ځکه چې  دی د ولسمشر  حامدکرزي لومړی مرستیال په ګوتو شوی اواقتدار ته به د هغه په رسیدو سره دنوموړي ناقانونه پوځي طاقت څو ځله زیات شي.

فارن پالیسې خپرونې ویلي، دا چې جګړه  ماران اقتدار ته رسیږي نو په  انتخاباتو کې اصلي بایلونکي د حامد کرزي رقیبان  ډاکټرعبدالله  عبدالله او رمضان بشردوست نه، بلکه  هغه ولسي افغانان دي چې له بیلا بیلو ستونزو او کړاونو سره  مخ دي.

دغې امریکایۍ خپرونې له روسیې سره د مارشال  فهیم اړیکو ته  اشاره کړي او وایې چې مارشال فهیم کولای شي د افغانستان د  شطرنج په لوبه کې هر چال لاړ شي.

فارن پالیسي خپرونه د طالبانو سره دمقابلې  لپاره د امریکایې اجنټانو او  مارشال  فهیم توافق  ته هم ګوته نیسي او لیکي، کله چې شمالي ایتلاف د امریکې په ملګرتیا د طالبانو د ماتولو کمپاین پیل کړ نو په دغه وخت کې احمدشاه  مسعود په مرموز ډول ووژل شو او په دې برخه کې  د مارشال کړني د پوښتنې وړ دی.

فارن پالیسي لیکي چې د مسعود د قتل د څیړني  په برخه کې ( سې، اې، اې) او مارشال ځان تیر کړی دی.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery