مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-09-19   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

CNN: دافغانستان انتخابات صادقانه وو،"حامدکرزی"

CNN: دافغانستان  انتخابات صادقانه وو،"حامدکرزی"


سرچینه: سې ان ان امریکایې ټلویزیون


ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د سې ان ان امریکاې ټلویزیون د جمعې په ورځ د افغان ولسمشر حامد کرزي مرکه خپره کړه.

په دغه مرکه کې تر ډیره بریده له ښاغلي کرزي څخه د افغانستان د تیرو شویو انتخاباتو او په هغو کې د احتمالي تر سره شویو درغلیو په اړه پوښتنې وشوې.

حامد کرزي سې ان ان ته وویل چې د افغانستان د انتخاباتو د بیا ځلي  تر سره کیدو لپاره هر اقدام له قانوني او حقوقي پلوه د ټولو رایو د شمیرو  مستلزم دی چې دغه کار به څو اونۍ په بر کې ونیسي او مونږ نشو ویلای چې له ټوله سره د انتخاباتو پروسه ناسمه وه.


حامد کرزي په انتخاباتو کې د بي نظیمو په شتون اعتراف وکړ خو  په ټوله کې یې دغه پروسه صادقانه په ګوتو کړه.

د ټول ټاکنو د خپلواک کمیسیون د چارواکو پر وینا چې حامد کرزي د اسد د میاشتې د ۲۹مې نيټې په انتخاباتو کې ۵۴.۶ او د هغه نږدې رقیب ډاکټرعبدالله عبدالله ۲۷.۷ سلنه رایې خپلې کړي دي.

که څه هم حامد کرزی تر اوسه په غوڅ اکثریت بریالی دی خو د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو کمیسیون بیا د پنجشنبې په ورځ اعلام وکړ چې د افغانستان د ټولو پينځه اعشاریه شپږ ملیونه شمیرل شویو رایو له ډلې څخه یو نیم ملیون یې شکمنې دي .

د اروپایې ټولنې ناظرینو هم ګواښ کړی چې که چیرته ته شویو درغلیو ته رسیدګي و نه شي نو د افغانستان انتخاباتو ته به په نړیواله کچه سخت زیان ورسیږي.

حامد کرزي سې ان ان ټلویزیون ته ویلي چې دی د اروپایې ناظرینو دغه څرګندوني غندي خو د خپلې بریا په اړه یې څه و نه ویل.

د افغان ولسمشر حامد کرزي رقیب ډاکټرعبدالله عبدالله وویل چې که چیرته د افغانستان انتخابات د تقلب له مخې مشروع و ګڼل شي نو طالبان به قهرمانان شي .

عبدالله ویلی چې مونږ څرنګه کولای شو د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره تقلب او درغلۍ ته تسلیم شو.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery