مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-12-15   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

ایرانا: انګلستان افغان جګړې ته نوي تجهیزات لټوي

سرچینه: د ایرنا خبری آژآنس

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د ایران سرکاري خبري آژانس ایرنا راپور   ورکړ چې  د انګلستان دفاع وزیر باب اینسرث ووئیل ددغه هیواد حکومت په افغانستان کې د جنګ لپاره د نهه سوه میلیو ن پونډو په ارزښت چورلکې او نور پوځي تجهیزات اخلي او ددغو لګښتونو د تامینولو لپاره به یو پوځي مرکز وتړي او کارکونکي به ئې هم رخصت کړي .

ایرنا لیکي چې په تیر میلادي کال کې ډیری بریټانوی سرتیري په افغان جګړه کې د پوځي تجهیزاتو د نه شتون له کبله له مرګ سره مخ شول او شمیره یې ۱۰۰ تنو ته ورسیده .

دفاع وزیر وویل:  دغه پیسې چې ټول ټال یو میلیارډ پنځه سوه میلیون ډالرو  سره برابریږي  په دیو کلونو کې به د دوو شینوک چورلکو او دغه راز د نورو ډول ډول پوځي تجهیزاتو د اخستو لپاره ولګول شي.

د ایرنا خبري آژآنس د رپوټ پر اساس  د انګلستان د حکومت ددغه اقدام له امله به دنورو برخو بودجه هم کمه کړي چې ممکنه ده د بودجې له نورې زیاتې خسارې سره به مخامخ شي.

 هغه په عین حال کې ووئیل دغه فیصله دومره هم اسانه نه وه خو دا کار په افغانستان کې د ترهه ګرۍ او اوورپکو په ضد د بریالیتوب په هیله کیږی .

 البته ددغه هیواد د سیاسي چارو کارپوهان وائی ممکنه ده په پارلیمان کې د حکومت لپاره ددغې بودجې بیلول له ستونزو سره مخامخ شي . 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery