مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-10-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

نقیب للمه وال

د هجر تورو شپو ته يو اميد د سباوون شته
نو ځکه مې په زړه کې هيله پاتې د ژوندون شته

هر څو که مې جانان ده لباسي خندا زده کړې
خو خوى په کې تر اوسه د ساده بوده پښتون شته

ستا حسن مې په خيال کې لکه سيورى راسره ځي
لا وينه مې رګو کې ددې وخت د کوم مجنون شته

په سترګو که راګورې او په خوله راسره خاندې
په زړه کې دې څه نښې لا تراوسه د بېلتون شته

اغيار که مو د مينې مراندې وشلوي په ګوتو
لاهيله مو نقيبه د اشنا د پېوستون شته

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery