دخپریدو نیټه : 2010-10-28 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
اوښکې
احمد جاويد منګل
نۀ خوښېدې مې دا شېبې د اوښکو
خو تقدير راوستلې شپې د اوښکو
ما د کافر اوښکې زغملی نۀ شوې
نن سترګې ډکې پښتنې لۀ اوښکو
پرېښوم چې يار داسې مې ساه هم پرېږدي
که څو پرې وکړمه جرګې د اوښکو
د زړګي درد مې لۀ دوا وتلی
پڼو نيولي دي جڼډې د اوښکو
جار دې! بيا سترګو پښتنو بلې دي
د خيال پۀ قبر ستا ډيوې د اوښکو
رسوايي ستاغواړي چې اوښکې وڅښم
خو غم دې غواړي پلوښې د اوښکو
پرېږده چې وينو په ځای اوښکې توی کړم
خدايږو زړې ښکاري کيسې د اوښکو
جاويد خلاصون ګران و هم وايي به چې
مرګ يې کړې خلاصې زولنې د اوښکو
کويت هېواد