مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-11-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دشپې

احمدجاوېدمنګل

 تاو  شوې بړبوکی غوندې  چې تلې د شپې
 پوه نۀ   شوم   قسم  دی څۀ د وې د شپې
چا  لټون  به کړي   سپينه  سپوږمۍ    ګني
نۀ      وځي     اکثره      پښتنې   د شپېې
 دا دې  عشق خواږۀ  مې  چې  څکلي  دي
 نۀ  مې  دي   ورغلې  بيا    لېمې  د  شپې
زړۀ    درد    مې   لېمو  په  بڼ  کې   وګورئ
ستوري  دي  که   اوښکې  يا  ډيوې  دشپې
کوم  ورۀ  چې  فنا  کړه  هاغه  ورۀ  ګړب  ته
سترګې مې ور  اوړي ډېرې   شپې د شپې
بيا  يې  لکه   شړق    لۀ    څڼو   پورته   کړ
  راوړې  چې   وږمې  هوا  خوږې   د    شپې
  مينې  لېونی کړې  تورې  شپې  دې  خوري
خوار  نۀ  شې  جاوېد   ځې را ځې د شپې    

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery