دخپریدو نیټه : 2010-11-11 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
نورعلی شاه ځلبلاند
تقديره ستا په زولـــــنو کی يو تړلی خلګ
د ازل خوار يــو د نصيـــب يو پوروړي خلګ
دژوندون هره ناويـــلی مـــوږته څنګه راشی
لکه چه موږ ئي پـــه نړی کی يو موندلی خلګ
قسمته ستا د خـــوا خــوږی په ټکور نه جوړيږو
موږ يو دژوند په ســـــرو اورونو سوځيدلی خلګ
ژونــده که داسی يي نو موږته د مرګ لاره ښيه
د هر ظالم د زور په غشــو يو پيو دلی خلګ
زموږ په چغو اسو يليو اسمان ستــــــړی ښکاری
د عزرائيل پنجو يو وار په وار وهــــلی خلګ
دغم د پاسه يوبل غم وی راته سترګی پــــه لار
د ځوا نيمر ګو په سلګی کی يو لويي شوی خلګ
زموږ د بخت توره پياله پر سر نســـــــکوره ښکاري
چه هرڅو مـــــــــړه شو لا د مرګ يو پوروړی خلګ
ټوله نړی ښـــــــــکاری سلخوږی زموږ دوينو تږي
د ځناورو په ځنـــــــګل کی يو لويي شوی خلګ
د اصرافيل د شپـــــــــيلی پوکی ته لاسونه مروړو
نور يو بی واکه بـــــــــی لاسونه مړی مړی خلګ
دسوئيلی پښتو نخوا چمن څخه