شنو اوبو شنو ونو شور کاوۀ راتلۀ
څۀ څپانده ساز و شرنګېدۀ راتلۀ
تۀ لاړې د غم پوليسو ګير کړم ستا
سيوري غوندې خوا کې راته تلۀ راتلۀ
بې وخته لۀ سترګو اوښکې تويې شوې
وخت کې د ژړا خو اکثر نۀ راتلۀ
ستا تصوير مې جوړ هغو زرو نه کړ
هيلو په دېوال کې مې چې څۀ راتلۀ
هسې په ظاهر ښکلا دې تېر وتم
چا وې ، زما ګنډېر لۀ ګله ښۀ را تلۀ؟
خوار جاوېد زړۀ يوسه بيا پرې لوبې کړه
څنګه دې ظالېمې دا په زړۀ راتلۀ